کلتور او هنر

فرزانه ناز او تازه تورونه

لیکنه: بشر درویش

 

له څو ورځو راهیسې د مشهورې سندرغاړې فرزانه ناز نوم بیا د ژبو په سر ده. د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي څه په واضح او څه په کنایوي ډول د هغې ویډیو په اړه توند غبرګونونه ښيي، چې فرزانه ناز ته یې د منسوبیدو ادعاوې كیږي.

دغه ویډیو چې زرګونه تنو یو بل ته لېږلې، فرزانه ناز ته یوه ورته نجلۍ یا مېرمنه پکې له یوه سړي سره د جنسي اړیکو د سرته رسولو په حال کې ښکاري.

فرزانه ناز د دغې ویډیو په اړه څه نه دي ویلي.

غبرګونونه

د فرزانې مخالفینو ادعا کړې، چې په ویډیو کې ښکاریدونکې ښځینه فرزانه ده. خو یو شمېر پلویانو یې ویلي چې د ټیکنالوژۍ له پرمختګ سره ممکنه ده، چې د ډېرو مشهورو څېرو ورته ویډیوګانې په جعلي ډول جوړې او د شخصیت وژنې هڅې یې وشي.

د مخکینیوبریدونو دوام

پر فرزانه ناز دا د مخالفینو لومړنی برید نه دی او نه هم کیدای شي وروستنی وي.

هغه په ځلونوـ ځلونو له مختلفو تورونو سره مخ شوې ده.

څوکاله مخکې هغې په هلمند کې له جاوید امرخېل سره په ګډه کنسرت درلود، چې د هلمند د دودیزې سیمې د یوه ډله خلکو له سخت مخالفت سره مخ شوه.

هغه وخت واکمن ولسمشر حامد کرزي د ولسي اعتراضونو په پایله کې یو شمېر ځایي چارواکي له دندو ګوښه کړل.

د فرزانه ناز مخالفینو د هلمند په قضیه کې پرهغې د یو شمېر ځایي چارواکو د جنسي تېري اوازه خپره کړه، خو په رسمي ډول چا تایید نه کړه.

پردې سربېره فرزانه په ټولنیزو رسنیو کې له سلګونه نورو تورونو سره مخ شوې. کله د ځینو نڅاوو ویډیوګانې ورته منسوبې شوي، کله یې له ځینو سندرغاړو او مشهورو څېرو سره د مینې او جنسي اړیکو ادعاوې شوي او کله یې د وژل کیدو غلط خبرونه ورکړل شوي.

د فرزانې شخصي ژوند

فرزانه ناز ځان ۲۱ کلنه معرفي کوي او وایي سمدستي د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې حقوق لولي.

هغه له ۹ کلونو راهیسې هنري فعالیتونه کوي.

فرزانه د کابل ولایت اوسیدونکې او مورنۍ ژبه یې دري ده، خو په پښتو هم سندرې ویلی شي.

هغې په کور دننه او بهر ګڼ کنسرتونه ورکړي او هم بهرنیو هېوادونو ته زیات سفرونه لري.

فرزانه ناز وایي، چې واده یې نه دی کړی او سږ کال خو یې بیخي پلان نه لري.

هغه خپل پلار خپل ترټولو نیږدې ملګری او همرازه ګڼي.

فرزانه مني چې د موسیقۍ په برخه کې زده کړې نه لري، خو وایي هیله لري چې موسیقي په مسلکي ډول زده کړي.

خیریه فعالیتونه

سربېره پردې یې د ناز په نوم یو خیریه بنسټ هم جوړ کړی، چې له لارې یې وخت په وخت یو شمېر بېوزلو ته مرستې ټولوي او وېشي.

د فرزانې په وینا د ژوند ګڼې لوړې ژورې یې لیدلي او په لږ عمر کې یې د لوږې، یخنۍ په ګډون ګڼې ستونزې تجربه کړي.

پر خواله رسنیو مېنه

فرزانه ناز له هغو سندرغاړوڅخه ده، چې له خواله رسنیو سره ډېره مینه لري.

هغه وخت په وخت پرخپلې فیسبوک پاڼې، انسټګرام او نورو ټولنیزو ادرسونو په ویډیويي او لایف بڼه راڅرګندیږي.

په ویډیویي څرګندونو کې فرزانه ناز عجیب و غریبې خبرې کوي.

په ځینو ویډیويي خبرو کې هغه غیرعادي هم ښکاري.

له اواب مرادي سره اړیکې

د فرزانه ناز یوه ویډیو له یوه ایران مېشتي افغان سندرغاړي اواب مرادي سره ده.

دا ویډیو چې په وروستیو کې د فرزانه ناز له صحفې په ژوندۍ بڼه شوې، فرزانه پکې له اواب سره د دوبۍ په یوه هوټل کې ډوډۍ خوړلو ته ناسته ده.

دوی ټوکې ټکالې کوي، فرزانې د خوب جامې اغوستې وې او خوبولې وي.

فرزانه او سیاست

فرزانه ناز پخپله یوه بله وروستۍ ویډیو کې وایي، چې یو شمېر مینه والو ترې پوښلي، چې پارلمان ته کاندیده شوې كنه؟

فرزانه ناز د خپلو مینه والو د دې پوښتنې په ځواب کې وایي، چې تراوسه یې داسې پریکړه نه ده کړې، خو په راتلونکي کې به په دې اړه فکر وکړي.

قهرجنه فرزانه ناز

فرزانه ناز پخپلو ویډیوګانو کې ترډېره د قهرجنۍ اظهار کوي.

هغه پرهغو کسانو سخته قهریږي او د غلطې کورنۍ تربیې په لرلویې تورنوي، چې دې ته منفي کمینټونه کوي.

فرزانه ناز وایي داسې خلک بلاک کوي او له شره یې د تل لپاره ځان خلاصوي.

له اریانا سعید سره دښمني

فرزانه ناز له اریانا سعید سره څرګنده دښمني لري.

دوی څو ځله د یو بل خلاف ویډیوګانې کړي، یو بل ته یې ستغ الفاظ کارولي او یو بل یې تخریب کړي دي.

پر اریانا سربېره ارزو نیکبین او پروانه پرستش هم د فرزانې چندان ښه نه راځي.

خو شفیق مرید، فرهاد دریا او شهزاد عدیل د هغې د خوښې سندرغاړې دي.

البته نغمه بیا د فرزانه ناز لپاره ایډیاله او الګو سندرغاړې ده.

له ابراهیم عابد سره واده

فرزانه ناز څه موده مخکې د یوې خصوصي رسنۍ په یوه شوخه خپرونه کې مېلمنه وه.

هغې په دې خپرونه کې د تخلص په اړه یې د ټوکې په انداز وویل، چې نورو ناز نه ورکوه، ځکه یې خپله پرځان دا تخلص کیښود.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که سږ کال درې انتخابه ورته مخته کیښودل شي(د وطن پریښودل، واده او د موسیقۍ پریښودل)کوم به غوره کړي، فرزانې د وطن پریښودل خوښ کړل.

د یوې بلې ورته پوښتنې په ځواب کې فرزانې وویل، چې که د افغانستان نه وه، خوښیدل یې چې د افریقا وای.

د یوې بلې شوخې پوښتنې په ځواب کې چې د اوباما، شاه رخ خان او ابراهیم عابد له کورنیو د ورغلو جرګو له منځه کومه جرګه مني، فرزانې ناز د ابراهیم عابد کورنۍ ومنله.

وروستۍ سندره

ای مه قرصک بزنم” د فرزانه ناز ترټولو وروستۍ سندره ده، چې نیږدې دوه میاشتې مخکې یې د فوټبال د غوره لیګ سیالیو پرمهال هم زمزمه کړه.

فرزانه ناز دا سندره د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ثبت کړې ده.

د فرزانې ارمانونه

فرزانه ناز وایي افغانان یو بل نه شي زغملای او دا یې ارمان دی، چې دا ستونزه ختمه او یو بل پسې ټول له سپکو سپورو تېرشي.

هغه وایي، افغانان تر هرڅه ډېر د مفکورو بدلولو ته اړتیا لري څو د خلکو په شخصي ژوند، لباس او نورو چارو کې غرض ونه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي