13433356_1011674942242081_6017835255046536704_o

د بخش اباد بند تړون لاسلیک شو

د ارګ خبرپاڼه : د چارشنبې په ورځ په ارګ کې د فراه ولایت د بخش اباد بند تړون د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني او د هایدرو ارک ایټالوي شرکت رئیس کاتیلو سیلیتو ترمنځ لاسلیک شو.ددې تړون د لاسلیک پر مهال ولسمشر اشرف غني هم موجود و . ارګ وايي ، د یاد تړون د لاسلیک په مراسمو کې د فراه والي او په ملي شورا کې د یاد ولایت استازو هم برخه لرله . په پيل کې د اوبو او انرژي وزیر وویل، د افغانستان د اوبو د سرچینو د انکشاف لپاره نوي پیل ته اړتیا لرو چې مشخص، تېز او په ډاډ ګامونه واخیستل شي چې د جمهور رئیس په لارښوونه لومړي ګامونه اخیستل شوي دي.

علي احمد عثماني د بخش اباد بند په اړه د معلوماتو ورکولو په هکله وویل، د حکومت د ژمنو د تحقق مقدمات وخت ته اړتیا لري او هغه باید تحمل کړو، او د شته امکاناتو او توانایي په حد کې د خپلو ژمنو تحقق ته مصمم یوو. هغه زیاته کړه، اوبه زموږ او راتلونکو نسلونو ګډه خزانه ده او زموږ رسالت دادی چې خپلې اوبه مدیریت کړو.

عثماني څرګنده کړه، په ۱۳۹۲ل د بخش اباد بند تفصیلي ډیزاین له پاکستانۍ کمپنۍ سره د اوبو او انرژي وزارت له لارې لاسلیک شو، خو کار په ځنډ تر سره کېده او د رضایت وړ نه وو او له همدې امله ملي تدارکاتو کمیسیون دا تړون فسخه کړ.

د اوبو او انرژي وزیر ټولو هغو شرکتونو اکمپینو ته چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه کوي په خطاب کې وویل، موږ د دې باوجود د هر هغه ظرفیت چې هېواد ته راوړل کېږي هرکلی کوو، مګر پڅ حرکت نه منو، یا باید پروژې په سرعت او لازم کیفیت ترسره شي او یا فسخه او متوقفې شي او بیا له سره قرارداد وشي.

هغه د اوبو او خاورې د ساتنې ارزښت ته په اشارې وویل، همغسې چې موږ باید د خاورې او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته پاملرنه وکړو، د اوبو مهار او د ابي منافعو خوندیتوب هم اړین دی.

د هایدرو ارک ایټالوي شرکت رئیس کاتیلو سیلیتو وویل، زموږ لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې دا مهم تړون لاسلیکوو. هغه د اوبو مدیریت د حکومتوالۍ له ښو علایمو څخه وبللې او وې ویل، هیله من یم چې یاده پروژه په ښه توګه ترسره کړو.

د فراه والي محمد اصف ننګ وویل، د دې پروژې په پیلولو سره د فراه د خلکو څلوېښت کلنې هیلې ترسره کېږي. هغه وویل، د فراه هوایي ډګر بشپړ شو، ریګي ترانزیتي پل چې څلور ولسوالۍ سره نښلوي ژر به بشپړ شي او د هغه ولایت دوه سوه بستریز روغتون هم په نږدې راتلونکي کې بشپړېږي.

اصف ننګ وویل، دا پروژه د فراه ترازنزیتي جغرافیایي ارزښت زیاتوي او د هغه ولایت په اقتصادي او د کرنیزو محصولاتو په وده کې مرسته کولی شي.

د یادونې وړ ده چې دا تړون د څلورنیم میلیون ډالرو په لګښت د بخش اباد بند تفصیلي ډيزاین په کې شامل دی چې د هایدرو ارک ایټالوي شرکت او د هلمند ساختماني دستګاه له لوري په ګډه ترسره کېږي.

بخش اباد بند د هېواد په جنوب لویدیځ کې په فراه رود کې موقعیت لري او د دې بند د ساختماني کار په بشپړولو سره چې په ۱۸ میاشتو کې د دولت له انکشافي بودجې څخه ترسره کېږي یو میلیارد او درې سوه میلیون متر مکعب اوبه به یې په کاسه کې جمع شي چې د ۲۷ میګا واټه برېښنا د تولید ظرفیت به ولري ..

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.