کلتور او هنر

دغې مشهورې فلمي ستورې پائل چکرابرتي ځان وواژه!

یو شمېر رسنۍ وایې، د هندۍ سینما مشهورې او ښکلې اداکارې پائل چکرابرتي ځان وژنه کړې.

پائل چکرابرتي د هندۍ سینما د بنګالي فلمونو او ټلویزیون تکړه او ښکلې اداکاره وه چې تېره ورځ یې د مرګ خبرونه خپاره شول.

په خپاره شويو رپوټونو کې ویل شوي، د فلمي لوبغاړي پائل چکرابرتي جسد وړمه ورځ په یوه هوټل کې له یو کوټې راویستل شوی.

هندۍ رسنۍ وایي، چکرابرتي تېره ورځ مغربي بنګال کې سلي ګري ته نژدي یوه هوټل کې وه چې بیا یې مړي د همدغه هوټل له یوې کوټې څخه راویستل شوی.

پولیس وایي، تر اوسه د چکرابرتي د ځان وژنې په تړاوو څېړنې نه دي بشپړي شوي، خو په خبره یې تر اوسه شوي څېړنې ښيې چې ځان وژنه یې کړې.

دغه فلمي ستورې په بنګالي فلمونو کې د کار کولو تر څنګ د ډرامو مشهوره اداکاره هم وه.

پائل چکرابرتي د هندوستان د جنوبي کلکتې څخه وه، په تړاوو یې خپاره شوي رپوټونو کې راغلي، دوه ورځې وړاندې سلي ګري کې د سړک د غاړي په یوه هوټل کې شپه کړې.

د هوټل مسؤلینو په خبره چې دغې فلمي لوبغاړې د ماښام مهال د کوټې دروازه خلاصه نکړه چې همدغه کار د هوټل د کارکوونکو د تشویش وړ شو. دوی زیاته کړې چې یې دروازه وليدله نو په خبره یې له دننه څخه بنده شوې وه.

د هوټل مسؤلینو وایې کله يې چې دروازه خلاصه کړه، ویې ولیدل چې په کوټه کې د فلمي ستورې پائل چکرابرتي مړی پروت دی.

پولیس وایي لومړیو څېړنو ښودلې چې دغې فلمي ستورې ځانه وژنه کړې، خو په تړاوو یې تحقیقات جریان لري.

بل لورته د دغې فلمي لوبغاړې پلار ویلي؛ لور یې د څه مودې رادېخوا د خپل خاوند څخه جدا شوې وه، چې دغه جلوالی یې د لور د ذهنی خفګان لامل ګرځيدلي وه.

د یادې اداکارې یو زوی و، نور کوم اولاد یې نه درلود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی