کلتور او هنر له نړۍ

د پاکستان د بد وضعیت له امله په سعودي کې د فتح علي خان کنسرت لغوه شو

په سعودي عربستان کې د پاکستاني سندرغاړي راحت فتح علی خان سندریز کنسرت د مولانا سمیع الحق له مړیني وروسته لغوه شو.

په داسې حال کې چې زرګونه کسان په سعودي عربستان کې دغه پروګرام ته په تمه وه خو پاکستاني او عربي چارواکو دغه کنسرت لغوه کړی.

دا په سعودي عربستان کې د راحت فتح علي خان لومړنی کنسرت وه خو د ډېر انتظار وروسته بیا هم ونشو.

ټاکل شوې وه دغه سندریز پروګرام د یکشنبې ورځ د سعودي عربستان په کنګ فهد کلتوري مرکز کې وشي.

رپوټونه وایي د دغه کنسرټ لپاره په زرګونه ټکټونه هم پلورل شوي وه خو ترتیبونکې ډلې په ټاکل شوې وخت د دغه پروګرام د کولو اجازه نه ده ورکړې.

عرب نیوز د رپوټ له مخې، ټاکل شوې وه چې په دغه پروګرام کې به درې زره زیات کسان برخه واخلي چې په کې په پراخه اندازه پاکستاني او هندوستاني مینوال شامل دي.

د دغه شو د ټکټ قیمت له ۱۰۰ نیولې تر ۱۰۰۰ سعودي ریالو پوري ټاکل شوی و، خو د پاکستان د خراب وضعیت له امله ورته اجازه نه ده ورکول شوې چې دغه سندریز پروګرام تر سره شي.

راحت فتح علي خان ویلي، چې د سعودي نماینده ګۍ او پاکستان سفارت ورته د پاکستان د خرابو حالاتو د کنسرت د کولو اجازه نه ده ورکړي خو وعده یې کړې چې د حالاتو له سمېدو سره سم به دویم ځلي خپل کنسرت کوي.

رحت فتح علي خان د سعودي له حکومت خوښ دی او وایي چې په ډېره مینه یې ورسره چلند کړی، چې هېڅ کله به یې له یاده ونه باسي.

د کسنرت له پيل وړاندې د لغوه کېدو اعلان مینوال خفه کړي او ګڼو مینوالو یې خواشینې څرګنده کړې.

د یادولو ده چې په پاکستان کې له څو ورځو راهیسې ځینې اعتراضیه مظاهرې روانې دي خو کنسرت وروسته له هغې لغوه شوی چې د مولانا سمیع الحق د مړینې خبرونه خپاره شول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی