روغه سټه

د ښځې او سړي ترمنځ شخړې، د وینې د فشار ناروغي پېښوي

د میرمن او خاوند ترمنځ سمې او روغې اړیکې د خوشاله ژوند راز دی؛ خو که دا اړیکې سمې ونه اوسي، د وینې د فشار تر څنګ د ګڼو روغتیايي ستونزو لامل کیږي.

د امریکا په مشیګان پوهنتون کې په یوه تازه څیړنه کې ثابته شوې، چې هغه میړونه او ښځې چې یو له بل سره سمې اړیکې نه لري، د اروايي ستونزو سربېره د وینې په لوړ فشار هم اخته کیدای شي.

څیړنه کې راغلي، چې نارینه (میړونه) نسبت خپلې میرمن ته ژر په یادو ناروغیو اخته کیدلای شي.

دوې دا دلیل راوړي، چې نارینه د ښځو په وړاندې حساس وي. څیړنه زیاتوي، چې اکثره هغه میړونه تر نورو ژر په دې ناروغۍ اخته کیږي، چې منفي ګیرا او تنګ نظري وي.

ژور خفګان، د زړه ناروغۍ او یو شمیر نور هم د میرمن او خاوند د ناسمو اړیکو څخه سرچینه اخلي.

 

خو اوس پوښتنه دا ده چې، څنګه مو اړیکې خرابه نه شي؟!

۱ـ د میړه/میرمن څخه له حده زیاته تمه او توقع مه کوئ. دا چاره اړیکې زیانمنوي.

۲ـ په خبره سره نه پوهیدل یا د تفاهم نه شتون هم اړیکې زیانمنوي. کوښښ وکړئ، چې په خبره له یو بل سره ورسیږئ.

۳ـ کله چې مو بحث وي، سمدستي يې ځان نتیجې ته مه رسوئ. کوښښ وکړئ، چې وخت ورکړئ. وخت ستاسې اړیکې بیرته رغوي.

۴ـ سوله وکړئ. که غواړئ خوشاله او سالمې اړیکې ولرئ، نو سوله وکړئ او یو بل ته سره تیر شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */