له نړۍ

په نړۍ کې تر ټولو اوږده او لنډه روژه چیرته ده؟

لیکنه: یونس تسکین

سږ کال د روسیې په مرمانسک سیمه کې تر ټولو اوږده روژه ده. هلته مسلمانان ۲۰ ساعته او ۴۵ دقیقې روژه وي. د ارجنټاین په یشوالا کې بیا خلک تر ټولو لنډه، یعنې ۱۱ ساعته روژه نیسي.

د روسیې په مرمانسک کې، شل کم دوه بجې ۰۱:۴۱ د سهار لمر خیژي او د شپې شاوخوا لس نیمې بجې د ماښام اذان کیږي. ارجټاین چې پکې تر ټولو لنډه روژه ده، مسلمان د سهار له ۷ د ماښام تر ۶ روژه وي.

په افغاستان کې خلک څه کم ۱۶ ساعته روژه نیسي.

ناروي کې مسلمانان ۱۹ ساعته روژه وي. لندن او جرمني کې بیا خلک نږدې ۱۸ ساعته روژه نیسي. پاریس کې ۱۷ ساعته او مسکو او واشنګټن کې ۱۶ نیم ساعته روژه وي.

د نړۍ د بېلا بېلو هیوادونو مشرانو هم د روژې میاشتې مبارکي ټولو مسلمانو ته استولې.

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټولو مسلمانانو ته د روژې میاشتې په راتلو سره خپلې مبارکۍ استولي. نوموړي په خلکو غږ کړی، چې ددې مبارکې میاشتې په مناسب یو بل سره په اتفاق او اتحاد شي.

ټرمپ وايي:

“د روژې په میاشت کې، موږ باید په ټولو نعمتونو او مهربانیو شکر وباسو، او د غوره یووالي لپاره په ګډه کار وکړو. د رمضان په مبارکه میاشت کې، موږ باید په ګډه د یوې متحدې او قدرمنې ټولنې د رامینځ ته کولو لپاره هڅه وکړو.”

د برتانیا لومړۍ وزیرې تیرزا می هم په انګستان او ټوله نړۍ کې مسلمانانو ته د روژې مبارکې ویلې. د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو هم په کاناډا او نړۍ کې مسلمانانو ته د رمضان مبارکي وړاندې کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیرش هم د رمضان مبارکي ټولو مسلمانانو ته ویلي. نوموړي هیله څرګنده کړې، چې ددې میاشت برکتونه دې په ټولو وي.

روژه د اسلامي نړۍ په تاریخ کې تر ټولو سپیڅلې میاشت ده. په یاده میاشت کې مسلمانان خپل رب ته تر بل هر وخت ډیر د نږدیوالې احساس کوي.

په روژه کې ډیره تمه دا وي، چې شتمن د غریبو لاس نیوی وکړي؛ د خلکو ترمینځ اتفاق او تحاد پیاوړی شي او په ټولنه کې د همدلۍ روحیه غښتلې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یونس تسکین