افغانستان سیاست

فاروق نجرابي؛ په څلورم ځل د ولسمشرۍ هغه نوماند چې بیا هم د بري ډاډ نه لري

لیکنه: بشر درویش
اعلان

د ماشومانو قلبي ډاکټر دی، خو ولسمشري یې زیاته خوښبږي.
دا څلورم ځل دی، چې بریالیتوب ته له هیله مندۍ پرته دغې څوکۍ ته نوماندیږي.
ډاکټر غلام فاروق نجرابي یادوو؛ دا چې ولې بیا- بیا داسې کوي، په دې مطلب کې به یې ولولئ:

ژوند لیک یې
غلام فاروق نجرابي په ۱۳۳۴ کال د کاپیسا په نجراب ولسوالۍ کې دې نړۍ ته راغلی.
هغه د ماشومانو قلبي ډاکټر دی او دوکتورا یې پکې له اندیرا گاندي پوهنتون څخه اخیستې ده.
نجرابي څه موده د یاد شوي پوهنتون د ماشومانو د جراحۍ مشر و.
وروستۍ دنده یې د کابل په طبي پوهنتون کې د ماشومانو د جراحۍ واټ ریاست و.
هغه د افغانستان د استقلال په نوم یو ګوند هم لري، چې په وینا یې په ۱۳۸۱ کې جوړ شوی.

څلور ځله مسلسله نوماندي
ډاکټر نجرابي د ۱۳۸۱ لمریز کال د بېړنۍ لویې جرګې غړی و.
ده په دغه جرګه کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره له حامد کرزي سره سیالۍ ته ووت، خو کرزي ترې وګټله.
وروسته په ۱۳۸۳او ۲۰۰۹ کې هم په مسلسل ډول ولسمشرۍ ته نوماند شو، خو بریالیتوب یې خپل نه کړ.
نجرابي اوس په څلورم ځل ولسمشرۍ ته نوماند شوی.

له درغلیو شکایت
فاروق نجرابي تېرې ټولې ټاکنې له درغلیو ډکې ګڼي او وایي، که پراخې درغلۍ نه کیدای؛ د ولسمشرۍ چانس یې زیات و.
دی د راتلونکو ټاکنو درغلیزه کیدو ته هم اندیښمن دی او غوښتنه لري، چې دغه ټاکنې باید له درغلیو پاکې او په شفاف ډول ترسره شي.

عمده موخې
نجرابي د ملي یووالي تامین، اقتصادي ځان بسیاینه او ټولنیز عدالت خپلې عمده موخې ګڼي.

دی باوري دی، چې د دغو موخو له عملي کیدو سره یې افغانستان ښېرازه کیږي او ستونزې یې پای مومي.

غواړي د خلکو غږ اوسي
فاروق نجرابي وایي له نوماندۍ یې اصلي موخه تل دا وي، چې غواړي د خلکو غږ واوسي.
دی وایي ډېرځله پوهیده، چې د ټاکنو پایلې به یې په ګټه نه تمامیږي، خو د همدې غږ اوسیدو لپاره یې بیا- بیا ځان نوماند کړی دی.

عمومي قضاوتونه:
– د ډاکټر نجرابي له طبي خدمتونو خلک خوشاله دي، پیاوړی، زړه سواند او غوره ډاکټر یې ګڼي.
– د ده په اړه یو نظر دا دی، چې سیاست ورته په درد نه خوري، یا حد اقل داسې لویې سیالۍ ورته نه دي ضرور.
– نجرابي له هغو نوماندانو ګڼل کیږي، چې پر ټاکنیزې پروسې بې ځایه بار کیږي او هم خپل او هم د نورو وخت ضایع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي