نړیوال کرکټ

د پاکستان د ماتو لړۍ؛ نړیوال جام یې هم په ماتي سره پيل کړ.

پاکستان تر نړیوال جام مخکي د انګلنډ له لوري کلین سویپ سو وروسته افغانستان ورته په تمریناتي لوبه کښي ماته ورکړه ، له هغه مخکي یې هم په څو پرلپسې یو ورځنۍ لوبو کښي ماتي خوړلي وې او نن ورته په نړیوال جام کښي ویسټ انډيز تاریخي ماته ورکړه.

د نړیوال جام په لړ کښي نن د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د یاد جام دوهمه لوبه ترسره سوه چي ټاس یې ویسټ انديز وګټی او لومړی یې د توپ اچووني پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبډلي په ۲۲ اورونو کښي  د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ویسټ انډیز ته د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان په توپ وهوونکو کي بابر اعظم او فخرزمان ۲۲/۲۲ او وهاب ریاض ۱۸ منډي جوړي کړې.

د ویسټ انډیز په توپ اچوونکو کي توماس ۴ ، هولډر ۳ ، رسل ۲ او کاټریل یو پاکستانی لوبغاړی وسوځاوه.

ویسټ انډيز په ۵۰ اورونو کښي ټاکل سوی د ۱۰۶ منډو هدف یوازي په ۱۳.۴ اورونو کښي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې په اوو ویکټو وګټل.

د ویسټ انډیز لپاره په توپ وهنه کي کریس ګېل ۵۰ او پوران ۳۴ چټکي منډي جوړي کړې.

د پاکستان په توپ اچوونکو کي محمد عامر ۳ ویکټي ترلاسه کړې.

د نن لوبي غوره لوبغاړی توماس ونومول سو چا چي ۴ پاکستاني توپ وهونکي اوټ کړي وه.

سبا د یاد جام په لړ کښي دوې لوبي چي لومړۍ لوبه یې د نیوزلانډ او سریلانکا تر منځ او دوهمه لوبه د افغانستان او اسټرالیا تر منځ ده ترسره کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی