بریا او پرمختګ

د ماتي سره د مقابلې په زړه پوري لاري

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د هغي مقولې له مخي چي وايي: ژوند له لوړو او ژورو څخه ډک دئ، دا په ډاګه ويلای سم چي موږ اکثره خامخا په ژوند کي ناکامه سوي يوو چي کېدای سي پر موږ باندې ځیني ضرري اثرات هم کړي وي، خو موږ ته لازمه ده چي د ماتي او ناکامۍ سره د مخامخېدو او د هغوی له منفي تاثیراتو څخه د مخنیوي له پاره باید ورسره مقابله وکړو.

خسرو تاش د کوچنیانو او ځوانانو د برخي مشاور په خپل هغه یاداښت کي چي تاسې ورپسې لولئ د ناکامۍ سره د مخامخېدو پر مهال څو په زړه پوري روشونه تشرېح کړي دي:

طبیعي خبره ده چي ټول انسانان په ژوند کي ستونزي لري او هر څوک کوښښ کوي چي څنګه پر خپلو مشکلاتو بریالی او کامیاب سي. له مشکلاتو سره د مقابلې ډول، د هر شخص په ژوند کي د توازون په ساتلو کي خورا ټاکونکی رول لري. موږ دلته یو شمېر هغو مواردو ته اشاره کوو چي ستاسي سره د ناکامۍ سره د مخامخېدو په صورت کي مرسته کولای سي. ددې له پاره لاندي مواردو ته دقت وکړئ:

۱ـ خپل احساسات په مشخص او واضح ډول وپېژنئ

هرکله چي فرد په عاطفي بحران اخته کېږي یو څو معلوم احساسات ورته پېښيږي. لکه:

الف: اضطراب؛ چي په دې کي د وېري، عصباني کېدو او خطر منلو احساسات شامل دي. په واقعیت کي اضطراب د تهدید ځای د درک کولو په مقابل کي غبرګون دئ.

بـ افسردګي؛ چي په دې کي د کمزورۍ، ناهیلۍ، بې ارزښتوب، او د خپګان او غم احساسات شاملېږي.

جـ خښم؛ دا یو داسي احساس دئ چي د يوې عمیقي ناکامۍ په سبب رامنځ ته کېږي چي ځیني وختونه نورو يا حتا خپل ځان ته کلامي يا بدني زیان رسول هم پکښي شاملېږي.

احساسات، داسي نښانې دي چي د مشکل له شتون یا عصبي فشاره وي. د دوئ پېژندل د مشکل د لېري کولو له پاره لومړنی کار دئ. هرکله چي فرد د خپلو احساساتو بشپړه پېژندګلوي ولري او دا احساسات د بېروني یا دروني مشکل د شتون نښه وګڼي، بیا کولای سي چي د مرسته کوونکو سرچینو د بررسي کولو په لور بل ګام واخلي.

۲ـ د خپلو افکارو تحليل او تجزیه مه هېروئ

هرکله چي په رواني فشار یا سټریس اخته ياست، کوښښ وکړئ چي وخت وپېژنئ او د هغه پېښي په باره کي خپل احساس هم تحلیل کړئ. کېدای سي په عادي وخت کي خپلو افکارو ته متوجه و نه اوسئ خو باید پوه سئ چي دا افکار ستاسي پر احساس او عمل باندي خورا ژور تاثیر پرېږدي. کېدای سي د خپلو غیر منطقي افکارو له لاري په لاشعوري ډول خپل د فشار احساس زیات کړئ. ددې موضوع د لا ښه څېړلو له پاره لازمه ده چي هغه روشونه چي یو فرد خپل افکار په غیر منطقي ډول منظموي او د ځای او موقعیت د تحریف سبب کېږي، وڅېړو. دا ځکه چي له دې افکارو د معلوماتو په پیداکولو سره، کولای سو چي هغوی په ښه ډول کنټرول کړو.

د غیر منطقي تفکر ډولونه

۱ـ شخصي کول؛ ځان ته د دباندینیو پېښو نسبت کول چي واقعیت بل څه وي (هغه نن راسره د زړه د اخلاصه روغبړ ونه کړ، حتمن راڅخه خوابدی دئ).

۲ـ د شواهدو انتخاب؛ له مثبتو تجربو څخه انکار او پر منفي پېښو او ناکامیو باندي د تمرکز په معنا اخیستل سوی دئ. په دې معنا چي فرد په انتخابي ډول د خپل شاوخوا محیط د منفي غبرګونو او پایلو باندي تمرکز کوي.

۳ـ له موضوع څخه بلا جوړول؛ په دې حالت کي فرد موضوع ته هومره اهمیت ورکوي چي له هغه څخه بلا جوړه کړي (دولسم مي خلاص نه کی، زه لياقت نه لرم، فکر کوم هیڅکله به فارغ التحصل نه سم).

۴ـ باید او نباید؛ په دې حالت کي فرد ځان د داسي کارونو کولو ته مجبوروي چي د هغو د کولو علاقه نه لري (زه هیڅکله باید ونه ژاړم، دا کار د نورو په حضور کي ښه نه معلومېږي).

۵ـ د خپل درک دوه قطبي تفکر؛ نور او فرصتونه کاملاً ښه يا کاملاً بد دي. په دې نظر کي منځلاری فکر نسته (که ۱۹ نمرې یوسم اصلاً ښه نه دي، دا لکه ۱۰ نمرې مي چي وړي وي).

۶ـ د ژوند ګړندیتوب؛ له کافی شواهدو پرته حکم کول (هغه زما سره ښه نه دئ، ولې خپل کتاب ما ته را نه کی).

۷ـ تورنول؛ د ځان یا نورو یو یا څو افکار او د هغوی افراطي تعمیم مثلاً (زه د پخلي په مسابقه کي ګټونکی نه سوم، ما هر وخت بایللې وي).

دا د غیر منطقي تفکر له مواردو څخه ول چي د اضطراب پر مهال لا ډېر فشار زیاتوي. لکه څنګه چي دا طریقې زده کېږي، کولای سو چي د اضطراب پر مهال منطقي تفکر او سالمي طریقې هم وخت پر وخت زده کړو. رښتيا دا دي چي باید د مخیکنیو مطالبو مطابق لومړی خپل احساسات وپېژنو او خپل تفکرات تحلیل او تجزیه کړو چي آیا په داسي تحریفاتو کي خو به را ګیر نه يو، که وو، نو باید د مسایلو په وړاندي د خپل درک طریقې تغیر کړو. په دې باید پوه سو چي کېدای سي یو فرد و نه سي کولای چي بهرنی موقعیت تغیر کړي خو دا بیا حتمن کولای سي چي د خپلي مفکورې په تغیر سره ئې پر ځان د هغو تاثیر تغیر کړي.

په پای کي د ماتي سره د مقابلې له پاره لاندي ټکیو ته پام وکړئ:

۱ـ د يوه ښه او اطمیناني دوست يا يوه مشاور په شان ملاتړي پیداکړئ.

۲ـ ځان د شرایطو سره مخامخېدو ته چمتو کړئ؛ چمتو کېدل یعني فرد د مشکل د سته والي د درک په صورت کي خپل ځواک تجهیزوي چي وکولای سي مسله حل کړي.

۳ـ خپل محدودیتونه وپېژنئ؛ دا مورد د مخیکیني يوه سره هم مرسته کوي داسي چي فرد د خپلو اړتياوو د برطرفه کولو له پاره د خپلو وړتیاوو او محدودیتونو په چوکاټ کي خپلي وړتیاوي تجهیز کړي. هغه څوک چي تر خپل توان وتلي غوښتني او تمي ولري، پر ځان باندي باور بایلي. په پایله کي ویلای سو چي خپلو محدودیتونو او د کمزورۍ ټکیو ته پاملرنه خورا مهمه ده.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي