خواړه

د روژه ماتي لپاره فرېني په دې ډول تیاره کړئ

لیکنه: ياران

ژباړه: نسیمه محمدي

د روژې په میاشت کې د روژه ماتې لپاره د فرېني پخول خاصو ټکو ته ضرورت لري.
فرېني او خوږې وريجې یو له خوندورو او سپکو خوړو څخه دي. فرېني یو له سپکو خوړو څخه ده چې د روژه ماتې په وخت له خوړو مخکې وخوړل شي.
اړین توکي:
• شیدې درې ګېلاسه
• د وریجو اوړه ۱ ګېلاس
• اوبه درې ګېلاسه
• بوره ۲/۳ کېلاسه
• ګلاب ۳ د خوړو قاشقې
• زعفران د اړتیا په اندازه

د پخولو کړنلاره:

فرېني په څو ډوله او څو مرحلو پخېږي. ډېری کسان د فرېني پخولو لپاره لومړی بوره او د وریجو اوړه په سړو اوبو کې حلوي، په اور یې ږدي تر څو مایع په جوش راشي. کله چې مایع په جوش راشي اور کم کړئ تر څو ونه سوځي غلیظه او پخه شي. هڅه وکړئ فېريني د څمڅۍ سره وخوروئ چې دېګ پورې ونه نښلي او غوټې غوټې نشي. وروسته ګلاب او زعفران اضافه کړئ تر څو چې ټینګ حالت ته ورته کېږي و یې خوروئ.

د فرېني په خوړلو کې دقت وکړئ. د فرېني ډېر مصرف ستاسې لپاره مضر دی. فرېني ډېره کالوري لرونکي خواړه دي. تاسې ته وړانديز کېږي چې د ډوډۍ خوړلو وروسته یې ونه خورئ. ځکه ژر چاقوونکې ده هڅه وکړئ له ډوډۍ خوړلو مخکې مصرف کړئ تر څو کالوري مو زیاته نشي. ډېری په دې باور دي چې فرېني له بورې سره چاقوونکې ده، خو که د بورې په ځای شات ګډ کړئ نو ډنګره وونکې ده.

فرېني د ماسپښیني، مخکې له ډوډۍ یا حتی په ماښامنۍ کې مصرف کړئ.

همدارنګه د ساده فرېنۍ څخه د ماشومانو لپاره ګټه واخلئ.

تاسې کولای شئ د فرېنۍ د ډيزاین لپاره د زعفران، ناریال پوډر، کاکاو، د بادام او پستې خلال څخه ګټه واخلئ.

سرچینه: آسان طب

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران