موسیقي او تصویر

فردین خان چې یو وخت یې ښه فلمونه جوړول چیرې دی؟

له فردین خان د خپلې ښې څیرې او لوی کورني نوم په لرلو تمه وه چې نوموړی د خپل مشهور پلار فیروز خان بریالیتوب وپالي او وړاندې به یې یوسي. خو د فردین خان شهرت ډیر زر د هندي سینما په پرده تت شو.

سره له دې چې نوموړې په ځینو فلمونو کې ښه او په زړه پورې رولونه ولوبول خو ونه توانیده چې د هندي سینما د مینوالو پر ذهن خپل اغیز تر ډیره وساتي او ورو ورو د سینما له نړۍ څنډې ته شو.

په ۱۹۹۸ کال مې ۲۴ کلن فردین خان د ( پریم اګن ) په نوم فلم سره بالیوډ ته راغی . دا فلم دده پلار فیروز خان چې د هند د سینما یو نامتو نوم و جوړ کړی و. که څه هم فردین خان په دې فلم کې د ښه نوي نارینه اکټر ایواراډ واخیست خو دا فلم په سینماګانو هسې چې تمه یې وه ونه ځلیده.

فردین خان وروسته د رام ګوپال ورما په فلم ( جنګل) کې کار وکړ او په همدې کال د بالیوډ د سینما دوه نور ځوانان هیرتیک روشن او ابیشک بچن هم سینما ته راغلل. خو فردین خان ونه توانیده ددې دوو په شان ځان وځلوي.

فردین خان په ۲۰۰۱ م کال کې د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې د قانون په ترڅ کې هندي پولیسو هغه مهال ونیوه چې د نشه يي موادو له یو قاچاقچي یې په ممبيي کې کوکاین اخیستل.

نوموړې ددې کبله چې لومړی جرم یې وو محکمې خوشې کړ او فردین خان ژمنه وکړه چې د اعتیاد درملنې یو پروګرام کې به ګډون وکړي. خو دې پېښې ددې ځوان اکټر مینوال خپه او دده نوی شهرت یې اغیزمن کړ.

په ورپسې لسیزه کې فردین خان په سینما کې فعال و خو یوازې څو فلمونو یې ورته ګټه راوړه.

په شخصي ژوند کې هم د فردین خان لپاره په دې موده کې مسلې ډیرې اسانه نه وي. پلار یې فیروز خان له سرطان ناروغۍ وکړیده او په ۲۰۰۹ م کال کې د همدې ناروغۍ له کبله مړ شو. فردین خان د خپل پلار د ناروغۍ پرمهال وزن زیات کړ او د رسنیو لپاره په مضمون بدل شو.

له دې وروسته فردین خان د څه مودې لپاره وزن کم او لیدل کیده. خو څه موده وروسته بیا له سینما لرې شو.

خو تیر کال د هند په ټولنیزو رسنیو کې یو ځل بیا د فردین خان نوم راپورته شو چې د ښو دلایلو له مخې نه و.

خلکو په ټولنیزو رسنیو کې د نوموړې د وزن پر زیاتیدو مسخرې وکړې او هغه یې ملامته کړ چې وزن یې زیات شوی او ” له چاکلیټي هلک د راس ګولو په هلک “ بدل شوی.

فردین خان ددې مسخرو په ځواب کې پر خپل فیسبوک خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د خپل راتلونکې غم وخوري او دده په اړه فکر کول پریږدي. چې ځینو خلکو یې ملاتړ وکړ.

فردین خان چې غواړي ځان عادي کس وښيي تیره اونۍ یو وار بیا رسنیو کې یو وار بیا راڅرګند شو.

نوموړې تیره اونۍ ممبیي کې د خپلو دوو سینمايي دوستانو رینا چایناني او ادیتیا ګرواري د واده په درناوي یوه میلمستیا جوړه کړې وه. ددې میلمستیا ځینې عکسونه دلته لیدلی شئ.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */