ساینس او ټیکنالوژي

ایا پر خپله «فکري ټکنالوژۍ» مو فکر کړی؟

کله مو فکر کړی، چې ستاسې فکر تر ټولو غوره او پرمختللې ټکنالوژي ده؟

ډېر کسان د ځان د مدیریت او ودې لپاره د خپل فکر ټکنالوژي کاروي. انسان د خپل ناخوداګاه ضمیر د لارښوونې او پلانولو لپاره د فکر له ټکنالوژۍ کار اخلي. ستاسې په ذهن کې ډېر څه موجود وي، خو پر هغې کار نه وي شوی او دا فکر او د فکر څرنګتیا ده، چې ستاسې ناخوداګاه یا لاشعور را ویښوي او د ایجاد او ابداع لامل ګرځي.

هغه کسان، چې د خپل فکر پر ټکنالوژي باورمن وي، پرمخ یې د پرمختګ ټولې لارې پرانېستې دي.

ټکنالوژي او هر بل انساني ایجاد د انساني فکر زیږند دی. ستاسې فکر ستاسې د نن ورځې ټکنالوژي خالق دی، پس دا ویلای شو، چې زموږ فکر خپله یوه عالي ټکنالوژي ده. دا اوس په موږ پورې اړه لري، چې له دې ټکنالوژۍ نه څه ډول ګټه اخلو؟!

د بري او ناکامۍ په تړاو ستاسې دواړه فکرونه پرځای دي، خو مثبت فکر ستاسې ژوند جوړوي. برعکس په منفي افکارو سره ستاسې ژوند په دوزخ بدلیږي. هغوی، چې مثبت فکر کوي وده او پرمختګ کوي، ځکه فکر یې د ودې او پرمختګ پر لور سوق کیږي. که تاسې خپل ژوند د مثبتې روحیې په سیسټم مدیریت کړﺉ، په ژوند کې به مو ژور بدلون راشي. د انسان فکر ډېری له باورونو سرچینه اخلي او پر انساني فکر او دماغو د قانون په څېر واکمن دي. که ستاسې باورونه مثبت او غوره وي، ژوند او شخصیت مو وده ورسره کوي، خو که باورونه مو منفي او پرېوتي وي، فکر مو هم تر اغیز لاندې راولي او دا په لوی لاس پر ځان د ودې او پرمختګ د لارې ډب کول دي.

تاسې خپل ناخود اګاه حالت ته پلان او پروګرام جوړولای شى. لکه په کمپیوټر کې، چې فایل په نوم او تورو را پیدا کوﺉ په خپل ناخوداګاه ضمیر او ذهن کې هم دا کار کولای شى. څومره، چې ویښ او متمرکز وﺉ، هومره مو هوښ کار کوي. له ځان نه پوښتنې وکړﺉ، ځان ته ډاډ ورکړﺉ، چې ډېر څه کولای شى او ټول نبوغ مو په وجود کې را غونډ دی. په دې باورمن اوسئ، چې خپل فکرونه عملي کولای شى او یوه ځای ته به رسیږى.

که له تاسې سره دا فکر وي، چې انجنیر کیږﺉ، په همدې مثبت فکر خامخا انجنیر کیږﺉ. که یوڅو ځله په ریاضیکي مضامینو کې پاتې شوﺉ، ځان منفي افکارو ته مه سپارﺉ، ځکه منفي افکار مو د انجنیر کېدو مخه نیسي، خو که دا فکر کوﺉ، چې «ځه دا خو پکې راځي»، راتلونکی ځل به کوښښ وکړم، چې په هیڅ مضمون کې پاتې نه شم، دغه مثبت فکر تاسې تر خپل منزل پورې رسولای شي.

نن سبا عامه ټکنالوژي پر دې کار کوي، چې څنګه فکر کنټرول کړي، خو دا هم د فکر محصول دی. د فکر ټکنالوژي تر هغه څه لوړه ده، چې نن سبا یې موږ د عامې ټکنالوژۍ په توګه پېژنو. تاسې که هرڅومره د ورځې دود ټکنالوژیکو توکو ایفون موبایل، روباټیکو څیزونو ته لاسرسی ولرﺉ، ستاسې له پرمختګ سره یوازې د یوې وسیلې په توګه مرسته کوي اوبس، خو که د خپل فکر ټکنالوژي چې موبایل او روباټ یې هم محصول دی، وکاروﺉ، ستاسې فکر، وړتیاوې، حافظه او د پېژندنې او درک قوت ټول ورسره لوړیږي. ډېرکسان له دې امله خپله فکري ټکنالوژي له لاسه ورکوي، چې د نورو د فکر پر محصول ( ټکنالوژۍ) متکي وي. تاسې شپه او ورځ په کمپیوټر کې کار وکړﺉ، دا د بل چا د فکر محصول دی او تاسې یوازې تقلیدي عمل کوﺉ، یا د یوې وسیلې په توګه کار ترې اخلﺉ، خو که تاسې خپل فکر وکاروﺉ او په دې ټکنالوژي کې د یوه نوي څیز پر ابداع او ایجاد غور وکړﺉ، دا به ستاسې د فکر ابداعي عمل وي.

ستاسې په ذهن او فکر کې همدا اوس انلاین ټکنالوژي موجوده ده. تاسې همدا شیبه لکه د انټرنېټ نړۍ، چې زرګونه خلک سره نښلوي، په خپل ذهن او فکر کې په زرګونو مفاهیم سره رد او بدل کوﺉ. زه نه وایم، چې له نوې ټکنالوژۍ سره سراوکار مه لرﺉ، نوې ټکنالوژي تاسې ته د نوي فکر او ذهن ایډیا درکوي، خو ستاسې تفکر باید ثابت حالت ته رانه شي او تل په حرکت کې وي. پر یوه نوي څیز غور وکړي او دا نوی څیز یوه نوې ایډیا او نوې ټکنالوژي وزیږوي. ټکنالوژي تاسې تر یوه محدود وخت پورې شتمن او پاموړ ساتي، چې کال پرې تېر شي، ورو ورو خپل ارزښت له لاسه ورکوي، خو شتمن او مبتکر ذهن او فکر ستاسې ارزښت دوامدار ساتي او د ټکنالوژۍ تولیدګر اړ دي، چې ستاسې پیروان پاتې شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */