کلتور او هنر

پر پښتو شاعرۍ د فېمينستي افکارو اغېز

لیکواله: کائنات سعادت

د فیمینستي افکارو له مخې د انساني ټولنې په ژوند کې د انسان مقام او د ځایګي په ټاکنه کې جنسیت اساسي نقش لري پر همدې اساس فیمینزم (Feminism) دخپل فعالیت محور په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، مذهبي او حتا په فردي ژوند کې جنیستي برابري، د ښځو اړوند او دهغوی حقوقي مسایل ګرځولي دي.

دغه خوځښت د ۱۸ زیږدیزې پیړۍ په ورستيو کې هغه مهال پیل شو چې په مرد سالاره ټولنه کې د میرمنو پر وړاندې د ستونزو او محدودیتونو اړوند نظرونه عام شول، د رایې د حق ترڅنګ د کار حق، د زدکړو، د واده د انتخاب د برابر مزد او د مذهبي ازادۍ حقونه هغه څه وو چې د فیمېنستي خوځښتونو له پاره اساسي موخې و ټاکل شوې.

هرڅو که په افغاني ټولنه کې لا وار د مخه په ځینو بڼو د ښځو د حقوقو او د ژوند د هوساینې لپاره غږ پورته کړای شوی و او همدا ډول په ټولنیز ژوند کې اساسي او مهم نقش په ځينو برخو کې ورکول شوی وو خو د یولسم سپتمبر له پیښې وروسته چې افغانستان ته نړیوالې ټولنې لاسونه را وغزول او همدا ډول د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې مدني ټولنې جوړې شوې او د ښځو د حقونو اړوند ورکشاپونه او روزنيز کورسونه دایر شول یو ځل بیا په نوې بڼه د ښځو د حقوقو په لورې د خلکو پام را وګرځول شو.

اساسي او د پام وړ خبره لا دا وه چې په افغانستان کې د ښځو د ژوند او دهغوی پر وړاندې د ستونزو او کشالو پر تړاو مسلکي سروې ګانې وشوې او دې ته یې لاره هواره کړه چې د افغان میرمنو د ژوند په اړه خبرو او بحثونو ته دروازې پرانستل شي.

په لوسته طبقه کې د ښځو اړوند بحثونو کې فیمنستي افکار هم مطرح شول او دا ددې پیلامه شوه چې فېمنستي افکار د افغان میرمنو پر فکر او کړنو اغیز وکړي.

افغان ښځينه شاعرانې چې په خپله ټولنه کې تر نورو هغوی زیاتې تر فشار لاندې او بندېزونو سره مخ وې په خپلو شعرونو کې دې لوري ته پام را وګرځوه او د ښځو د حقونو او ژوند هوساینې له پاره یې غږ وچت کړ.

د ښځو د ژوند او دهغوی د حقوقو په اړه نوي نظریات وړاندې کول او دهغوی د مرحومیتونو یادون تر معاصرې شاعرۍ لا وړاندې زمونږ په فلکوریکو ژانرونو کې له پامه نه وو غورځېدلي.

په لنډيو کې د ښځو د حقونو او محرمویتونو ډيره یادونه شوې په کاکړيو غاړو کې پر ښځو د بندیزونو او د هغوی د خوښيو تروړلو ډيرې کیسې بیان شوي دي او بیا په ولسي نکلونو کې که یو لورې میرمنې اتلانې او قهرمانانې معرفي شوي خو ترڅنګ یې د هغوی له کړاوه د ډک ژوند انځور هم ښودل شوی دی.

د فېمينزم تر اغیز لاندې فعالو خوځښتونو وخت پر وخت خپل تکتیکونه نوي کړي او پر غوښتنو کې یې بدلونونه او نیوالی راوستی دی. لا په غرب کې په لومړيو کې د ښځو له پاره په سیاسي ډګر کې فعالیت مهم وبلل شو او دهغوی له پاره د مساوي رایې حق غوښتنه مطرح شوه، دې هدف ته رسېدو وروسته په دولتي اداراتو کې د کار کولو حق بله غوښتنه وه چې غوښتونکو یې تر لاسه کړه د مساوي حق مزد خبره یاده شوه او دا یې هم عملي کړه.

دغه خوځښت د لبرال فېمينزم تر درشل رارسیدو پورې په یو نوي رنګ کې راښکاره شو او دلته په فردي ازاديو باندې ټينګار وشو په ټولنیز ژوند کې خپلواکي، په خپله خوښه واده، زدکړې او آن فرهنګي مسایلو کې هم د خپل واکۍ خبره را مخکې شوه. د لبرال فېمينزم افکار پر دې هم راڅرخېدل چې ښځه د مذهب په برخه کې هم ازادي او خپلواکي لري او د نارينه تر مذهبي اغیز ځان خلاصولای شي.

دا په دې معنا چې دغه خوښځت د زمان او مکان شرایطو ته په کتو خپل رنګ او غوښتنې نوې کړي او په خپله ټولنه کې د عملي کېدو له پاره یې کار ورته شوی دی.

اوس چې افغان میرمن تر یوه بریده را بیداره شوې او په ډيرو برخو کې یې خپل حقونه تر لاسه کړي یا په ځینو برخو کې لا هم له مشکلاتو سره مخ ده حق لري چې خپل مسایل په هنري بڼه وړاندې کړي او د حل له پاره یې د خلکو پام را واړوي.

په افغان ښځینه شاعرانو کې ځینې هغه یې په خود اګاه یا ناخوداګاه ډول ددې لارې پلویانې دي او خپلو شعرونو کې یې ددغه فکرونو خورولو له پاره یې شاعرانه غږ وچت کړی دی.

زه یې د څو هغویو شعرونه او د شعرونو بیلګې دلته راوړم او وبه ګورو چې تر کومې کچې افغان میرمنو د فېمينستي افکارو څخه په ګټه اخیستو خپله خبره کړې ده.

افغانه پیغله

زه خپل غږ پورته کومه
نور نو غلې نه کــښینمه
د رواج په ځـنځـیرونو
به تر څـو تړلې ومــــه
دغه حق اسلام راکړی
دا هیچا ته نه پرېږدمه
د تعلیم په ګاڼه زه به
مې خپل ځان سینګارومه
زه به ټول مخالفین خپل
مــــــلاتــړې جــــــوړومــه
په ځان ظلم او زیاتی نور
د ذرې هم نه زغــــــمــمه
که مې غوږ پرې کړي که پزه
خپل همت مې نه بایـلــــمـه
ښځه کور او یا د ګوره ده
دا متل یې نه منــــــــمــه
دغه کور او تور ذهنونه
د رڼا لور ته بلــــــــــــمه
چې څوک نه پوهېږي بس نو
هیڅ پروا یې نه لرمه
دغه لاره به هم کله
زه پرې نږدمه که مرمه
شجاعت او افغانیت ته
مــــې نړۍ حــــیرانومه
زه افغانه پیغله یــــــمه
زه افغانه پیغله یــــــمه
«زرغونه وفا ځاځۍ»

د آغلې زرغونې وفا ځاځۍ په دغه شعر کې مونږ وینو چې که له یو لورې د رواج د ځنځيرونو یادونه شوې او له دغه ځنځیرونو د خلاصون خبره کيږي نو بل لورې شاعره ښځو ته دا غږ هم کوي چې دیوې میړانې په توګه د ژوند په ډګر کې فعاله راښکاره شي او د سر په بیه خپل حقونه خوندي کړي. آغلې وفا د زدکړو د حق یادونه کوي او د رڼا په لاره په سفر او قدم اخیستو مرګ هم قبلوي خو همت او حوصله له لاسه نه ورکوي.

زما لــــــــه ټولــــــــــــو بې وسیو سره سم روان وي
چېرته چې ځي کله پوره او کلـــــــــــــه کم روان وي
«اسما لمر»

خاورې ده زما د ژوند د هرې تمنا کيسه
مه يې اوره ډېره دردوونکې ده زما کيسه
«زرمینه اورښت»

نور د څلورو دیوالونو نړیدل غواړمه
نور نو له مانه دا تربته زندګي نه کیږي
«حیا الوت»

ما په غمو کې د ژوند هره خوشالي تېره کړه
خزان خزان مې هره ورځ د پسرلي تیره کړه
«زمزمه نیازۍ»

په پورته یاديو شویو شعرونو کې مونږ ګورو چې افغان میرمنو شاعرانو د خپل ژوند له ناخوالو یادونه کړې او تر کومه پورې چې ناخوالې په ګوته نه شي په اړه یې خبرې ونه شي مونږ نه شو کولای چې دهغې له پاره د حل لارې پیدا کړو، دغه شاعرانې دي چې دوی د خپل ژوند ستونزې را اخیستې او بیا ددغه ستونزو د حل له پاره مبارزه کیږي، هغه که د زدکړو په برخه کې ده که ټولنیزه ستونزده ده او که نوره د ژوند کولو او انتخاب په برخه کې ده.

