ټولنیز ژوند روغه سټه

د سر وېښتان ولې توېږي؟

اعلان

په ټوله کې د وېښتانو د توېدو اصلي لامل د وېښتانو په پیازو کې اختلال او د غوړو غودو پیدا کېدل دي، خو دا ستونزمنه ده چې په هر چا کې د دې ناروغۍ لاملونه په ګوته کړو.

ناسمه تغذیه یعنې په دوامداره توګه د هغو خوراکي توکو مصرفول، چې په خپل ترکیب کې معدني مواد نه لري، د وېښتانو د توېدو اصلي لامل کېدای شي. دغه راز ذهني ناارامي، ډار، سټرېس او ځینې نورې ناروغۍ هم د وېښتانو د تلو لامل کېدای شي.

ډېری وخت تبه هم د دې لامل کېږي چې د انسان وېښتان له منځه ولاړ شي. مسمومه او یا میکروبي وینه او د الکولي مشروباتو څښل هم د دې لامل کېږي چې وېښتان تویې او کمزوري شي.

سر مو مساج کړئ
د دې لپاره چې سردرد مو ښه شي، سر مو مساج کړئ. که د لاسونو د دوو ګوتو په واسطه ورو ورو د خپل سر پوستکی وموښئ او مساج ورکړئ، نو په ډېر لږ وخت کې به د ډېرې ارامۍ احساس وکړی. سر او جمجمې ته مساج ورکول، په دې برخه کې د وینې جریان تېزوي او د سر پوستکي او وېښتانو ته د معدنې موادو د رسېدو لامل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.