ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ړومبي نظر مینه

اعلان

لیکنه: مصطفی سالک

ډیر ځله داسې کیږي چې یو کس په ړومبي نظر پر یوې معشوقې مینیږي، دا له خوښۍ یوه لبریزه شیبه وي چې ډیرو انسانانو تجربه کړې ده، یو شمیر نقادان دا راز مینه یو کم عمره نفسي تمایل بولي، خو ډیرو د همدې لنډې شیبې پر بنسټ د تلپاتې مینې ماڼۍ هسکه کړې ده.

په دغه شیبه کې زړه درزیږي او زر، زر وینه پمپوي دغه مهال په مغزو کې د دوپامین په نامه ماده هم ډیره ترشح پیدا کوي چې د خوشالۍ لامل ګرځي

خوشاینده تجربه چې ښايي ډیرو تجربه کړې وي.

د یوې نړیوالې سروې له مخه چې  ۸۰۰۰۰ کسان په کې پوښتل شوي ښيي چې ۴۸ سلنه نارینه او ۲۸ سلنه ښځې په ړومبي نظر کتو کې مینان شوي دي.

ددې ډول عشق یو لامل دا ښودل کیږي چې معشوقه په لاشعوري ډول د عاشق د حسن له خاکې سره سمون خوري، چې یا یې د مخکینۍ معشوقې وې او یا یې ان د مور او پلار. په دې ډول عشق کې جنسي راښکون، مهرباني، صداقت او خوش طبعي ډیر رول لري.

دا مینه داسې ځواک بیامومي چې مین په ړومبي نظر لیدو مینیږي بیا چې له معشوقې بیل شي پر اړه یې فکر کوي او خپل خیالونه د هغې له تصوره تاووي په تصوراتي ډول هغه ښکلې کوي نو په حقیقت کې مین پر خپلو خیالو او تصوراتو مینیږي یو بیت دی.

په خیال مین یم د خیال رنګ و نور زما تخلیق دی

څومره ساده ده په ړومبۍ جلوه مغروره ښکاري

دا مینه کله کله بریالۍ خو ډیر وخت خطرناکه وي، ځکه خطرناکه وي چې مین د خپلې معشوقې مطالعه نه وي کړي او د هغې پر کمزوریو یې په لوی لاس سترګې پټې کړې وي، هره ستونزه چې وینې پرې سترګې پټوي او د خپلې خوشالۍ په خول کې ترې پټیږي خو یو وخت دا ستونزې او نیمګړتیاوې دومره ډیرې شي چې بیا یې هوارول ناشوني وي او مینه په ناکامۍ سره پای ته رسیږي

او ښځې د نارینه وو په پرتله ډیرې له داسې مینې په شا کیږي دا چې ښځې میندې جوړیږي نو د نارینه وو په پرتله په مینه کې ډیرې محتاطې او د ژور لید لرونکي وي همدا چې وپوهیږي چې دا هغه ډول نارینه نه دی چې ددې لپاره دې یو ښه میړه او د هغې د ماشومانو لپاره دې یو بریالی پلاروي له مینې لاس اخلي او د زړه په اور یې سړې اوبه تویږي.

د یوه نظر د مینې د تلپاتې کیدو لپاره اړینه ده چې مینان په پټو سترګو په یو بل پسې روان شي، په کار ده چې یو بل د یوه ریالیست په څیر مطالعه کړي او د صورت له ښکلا نه د سیرت ښکلا ته هم ښکته شي او وګوري چې په رښتیا دوی د یو بل نیمه برخه دي او د یو بل لپاره جوړ شوي دې کنه، که ځواب هو راووت ددوی مینه به تلپاتې شي او کنه زړونه به یې له یو بل ساړه شي او په خپلو لارو به روان شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل