افغانستان سوله سیاست

د سولې خبرې او د ښځو حقونه؛ فوزیه کوفي ته د طالبانو دریځ جالب بریښی

لیکنه: بشر درویش

طالبانو سره د سولې د خبرو په ګرمه موضوع کې د ښځو حقونه د سر بحثونو څخه ګڼل کیږي.

په دې مطلب کې د ولسي جرګې د ښځو کمیسون د ریسې او د سولې په اړه د ماسکو ناستې د ګډونوالې فوزیه کوفي څرګندونې درسره شریکوو.

آغلې کوفي د ماسکو ناسته کې له طالب استازو د افغان ښځو په استازیتوب د دوی د شته حقونو د خوندیتوب اطمینان هم غوښتی.

د طالبانو جالبې خبرې
مېرمن کوفي په یوه تازه مرکه کې وایي، د ماسکو غونډې په حاشیوي ناستو کې د ښځو د حقونو په تړاو د طالب استازو خبرې ورته جالبې وې.

د دې په وینا طالبانو حتا دا ویل، چې ښځې په لوړو حکومتي منصبونو کې ولسمشري نه شي کولای، خو د صدارت تر چوکۍ یې کار کولو سره موافق دي.

فوزیه وایي د طالبانو خبرې ورته د قناعت وړ نه وې، خو جالبې ځکه وې چې د دومره نرمښت او بدلون تمه یې هم نه ترې لرله.

له دې سره کوفي زیاتوي، افغان ښځې باید چا نه خپل حق ونه غواړي؛ بلکې خپله ځانته حقوق وټاکي او د اعادې لپاره یې مبارزه وکړي.

د طالبانو پر شعار بې باوري
په ماسکو ناسته او نورو موضع ګیریو کې طالب استازو ویلي، چې د اسلامي شریعت مطابق ښځو ته د هغوی حقونه ورکوي.

مېرمن کوفي وایي طالبان باید له اسلامي شریعت څخه خپل هدف روښانه کړي.

د کوفي په وینا د افغانستان حاکم اساسي قانون هم اسلامي او د شریعت مطابق دی، خو طالبان ورته غاړه نه ږدي.

هغه د طالب واکمنۍ د خاطرو په یادولو سره وایي، چې دغې ډلې هغه مهال هم د اسلامي شریعت په نوم ښځې د زده کړو، کار او نورو اساسي حقونو څخه بې برخې کړې وې.

د حکومت پر هڅو نیوکې
مېرمن فوزیه کوفي، چې پخوا هم د حکومت منتقده وه او په پارلماني ټاکنو کې تر ناکام اعلانیدو وروسته لا نوره منتقده شوې، د حکومت د سولي پر هڅو ملاحظې لري.

هغه وایي ولسمشر غني یو ځل د کابل د سولې کنفرانس کې طالبان بې قید و شرطه مذاکرې ته وبلل، خو وروسته له دې ژمنې واوښت.

هغه د سولې مذاکراتو لپاره د ولسمشر اعلان کړی پلاوی هم بې اغېزې ګڼي او د مشر په اړه یې چې عبدالسلام رحیمي او د ولسمشر د دفتر ریس دی، وایي چې هغه له حکومتي ماموریت ور اخوا کوم سیاسي وزن نه لري.

د مېرمن کوفي په وینا طالبانو سره د مذاکرې په نیت ابوظبۍ ته د یاد شوي پلاوي سفر او د طالبانو نه لیدل ورسره نظام ته یوه ضربه وه.

مېرمن کوفي د حکومت په مذاکراتي پلاوي کې د ښځو د لږ حضور ګیله هم لري او وایي کومې دوه ښځې چې پکې غړې دي، هغه هم یوازې ولسمشر ته د نیږدې والي په اساس ټاکل شوي.

د طالبانو پر پیاوړتیا اندیښنه
فوزیه کوفي دې ته هم اندیښمنه ده، چې طالبان د سولې په روانو هڅو کې ځان ډېر قوي اړخ ګڼي.

د دې په وینا امریکا هم دغې ډلې ته ډېر غوږ ږدي، چې دا ستونزه په کور دننه د حکومت او سیاسي ډلو له نا همغږۍ سرچینه اخلي.

پر سولې د ټاکنو سیوری
فوزیه کوفي د سولې د هڅو په اړه د نا همغږۍ یو لوی دلیل راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ګڼي.

د دې په باور نور ولسمشریز نوماندان فکر کوي، چې د سولې هڅو کامیابي د ولسمشر غني ټاکنیز کمپاین دی.

کوفي وړاندوینه کوي، چې د همدې لپاره دوی او حکومت سره نه سلا کیږي.

فوزیه له ولسمشر څخه غواړي، چې نور ولسمشریز نوماندان هم د سولې مذاکراتو په پلاوي کې شامل کړي.

موقت حکومت ولې غوښتل کیږي؟
فوزیه کوفي په سوله او نورو بحثونو کې ګوندونو ته د ولسمشر لخوا ونډه نه ورکول د هغوی لخوا د موقت حکومت د غوښتو لوی دلیل ګڼي.

کوفي که څه هم د تېرو پارلماني ټاکنو څخه خپله نارضایتي ښیي او ورته په پام راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم زیاته خوشبینه نه ده، خو وایي ټاکنې بدیل نه لري او خلک باید خپل برخلیک پخپله وټاکي.

صفر ته نه ګرځیږو!
کوفي د حکومت هغو اندیښنو ته په ځواب کې، چې ګوندې د سولې هڅې به افغانستان صفر ته وګرځوي، وایي دا خبره غلطه او افغانستان صفر ته نه ګرځیدونکی دی.

هغه باور لري، چې حکومت د نظام او افرادو موضوع سره ګډوي او پخپله ګټه استفاده ورڅخه کوي.

مېرمن کوفي وایي د حکومت سیاسي مخالفین او حتا وسله وال طالبان له نظام سره نه؛ بلکې د نظام په راس کې له افرادو سره ستونزه لري او ایسته کیدل یې غواړي.

بهرني ځواکونه دې پاتې شي!
فوزیه کوفي ټینګار کوي، چې که طالبان سوله وکړي، بیا دې هم تر یوې مودې بهرني ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي، څو د سولې تضمین شوی وي!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي