ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه

په اولاد روزنه کې د مور او پلار لس ستري تېروتني!

اعلان

ليکنه: نوراحمد فضلي

د والدینو غېږه د ماشوم روزني لومړنی ښوونځی بلل کېږي. له درې کلنۍ څخه بیا تر پنځه کلنۍ پوري د ماشوم دماغ د سپیني تختې په شان وي؛ څه چي له خپلو والدینو څخه اوري يا ئې ويني دوئ ئې له ځانو سره خوندي کوي؛ له همدې ځایه هغه مثبت یا منفی وروزل سي. دا د هري کورنۍ مسئوليت دئ چي خپل ماشومان وروزي، که خپلو ماشومانو ته داسي يو محیط او چاپیريال برابر کړي چي د هغوی د ښې روزني سبب سي؛ نو اولادونه به د خپلو والدینو د هيلو سره سم وده کوي؛ ځکه خو وایو چي هره کورنۍ په ځانګړي ډول والدین باید د خپلو ماشومانو ورځني کړه وړه او چار چلند وڅاري، او د هغوی سره په ورين تندي خوږې خبري وکړي. او تل داسې توري ورته وکاروي چي هغوی ته روحي ډاډ وربخښي او په زړونو کي ئې مینه وکري، او که يوه کورنۍ د ماشوم کړنو ته هيڅ پام نه اړوي او په  بې پروایۍ سره ئې خپلسري پرېښي وي؛ نو پړه به ئې يوازي د مور او پلار او د کورنۍ د مشرانو پر غاړو وي.

دکتور تشاډ هیلمسټر په خپل کتاب: له ځان سره د خبرو پر مهال څه وایې؟ کي وايي:” د يوې روزونکي کورنۍ له خوا څخه يوه ماشوم ته د هغه په لومړیو اتلسو (۱۸) کلونو کي تر ۱۴۸۰۰۰ (يو لک او اته څلوېښت زره) واري زیات د (نه) او(مه کوه) عبارتونه ويل کېږي. او په دغومره موده کي مثبت ځواب تر (۴۰۰) واري زیات نه وي. طبیعي ده چي په داسي چار چلند کي مور او پلار ملامت نه دي، بلا لا دوئ خپله هم همداسي روزل سوي دي چي اوس له ارادې پرته خپلو اولادو ته منفي روزنه ورکوي.

دلته هغه لس تېروتني په ګوته کوو چي په ټوليیزه توګه د ماشوم په منفي روزنه کي پراخه ونډه لرلای سي:

۱ـ تر حد زياته مينه ورکول:

د ماشوم سره ډېره مينه په ده کي ځيني ناوړه خويونه زېږوي چي دلته ئې په لنډه توګه ورځني يادونه کوو:

  • ماشوم بې زړه او نازولی آموخته کېږي؛ او مور يا پلار ئې هم نه سي کولای چي د هغه/ې لېري والی برداشت کړي، نو ځکه به تل د دوئ تر څنګ او په دوئ پوري متکي وي.
  • ډېر نازولی اولاد که نور هرڅه کوي، ښه کوي که بد؛ مور ئې څه نه سي ورته ويلای ولي چي نازولی دئ. په دې سره د ماشوم په حافظه کي منفي خویونه ځای نیسي.
  • همدارنګه ماشوم ته ډېره مينه ورکول، د يوه شي سره د هغه لېوالتيا او رُغبت له منځه وړي. ډېر نازولی کوچنی نه سي کولای چي يو کار په خپله وکړي، او که محضی لږ هم له ستونزو سره مخامخېږي، نو زغملای ئې نه سي.
  • تر دویم او درېیم کلونو وروسته ماشوم يو بې تهذیبه ژوند پیلوي او بې پروا غټېږي. د مشرانو قدر او احترام او له همزولو سره ښه رویه ئې نه وي زده کړې.
  • ډېر نازولی کوچنی د هر ښه او بد شي غوښتنه کوي؛ په عامه اصطلاح ضد کوي. د خپلو اړتیاوو او هوس د شیانو تر منځ توپیر نه سي کولای.
  • په محضی لږ فشار پر راتلو سره بې صبري کوي، تل ژاړي او ډېر شکایتونه کوي.

۲ـ تر حد زيات تساهل:

تر حد زيات تساهل په ماشوم کي انانيت زېږوي، په دې سره يې په خټه کي ځان خوښونه او ځان ښودنه ځای نيسي او دا هغه بد خويونه دي چي په خپلولو سره ئې ماشوم ځان خوښه آموخته کېږي؛ بيا نو چي هرڅه ئې زړه غواړي هغه به کوي.

۳ـ د اولادونو په منځ کي توپير او تبعیض کول:

له بده مرغه باید ووایم، چي زموږ په افغاني او پښتني ټولنه کي یوازي دا نه چي د اولاد روزني پر اصولو، ښېګڼو او د نه روزلو پر بدو عواقبو مو والدین پوهېږي نه، بلا لا د دوئ په منځ کي توپیر او تبعیض هم کوي. په خاصه بيا د هلک او انجلۍ اولادونو په منځ کي خورا ډېر توپیر کوي؛ دا توپيرونه وازي دا نه، چي پلرونه يا وروڼه ئې کوي بل لا خپله ښځي ئې هم کوي. ښکاره مثالونه ئې لکه دا چي د زوی په پیداکېدو سره خوښي او خوشحالي کوي، نشره پر وايي، خیراتونه پر کوي او دا په غلطۍ سره يو ویاړ هم ګڼل کېږي چي ګواکي د فلانکي په کور کي زوی زېږېدلی دئ. بلخوا په يوه کور کي د لور په زېږېدو سره نه یوازي دا چي خوښي او خوشحالي نه کېږي، بلا لا یو قسم شرم او عار هم ګڼل کېږي. دا کټ مټ لکه د اسلام د عروج څخه دمخه چي به مشرکینو عربو او نورو لوڼي د ځانو او کورنیو له پاره عار او شرم ګڼلې، وژلې به ئې او يا به ئې ژوندۍ ښخولې. متاسفانه باید ووایم چي موږ افغانان او په خاصه بیا پښتانه په ځینو رسومو او رواجونو پاللو کي د هماغو مشرکینو څخه کم نه يوو؛ فرق مو لا دا دئ، چي هغوی ته حقیقت (اسلام) نه وو راغلی نو ځکه هغوی داسي کول، او د اسلام په راتګ او خپلولو سره ئې ټول بدعات او خرافات ترک کړل، خو موږ پر يوه اړخ د ښو او مخلصو مسلمانانو دعوې هم کوو، خو بلي خوا ته بيا داسي کارونه کوو چي تر اسلام دمخه کېدل. خو اوس پوښتنه دا ده، چي زموږ په ټولنه کي دا ډول بد رواجونه له کومه ځایه سرچینه آخلي؟

نو زه وایم کله چي:

  • يوه مور خپلي نوي واده کړي لور ته دعا کوي، چي خدای دي ښایسته زوی درکړي، خدای دي د اوو زامنو مور کړه او داسي نور… ( چي دلته نجلۍ بېخي ياده نه سوه)
  • مشران نارينه او مشراني ښځي خپلو کشرانو ته دعاوي کوي، چي خدای دي زوی درکړي چي میراث خوره دي پیدا سي ( دلته نجلۍ په ښکاره ډول د میراث له خدای ورکړي حق څخه محرومه سوه؛ یعني یوازي زوی میراث وړلای سي، لور نه).
  • په کور، د کور دباندي او په محله کي د لور، خور، مور او ماینې اصلي نوم یادول شرم ګڼل کېږي، خو هغوی په پلنډه، چپلکه، تور سرې، او… نومونو سره یادول ئې ویاړ بلل کېږي.
  • په مساجدو او نورو ښوونیزو مراکزو کي مو واعظین د ښځو پر لباس، جامو، فېشن، ښار او مارکېټ ته وتلو، ښه په تهدید سره بحثونه کېږي، خو په کور کي، له کوره دباندي د هغوی سره پر ښه او نېک چلند، د هغوی په خوښه په نکاح ورکولو، هغوی ته د میراث، تعلیم او نورو حقه حقوقو بحثونه له سره نه کېږي، یا ډېر کم کېږي.
  • په کورنیو کي نارينه اولاد ته پر ښځينه هغه باندي لوړوالی ورکول کېږي؛ په لور باندي د کور کارونه کول کېږي، خو نارينه اولاد بیا تر هرڅوندي عمره له کار او روزګاره بېغمه وي او یوازي خپلي مزې او چرچې کوي؛ چي دا ښکاره تبعیض دئ.

نو ولي به د اولادونو ترمنځ توپیر او تبعیض نه کېږي او په روزنه کي بې غفلت نه کېږي. بلکي حتمي به کېږي. دلته والدین پرته له دې چي پوه سي، چي د دوئ دا کار ئې:

  • د اولادونو په منځ کي يو و بل ته عقدې پیداکوي؛
  • مهمل ماشوم په نفسیاتي ناروغۍ اخته کوي؛
  • د خپلو مشرانو سپکاوي او له نورو انتقام او غچ اخیستلو ته اړباسي او…

۳ـ د کورنۍ له خوا پرېمانه لورینه:

ځیني کورنۍ به مو ليدلي وي چي ماشومان ئې داسي آموخته کړي وي، چي يوازي د خپلو کورنیو له غړیو سره مینه لري، د نورو سره کار نه لري. د کورنیو له خوا پر ماشوم باندي پرېمانه لورینه:

  • ماشوم له نورو خپلوانو سره له اړیکو ساتلو راګرځوي.
  • ماشوم ځان موړ بولي او نورو ته توجه نه کوي.
  • د ماشوم په وجود کي لويي او شخصیت پرستي ځایوي.

 

۵ـ له کوره ایستل/شړل:

همدارنګه ځیني داسي کورنۍ به مو هم لېدلي وي، چي له خپلو اولادونو ډېر پازاب سي نو ددې له پاره چي غوږونه ئې آرام سوي وي، اولادونه له کوره باسي، پرته له دې چي ددې کار بدو عواقبو ته پام وکړي. له کوره د اولادونو ایستل یا شړل زیات تاوانونه لرلای سي، چي ځیني ئې لاندي ذکر کوو:

  • له کوره شړل سوی/ایستل سوی اولاد فکر کوي چي نور ئې والدین له دوئ سره مينه نه لري؛ او له هغه څخه کرکه لري.
  • له کوره شړل سوی/ایستل سوی ماشوم د هر چا سره اړیکي نیسي او د والدینو له میني، لوریني، او شفقته به محروم وي.
  • طبیعي خبره ده چي د نورو کسانو بد خویونه به خپلوي.
  • د والدینو په وړاندي به ئې کرکه او کینه پیداکېږي.
  • سخت زړی کېږي او يو ظالم کس جوړېږي.

۶د اولاد تربیت نورو ته پرېښودل او خپله پکښي ډېره برخه نه اخیستل:

ځیني کورنۍ داسي وي، چي د خپلو اولادونو تربیت نورو ته پرېږدي، خپله په خپلو ورځنیو کارونو بوختېږي؛ مثلاً مور هم کار ته ځي او پلار هم، نو اولادونه یا وړکتونونو او يا هم کور کي نورو غړیو ته پرېږدي. دلته والدین په دې نه پوهېږي، چي د دوئ دا کار ئې له ځانو څخه د اولادونو مینه کموي، بل لا څوندي مسئوليت چي مور او پلار د اولاد په روزلو کي لري، هغوندي مسئولیت نه اداء کوي. او بله بده ئې لا دا چي اولاد ئې بې زړه او بې پروا را لوېيږي.

۷–  د ماشوم خبرو ته اهتمام نه کول او امر ورته کول چي د نورو خلکو په مخ کي دي خبري نه کوي.

  • دا سهي ده چي مور او پلار به خپل نظر لري، خو ددې له پاره چي د خپلو ماشومانو ذهنونه ئې غوړولي وي، باید د هغوی خپلو نظرونو څرګندولو ته ئې پرېږدي. مهمه دا نه ده، چي زوی/لور ئې څنګه نظر ورکوي، خو دا ډېره مهمه ده چي هغوی خپل نظر ووايي ترڅو دا ئې عادت جوړ سي او د خپلو افکارو او خیالاتو څرګندونه وکولای سي او دوندي پوه سي چي که والدین ئې خبرو ته غوږ نیسي، نو حتمن به زموږ خبري هم سهی او مهمي دي.
  • دا هم سهي ده، چي ځیني وختونه ماشومان له خبرو کولو منع کول ګټور وي خو دا هغه وخت چي بدي او ناوړي خبري کوي او يا د نورو خلګو په خبرو کي ور لوېږي. خو په خبرو پوهېدونکي ماشومان؛ هغوی چي د نورو خلګو په حضور کي د خبرو په آدابو پوهېږي او د نورو خلګو خبري هم نه پرې کوي، د داسي ماشومانو خبري باید پرې نه کړلي سي. او باید پرېښودل سي څو خپلي خبري پوره کړي.

۸د اولاد په مخکي ئې د مور/پلار سپکاوی کول.

کله چي يو پلار د ماشوم په مخ کي د هغه د مور سپکاوی کوي، یا ئې وهي او توهینوي ئې، او يا يوه مور ئې د خپل ماشوم/ي په مخ کي د هغه د پلار سپکاوی کوي، په بدو نومونو ئې یادوي او یا ژبه ورسره کوي، نو په داسي حالاتو کي ماشوم دوه ډوله فکر کوي:

  • له پلار څخه به ئې بد ځکه راځي چي د هغه/ې د مور سپکاوی کوي، داسي فکر به کوي چي ګواکي مور ئې کمزورې او پلار ئې ظلم ورسره کوي نو ځکه ئې له پلاره بد کېږي. او برعکس، له موره به ئې ځکه بد راځي، چي د پلار احترام ئې نه کوي، په بدو نومونو ئې یادوي او قدرداني ئې نه کوي، داسي فکر به کوي چي پلار ئې هغې ته د خپل انسانیته څه نه وايي، نو حتمن بې له موره هم بد کېږي. او په دواړو حالاتو کي به هغه ستاسي خوی و بوی خپل کړي؛ د مور سره د ظلم لیدو پر مهال به وروسته د هغې خبره نه مني، په قول بې نه کوي، او هم برعکس، نو په دواړو حالاتو کي به ستاسي په تاوان وي؛ هر یو به په اولاد روزنه کي د مقابل طرف مرسته او کومک وبایلئ. نو ښه او بهتره خبره دا ده، چي مور او پلار په ګډه د اولاد روزني لوی مسئولیت درک کړي او دا کار د ځانو او د هغوی د ښې راتلونکي او هم د يوه قرآني او نبوي امر په خاطر وکړي.
  • همدارنګه که ئې کله  د مور او پلار ترمنځ کومه شخړه راځي نو زوی به ئې د هغه طرف پلوي کوي، چي ځپل سوی دئ.

۹د اکاګانو او ماما ګانو عيبونه ئې ورته بيانول:

متاسفانه باید ووایم، چي سره له دومره پرمختګونو چي نننۍ نړۍ کړي او لا ئې کوي، خو موږ افغانان لا هم تربورګلوي پالو؛ اکا و وراره او وراره و اکا، یا ماما و خوريي او خوریی و ماما ته پټ وي. دا کار اوس هم کېږي، خو ښه خبره دا ده، چي اوس ورځ تر بلي د عامه پروګرامونو او د خلګو د تعلیمي سویې په لوړېدو سره دا کار ورکېدونکی دئ. خو اې هغو کورنیو! چي لا اوس هم پرته له دې چي ددې کار له بدو عواقبو خبر سئ، خپلو ماشومانو ته د هغوی او د ماماګانو یا اکاګانو سره دښمني په ذهنو کي ور پېچکاري کوئ، نو تاسي ته وایو چي:

  • په دې کار سره د ماشوم له خپلو اکاګانو او ماماګانو سره مينه ختميږي او په زړه کي ئې ورته عقده پيدا کېږي. همدا وجه وي چي ځیني وختونه به له یوې کوچنۍ خبري څخه لويي ستونزي را ولاړي سوي وي.
  • د اکا او ماماګانو د اولادونو سره په بې ګټو او بېهوده سیالو اخته کېږي.
  • د وخت په تېرېدو سره ئې له اکاګانو او ماماګانو څخه واټن زیاتېږي.

۱۰د اولادونو په مخ کي د هغوی پر سِله درېدل ( د هغوی دفاع کول):

تاسي به حتمن داسي کورنۍ لیدلي وي، چي پکښي اناګاني او نیکه ګان ډېری وختونه د لمسي/ۍ په مخ کي د هغوی دفاع کوي او که لمسیان/ي ئې هرڅه کوي دوئ ئې سهي بولي. په دې سره نو که ماشومان هرڅه بد اخلاقي کوي، ورڅخه منعه کېږي ځکه نه، چي اناګاني یا نیکه ګان ئې ورځني دفاع کوي. یوازي اناګاني یا نیکه ګان هم دا کارونه نه کوي، بلا ځیني پلرونه یا ځیني مورګاني ئې هم کوي.

  • که پلار، نیکه، انا یا مور د ماشوم پر صِله درېږي او دفاع ئې کوي، ښه نه کوي ځکه په دې سره به ماشوم/ه فکر کوي چي مور یا انا ئې څه نه ورته وايي، نو حتمي به ښه کارونه کوي او دا چي پلار ئې وهي یا خوشکه ورته کوي، دغه معنی دا چي پلار ئې ښه نه ورسره کوي نو ځکه ئې له پلار سره په زړه کي کرکه او کینه پیداکېږي او بیا د پلار قدر او عزت نه کوي.

له خپلو اولادونو سره مینه طبیعي ځانګړنه ده، اولاد د دنیوي ژوند ښایست دئ، د روح لذت دئ، د زړه مېوه ده او د ژوند ستره ده. هر پلار غواړي چي اولاد ته سالمه روزنه ورکړي، خو توپیر ته ئې پام نه کوي؛ له ځینو خلګو څخه ځیني وختونه سمي او سهي لاري ګډي وډي سي – خو خبره دا ده، چي څوک د خیر اراده ولري الله تعالی ئې حتمي ور په نصیب کوي.  همدارنګه ځیني خلګ فکر کوي چي اولاد روزنه آسانه کار دئ، خو واقعیت او هم حقیقت دا دئ، چي د اولاد روزنه تر هرڅه ګران کار دئ. ځیني وختونه غبرګولي اولادونه زېږي؛ خو بیا هم ددې غبرګولیو اولادونو هر يوه روزنه جلا – جلا وي، هر یو ئې ځان ته مزاج او چلند غواړي. نو د دې لپاره چي اولاد مو ستاسو او د ځان قدر وکړي غوره تګلاره داده  چي د قدر او ميني چلند ورسره وکړئ او د دوی د شعور او احساساتو څارنه او پاملرنه وکړئ او بايد تل مو په داسي حال کي وويني چي له کمزورو، نېستمنو، بې وزلو او مظلومو خلګو سره مرسته کوئ.

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي