اقتصاد

فلم (سمبا) په دوو اونیو کې تر ۳۰۰ کروړه زیاتې پیسې ګټلي

د بالیوډ مشهور فلم ستوري رنویر سنګهـ تازه ریلیز شوي فلم (سمبا) په دوو اونیو کې تر ۳۰۰ کروړه څخه زیاته ګټه کړې ده،.

د مشهور فلم لارښود روهیټ شیټهي فلم سمبا د ریلیز کېدو د لومړۍ ورځې راهیسي مینوال پر خپل طرف رامات کړي دي او تر اوسه د فلم د لیدونکو او مینوالو بازار ښه ګرم پاتې شوی دی.

دغه فلم په تېرو دوو اونیو کې یوازې په هندوستان کې تر ۲۰۰ کروړه هندۍ کلدارې ګټلي، ددې ترڅنګ د هندوستان په شمول یې په ټوله نړۍ کې ۳۵۰ کروړه هندۍ کلدارو ګټه کړې ده.

د ۳۵۰ کروړه هندۍ کلدارو د زیاتو پیسو تجارت سره سره دغه فلم (سمبا) ځیني ریکارډونه هم جوړ کړل.

په دغه ریکارډونو کې دا شامل دي چې دا د فلم د لارښود روهیت شیټهي د فلمونو له ډلې اتم فلم دی چې ۱۰۰ کروړه ګټه وټه کوي او همدا راز د نوموړي اداکار د دریم فلم دی چې تر اوسه یې ۲۰۰ کروړه هندۍ کلدارو ته خپله ګټه رسولې ده.

همدا راز دا فلم د رنویر سنګهـ د فلمي ژوند لومړی داسې کامیاب (مرکزي کردار) فلم دی چې پيل یې داسې په شانداره ډول سره کیږي، تر دې وړاندې د نوموړي یو بل پيل (پدومات) هم همداسې شو، خو په هغه فلم کې د رنویر سنګهـ تر څنګ شاهد کپور هم مرکزي رول لرونکی وو.

د هندوستان سېنما د فلم مشهور څارونکی ترن ادرش وایي چې د فلم (اړی) او (ایکسیډنټل پرائم منسټر) د خپرېدو او تازه ریلیزو کېدو سره سره بیا هم سمبا په باکس افس کې د ښې ګټې سره مخکې روان دی.

د یادولو ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې فقط د پدماوت فلم د ریلیز کېدو څخه وروسته ۱۵ ورځو کې ۳۵۰ کروړه پیسې ګټلې وې په داسې حال کې چې د تېر کال یو بل فلم (سنجو) په ۱۵ ورځو کې د ۳۰۰ کروړه هندۍ کلدارو په ګټه بریالی شوی وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی