سپورټ نړیوال کرکټ

فاف ډوپلیسي د افریقایي کرکټ بورډ د غوره لوبغاړي جایزه واخېسته

اعلان

د افریقایي لوبډلې لوبډلمشر فاف ډوپلیسي د افریقا د غوره کرکټ لوبغاړي په توګه جایزه ترلاسه کړه.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ هغه په یو ورځنیو لوبو کې د کال غوره کرکټ لوبغاړی پېژندلی دی.

د افریقا کرکټ بورډ هر کال د کال غوره لوبغاړي جایزې ورکوي، یو ورځنیو لوبو لوبغاړو کې ډوپلیسي او د ټېسټ لوبو غوره لوبغاړي جایزه بیا کوېنټن ډیکاک ترلاسه کړه.

د افریقا په ښځینه لوبډله کې، د دې لوبډلې لوبډلمشره ډېن وان نیکرک نومول شوې او د هغې سره په خوا کې د بالېنګ الراونډره ماریزن کاپ د یو ورځنیو لوبو د غوره لوبغاړې جایزه ترلاسه کړه.

د افریقا کرکټ بورډ ویلي، فاف ډوپلیسي او نېکرک دواړو خورا ښه کال درلوده.

د افریقا د کرکټ بورډ اجرایوي مشر تبانګ مورو ویلي:

 ډوپليسي د افریقا لپاره په اسټرالیا کې سیریز وګاټه او په کور دننه یې له پاکستان څخه د ټېسټ لوبو لړۍ هم وګټله.

د دې سربېره ډېوېډ مېلر او ښځينه لوبغاړې شبنېم اسماعیل د شل اوریزو لوبو غوره لوبغاړي اعلان شوي او جایزې یې تر لاسه کړي دي.

کګېسو رباډا بیا په روان کال کې د مینوالو د خوښې لوبغاړی اعلان شوی دی.

ډیل سټین بیا په ټېسټ لوبو کې د ډېرو وېکټو اخېستونکي توپ اچوونکي ایوارډ ترلاسه کړی دی.

د ۲۰۱۹ کال نارینه غوره افریقایي لوبغاړي

یو ورځنیو لوبو کې ډوپلیسي، ټېسټ توپ وهونکو کې کوېنټن ډیکاک، شل اوریزو لوبو کې ډېوېډ مېلر او په نړیواله کچه د نوي غوره لوبغاړي جایزه بیا رسي ونډر ډوسېن ته ورکړل شوه.

ړړړړ.jpg

ښځینه لوبغاړو کې بیا لوبډلمشرې نېکرک، یو ورځنیو لوبو کې مریزېن کاپ،  شل اوریزو لوبو کې شبنم اسماعیل او د نوې ښځینه لوبغاړې جایزه چې پیل یې سږ کال کړی دی، ټومي شېکوکون ترلاسه کړه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی