سپورټ نړیوال کرکټ

د استرالیا او هند له لوبو وړاندې، د ویرات کولي په اړه د فینچ او جانس خبرې

لیکنه: ياران

لیکنه: بهار سمسور

د اسټرالیا او هندوستان تر منځ د لوبو د پیل وړاندې رسنیو د مشرانو لوبغاړو ځينې خبرې چې د دواړو هېوادنو د لوبډلو تر منځ يې د ګیلې مانې بڼه هم لرله خپرې کړې. لومړی هندي لوبډل مشر ویرات کوهلي اسټرالیا ته تر روانیدو وروسته رسنیو ته وویل اسټرالیا يې تر اوسه کوم خاص عزت نه دی کړی، خو تمه لري چې دا سفر به يې ښې خاطرې له ځان سره ولري.

اسټرالیاوي مېچل جانسن هم ویلي و ویرات کوهلي هغه شان نه دی څومره چې دی په کریکټ کې تکړه دی. عین حال کې پرون اېرون فېنچ او کوهلي د لومړي شل اوریزه سیریز جام په غبرګو لاسونو کې ونیوه او له هغې وروسته يې رسنیو سره خبرې درلودلې. اسټرالیاوي کپټان ایرون فېنچ وویل ویرات کوهلي د نړۍ بهترین لوبغاړی دی. هغه داسې لوبه کوي چې د ده له فکره هم لوړه حسابیدلی شي.

ده ویلي هغه د هر چا په خوښه لوبه کوي، هغه له هرې ورځې هرې لوبې او هرې شیبې سره اړوند لوبه کوي. د ویرات کوهلي لوبیدل زموږ خلاف زموږ لپاره ښه زیری نه دی او هغه یو داسې لوبغاړی او لوبډل مشر دی چې هر وخت خپلې لوبډلې ته لوبه ګټلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې هندوستان به د اسټرالیا سفر د چهار شنبې په شل اوریزه سیریز پیل کړي چې د دریو شل اوریزه لوبو وروسته به څلور ټېسټ او درۍ یوه ورځینۍ لوبې د اسټرالیا په بېلابېلو لوبغالو تر سره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران