کورنی ژوند

ښه ده چې وخت ناوخت د خپل شریک کورني ژوند ارزونه وکړئ- خو په کومو معیارونو؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

د افغانستان په ګډون ټوله نړۍ کې دود ده، چې په هرکال کې حد اقل ادارې خپلې چارې( فعالیتونه، کارکوونکي، لاسته راوړنې او شاتګ) ارزوي.

دوی د دغو ارزونو لپاره خپل معیارونه لري او د هغو له مخې پایلې ترلاسه او ارزونه یې کوي.

یو څه چې په افغانستان کې له بده مرغه دومره عام نه ده او د ټولنیزو ستونزو له مهمو هغو څخه ده، ګډ یا شریک کورني ژوند ته لږه پاملرنه یا ورته یو مخ نه پاملرنه ده.

په داسې حال کې چې که یو څوک خپل ګډ ژوند سم جوړ نه کړي، په بل هیڅ کار کې سم بریالیتوب نه شي لرلای.

د ګډ ژوند د ښه والي لپاره ښه ده، چې وخت په وخت فکر پرې وشي، وارزول شي او د لاښه والي او نېمګړتیاوو د رفع کولو لپاره یې کار وشي.

دلته هغه معیارونه درسره شریکوو، چې خپل ګډ ژوند پرې ارزولی شئ.

ـ خپل تعهد وارزوئ، چې څومره تاسې د (زما) او (زموږ) د کلیمو ترمنځ واټن لرئ. له (زما) څخه هدف دا دی چې څومره ځان غوښتونکي یاست او تمرکز مو پرځان را ټول دی او له (زموږ) څخه موخه دا ده چې څومره ګډ ژوند ته ژمن یاست او دا فکر کوئ، چې داسې ژوند لرئ او ورسره مسولانه چلند کوئ.

ـ د حافظې بانک ته پناه یوسئ، چې څومره د ګډ ژوند په اړه خبرې لري. څومره په دې فکر کوي، چې دغه ژوند لا بهتره شي، ښې خاطرې یې کومې دي، ستونزې یې کومې وې، څومره او څنګه مو هغه حل کړي او څومره درپاتې، چې باید حل یې کړئ.

ـ د اونۍ کارونه مو وارزوئ او ووینئ، چې څومره مو ګډ ژوند ته پکې پاملرنه کړې ده او څومره په پاملرنه کې پاتې راغلي یاست.

ـ څومره مو ګډ ژوند کې نیوکې کړي، څومره صمیمي یاست؟

ـ داسې مشترکې خاطرې مو رامنځته کړي، چې خوشالونکې وي او بیاـ بیا درته د یادولو وړ وي.

ـ څومره ګډه راشه ـ درشه مو کړې، ګرځیدلي یاست او کورنۍ ته مو خوشالۍ رامنځته کړي؟

ـ څومره نور د ژوند د ملګرې/ ملګري په اړه نور پوهیدلي یاست او غوښتنې مو ورپوره کړي دي؟

ـ څومره مو د راتلونکي، ګډو پلانونو او ستونزو د حل په اړه خبرې سره کړي او پایلو ته رسیدلي یاست؟

ـ څومره مو په ګډ ژوند کې شفافیت رامنځته کړی، یانې د ژوند ملګرې/ ملګری مو د چارو، اړیکو او نورو مسایلو په اړه زیات پوهیدلې/ پوهیدلی دی؟

ـ څومره مو د ګډ ژوند د پياوړي کولو یانې (زما) پرځای د (زموږ) په اړه زیات فکر او کار کړی دی؟

ـ د کورنۍ لپاره مو څنګه لرلید رامنځته کړی او پوره کولو لپاره یې لاس په کار شوي یاست؟

ـ څومره مو د لنډ مهاله ، منځ مهاله او اوږد مهاله هدفونو لپاره مشورې کړي او د ټولو په خوښه او ملاتړ مو عملي کارونه ورته کړي؟

ـ په اقتصادي، ټولنیز او نورو برخو کې مو کورنۍ څومره غښتلې کړې او یا مو په دې برخه کې ستونزې حل کړي؟

دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې د معیارونو په توګه یې تاسې باید وارزوئ او ورته د ځوابونو له مخې خپل ګډ ژوند ته اهداف، لیدلوری او ښه راتلونکی وټاکئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي