ټولنیز ژوند ژوند بڼه له نړۍ

د فقر بحران؛ د امریکا او اروپا خوراکي پاتې شوني د نړۍ ۳ چنده خلک مړولای شي

لیکنه: ياران

لیکوال:هارون یحیی
ژباړن: بشر دروېش

د نړۍ د خوراکي سازمان د رسمي ارقامو له مخې، په نړۍ کې هرکال د درې تریلیونه ډالرو په ارزښت تولید شوي کرنیز محصولات ضایع کیږي.

د دغه سازمان په حواله، د امریکا متحده ایالاتو نېږدې نېمایي خوراکي توکي لیرې غورځول کیږي. د معلوماتو مطابق، په دغه هېواد کې نیږدې ۵۰ سلنه خوراکي توکي له مصرفیدو مخکې ضایع کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې هره ورځ د نړۍ د ټول نفوس له لسو څخه نهمه برخه ( ۶۵ میلیونه) کسان په تش نس څملي. سربېره پردې، اټکل کیږي چې په هرو لسو ثانیو کې یو تن په نړۍ کې د لوږې له وجې مري.

په سوریه کې تر۸ میلیونو او ۷ سوه زرو ډېر کسان غذایي امنیت نه لري. دا په دې مانا ده، چې دغه کسان له مطمینو او ارزانه غذایي موادو څخه محروم دي.

په یمن کې، له ۲ میلیونه او ۲ سوه زرو څخه زیات ماشومان له خوارځواکۍ ځوریږي. په ټوله نړۍ کې تېرکال ۵۰ زره ماشومان د لوږې له لاسه مړه شوي.

له دې سره، داسې د خوراکي موادو د ضایع کیدو ارقام لړزونکي دي. په ټولنیزو شبکو کې په دې اړه خپاره شوي لنډ فلمونه څرګندوي، چې په اسټرالیا کې د ځينو کروندو ترنېمایي پورې حاصلات لیرې غورځول کیږي.

د دې دلیل دا دی، چې هلته خلک ځان دغو حاصلاتو ته زیات مجبوره نه ښيي او ورباندې اضافه باره دي.

همدا شان په کویینلنډ کې ۸۷ سلنه رومیان لیرې غورځول کیږي، ځکه چې په خلکو زیات دي.

د سوریې او یمن د ماشومانو په اړه تازه فلمونه بیا څرګندوي، چې دوی پر سړکونو هم د وچې ډوډۍ پاتې شوني لټوي.

د اوبو ضایعات
د خوراکي توکیو ضایع کول او لیرې غورځول یوازې ترهمدې ځایه بدې پایلې نه لري. دا ستونزه ډېرې ریښې لري او د تاوان د پایلو واقعي اټکل یې ګران کار دی.

د بېلګې په ډول: د خوراکي توکیو لیرې غورځول په داسې حال کې، چې نړۍ د اوبو د کمښت له سخت بحران سره مخ ده، د ډېرو اوبو د مصرف او ضایع کیدو سبب هم ګرځي.

د ترلاسه شویو ارقامو له مخې: د خوراکي موادو ضایع کیدل له ځان سره هر ورځ د ۹ میلیونه خلکو د مصرف په اندازه اوبه هم ضایع کوي.

د ګازو ضایعات
د خوراکي توکیو ضایع کول او لیرې غورځول په نړۍ کې هره ورځ د مصرفیدونکي ګاز ۱۰ سلنه هم له ځان سره ضایع کوي.

د کرنیزو ځمکو ضایع کیدل
ترلاسه شوي ارقام څرګندوي، چې په نړۍ کې د بدمصرفۍ او بې لومړیتوبۍ له کبله د ځمکې په کره کې د کرل کیدونکو ځمکو ۳۰ سلنه هم ضایع کیږي. د دې محصولاتو د ضایع کیدو دلیل دا دی، چې له دغومره ځمکې هیڅ د کروندې لپاره ګټه نه اخیستل کیږي.

دا ځمکې تر ډېره د هغو سیمو اړوند دي، چې یا پکې خلک کرنه خپله اړتیا نه ګڼي او یا له ډېر مړښته د سره د خپلو ځمکو په کرلونه پوهیږي.

په جنوبي اسیا کې بیا د سړو خونو او نورو مجهزو امکاناتو د نه موجودیت له کبله، تر نېمایي کرنیزحاصلات ضایع کیږي.

بې تفاوتۍ او د جوړښتونو کمزورۍ
واقعیت دا دی، چې نړۍ د انساني ټولنې تر اړتیاوو د څو چنده زیاتو غذایي موادو د تولید وړتیا لري. خو ځینې لاملونه لکه: بې تفاوتۍ او د جوړښتونو کمزورۍ او بې مهارتۍ سبب شوي، چې له دغې وړتیا څخه د انساني هوساینې لپاره لازمه ګټه وانخیستل شي.

له ښه مرغه اوس داسې ښکاري، چې نړۍ به په دې اړه کړي غفلت ته متوجه شي. په دې اړه ورځ تربلې د خلکو، هېوادونو او نړیوالو سازمانونو خبریدل سبب شوي، چې د خوراکي توکیو د ضایع کیدو پرضد ځینې هڅې وشي.

د بېلګې په ډول: په فرانسه کې اوس د خوراکي توکیو پلورونکي هڅول کیږي، چې اضافه سالم غذایي مواد د پاتې شوني په توګه د غورځولو پرځای بېوزلو ته ډالۍ کړي.

همدا شان د ترکیې، ډنمارک او انګلستانپه ډېرو بازارونو کې ځینې غذایي مواد، مخکې له دې چې د استعمال موده یې پوره شي په ټیټه بیه پلورل کیږي.

د دې ترڅنګ د اروپایي ټولنې قانون جوړونکي د داسې طرحو په تنظیمولو اخته دي څو ورسره تر۲۰۳۰ پورې د خوراکي موادو د پاتې شونو د ضایع کیدو کچه ۵۰ سلنه کمه شي.

سرچینه: العربیه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران