فاطمه ثناء شیخ: په شاه رخ خان مئینه یم، اوس هم د یارانې تار غځووم

د هندۍ سېنما ځوانه فلمي ستورې فاطمه ثناء شیخ وایD، لومړۍ مینه یې شارخ خان دی او اوس یې هم خوښیږي.

فاطمه د شارخ خان سره په داسې فلمونو کې لوبیدلې چې په هغه وخت دغه اداکارې د یوې ماشومې رول لوباوه، خو اوس له هغې کلونه تیریږي او دغه ستورې اوس په خپله په فلمونو کې د هيروئنې په ډول څرګندیږي.

که څه هم فاطمه ثنا شیخ وایي چې شارخ خان یې خوښیږي خو په اوس وخت کې د بالیوډ ستر لوبغاړی عامر خان او د دغې فلم اداکارې تر منځ د یارانې خبرې د خلکو او مینوالو په خولو دي.

اوس فاطمه ثناء شیخ ویلی چې له پیله یې شارخ خان خوښیږي، لومړۍ مینه یې همدا ده او په ماشومتوب کې یې هم د نوموړي لپاره ډېر زیات ژړلي دي.

په یوه خپره شوې مرکه کې فاطمې دغه خبرې کړي او خپل تېر یادونه یې له رسنۍ سره شریک کړي دي.

ثناء شیخ ۱۷ کاله وړاندې د شارخ خان سره په یوه فلم (ون ټو کا فور) کار کړی و، په دغه فلم (ون ټو کا فور) کې نوموړې اداکارې د یوې ماشومې رول لوبولی وه خو په خبره یې له هماغې وخت یې دغه ستوری خوښ شوی.

فاطمه ثناء شیخ د خپلې خوښې په تړاؤ ویلي، په ډېر اسانۍ سره یې څوک نه خوښیږي خو په خبره یې د شاه رخ کیسه جدا ده.

هغه زیاتوي؛ کله چې په فلم (ون ټو کا فور) کې د شارخ خان سره همکاره وه او د فلم په جریان کې د لومړي ځل لپاره ورته معلومه شوه چې خان مېرمن لري او واده یې کړی نو په وینا چې زیاته خفه شوه، زړه یې مات شو او ډېر زیات یې ژړلي هم ول.

ثناء وایي، لومړۍ مینه لومړۍ وي، ورته توپیر نه کوي چې د چا سره یې مینه کړې، خو په خبره اوس هم چمتو ده چې د شاه رخ سره د یارانې تار وغځوي.

د یادولو ده چې په هندۍ رسنیو کې دا ورځې د فاطمه ثناء شیخ او عامر خان تر منځ د نژدې اړیکو کیسې روانې دي خو خپله ثناء د دغه خبرو په تړاؤ په رسینو کې دا یوازې اوازې وبللي او رد یې کړي.