ﺯﻣﺎ ﺩ ﺳﻘﺎﻁ ﭘﻪ ﭘﯿﺴﻮ ﻭﺍﺧﻠﺊ ﮐﺘﺎﺑﭽﯥ ﺍﻭ ﻗﻠﻢ
ﺍﻭ ﺩ ﺧﯿﺮﺍﺕ ﭘﻪ ﭘﯿﺴﻮ ﺟﻮﻧﻮ ﺗﻪ ﮐﺎﻟﻲ ﺩ ﻣﮑﺘﺐ
«خوږه شیرزاد»

پوی شوم چې ژوند کې ناهیلي د بریا لاره نه ده
ماتې ډیوې نه د رڼا خبرې زده کړلې ما
«شفیقه خپلواک»

نور مي نه رسیږي زور درپسي ژاړم
مجبوري ده چي پر کور درپسي ژاړم
«خاطره فیضي»

زما د دې کلي
نصيب
او حالات
داسې شولو
چې اوس د خپل وجود د سيوري نه هم زه ويريږم
راځه اشنا
چې چرته بل کلي ته کډه يوسو
«سيده حسينه گل»

زما د ژوند تر ټولو ستره فیصله چې کېده
زما لالا ما سره یو ځل مشوره ونه کړه!
«خوږه شیرزاد»

خیال مې د دنګو غرو شاهین دی
افسوس پر دې چې وزر ماتی پروت دی
یو خوا جګړې بل خوا رواج ځپلی…!
«لیمه نیازۍ »

خاموشي
د خاموشۍ په زلفو ټال
وهمه ګوندې زما
د زړګي چیغې واوري
«اریا حافظ»

په پورته راوړل شويو شعرونو کې مونږ د ښځينه احساساتو بیلا بیل تصویرونه وينو او د ښځینه ژوند هغه بیلا بیلې هیلې په کې خوندي دي چې له هغې پرته ژوند نیم ګړی دی. ښځینه حق لري چې خپلو دغو هیلو ته ورسيږي خو دغو هیلو ته رسیدو له پاره ورته یوه اوږده مبارزه پرته ده.

دغه مبارزه د یو ټولنیز ذهنیت خلاف مبارزه ده، دغه مبارزه د نوي کلتور مبارزه ده او دغه مبارزه په لویه کې د نوي ژوند د کولو د څرنګوالي مبارزه ده. ښکاره ده چې ددې مبارزې د بریالتوب له پاره به سفر اوږد او کړاوونه زیات وي خو له دې پرته په افغان ټولنه کې د ښځې ژوند له کړاوونو نه شي را بهر کېدلای او فکر کوم ددې مبارزې یوه مناسبه لار په هنرونو کې دې فکر ته پاملرنه ده.

په دې برخه کې یوه بله خبره چې د یادولو وړ ده هغه دا چې افغان میرمنو د خپلو کلتوري ارزښتونو سرغړاوی نه دی کړی او د فيمېنزم یو نوی رنګ چې د کلاسیک او لبرال فیمېنزم یوه ګډوله ورته ویلی شو رامنځ ته کړی دی.

دا یې ځکه د ستایلو وړ اړخ دی چې د ښځمنو سره به دهغوی دحقونو په مبارزه کې مرسته وکړي او هغه دودیز ذهنیت چې د ښځې په اړه جوړ شوی د هغې په بدلون کې به ورسره مرسته وکړي.
د مبارزې دهغه هنري ډګر له ارزونې وروسته د خوښۍ وړ ګرځي خو لا هم زمونږ پښتو شعر کې او په ځانګړې توګه د ښځمنو په شعرونو کې د فيمېنستي افکارو د پخوالي له پاره پراخه کار او ارزونو ته کار کول پکار دي.

او د ښځو د ژوند د ښه کېدا د مبارزې له پاره له ټولو هغه ګټورو تجربو ګټه اخیستل په کار دي چې په تېر کې بریالۍ شوي دي دا به نه یواځې د افغان میرمنې د نوي ژوند له پاره یوه لاره هواره کړي بلکې د پښتو شعر د لا نړیوال کیدو سبب به هم شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

کاینات سعادت