سینما او موسیقي له نړۍ

عشق ځپلي؛ دغو مشهورو نړیوالو څېرو په مینه کې بیا ـ بیا ماتې خوړلې

لیکنه: یاران هنر

ژباړه: صادق طارق

د هالیووډ ستوري د شتمنۍ او قدرت کمی نه لري، خو د نصیب او قسمت مسئلې بیا پیسو او قدرت ته نه ګوري.

دلته درته د سېنمایي نړۍ هغه مشهور ستوري درپېژنو، چې په مینه کې یې ماتې خوړلې ده:

کیتی پری


دا مشهوره سندرغاړې هم په مینه کې ماتو ځپلې ده. هغه مني چې مینې سختې ماتې ورکړي.

هغې ته یې مخکیني د ژوند ملګري ( راسل برند) په حیرانونکي ډول یو ځل ټلیفوني پيغام پریښود او وویل، چې نور سره طلاق دي.

کیتي له دې وروسته جان مایر سره عاشقانه اړیکه جوړه کړه، خو دا اړیکه هم ناکامه شوه.

تر دې وروسته یې یوه بل مشهور سړي اولاندو بلوم سره اړیکه شوه، چې بیا واده شول او تراوسه ګډ ژوند سره لري.

هلی بری


هلي بري له ټول ښایست سره تراوسه په عاطفي اړیکو کې تضمین شوی حالت نه لري.

هغه تراوسه ۳ ځله طلاق شوې، وروستی طلاق یې ټولو نه دردونکی ځکه و، چې یوه دوپه سړي ورسره مینه پيل کړه او واده شوه.

دغه مېن ترهغې وروسته، چې پر بري یې خپل پورونه ادا کړل، له دې نه یې د ژوند لاره جدا کړه.

ساندرا بولاک


دا ښایسته سېنمایي څېره هم مینې سخته ځپلې. هغې له رایان ګاسلینګ، تیت داناوان، متیو مک کانهی او نورو سره د مینې ناکامه تجربې لري.

مېرمن بولاک له ۲۰۰۵ څخه تر۲۰۱۵ پورې له جسي جي جیمز سره ژوند کاوه، خو چې کله د هغه په خیانت پوه شوه، لاره یې ترې بېله کړه.

هغه اوس د برایان راندال په نوم له یوه عکاس سره ګډ ژوند لري.
په راتلونکي کې نو خدای پوهیږي!

تام کروز


دا سېنمایي لوبغاړی هم ښایسته دی، هم مغرور او هم جذاب، خو په مینه کې یې نومرې خرابې دي.

هغه له مختلفو ښځو لکه: پنه لوپه کروز، میمی راجرز، نیکل کیدمن او کیتی هولمز سره اړیکې لرلي، خو له یوې سره یې هم مینه کامیابه شوې نه ده.

تیلور سوئیفت


دا مشهوره سندرغاړې له پاپ، تیلور سوئیفت او نورو مشهورو څېرو سره د ناکامو مینو تجربې لري.

د هغې په سندرو کې د ناکامو مینو درد او سوز ښه محسوسیږي.

هغه اوس له برتانوي لوبغاړي جو آلوین سره اشنا شوې. ولیدل شي، چې دا مینه کامیابیږي، که سر به خوري؟

بریتنی اسپیرز


بریتنی اسپیرز هغه مشهوره سینمایي څېره ده، چې هر څو کاله وروسته یې عاشقانه اړیکې د رسنیو سرټکی وي.

هغې په 2004 کې له جیسون آلن الکساندر سره واده وکړ، خو ۵۵ ساعته وروسته یې طلاق ترې واخیست.

وروسته یې له کوین فردرلین سره اړیکې جوړې شوې، چې دا اړیکه له ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۰۷ پورې وه.

دوی واده کړی و، دوه اولادونه یې هم لرل، خو وروسته جلا شول.

هغه وروسته له جیسن تراویک سره ملګرې شوه، خو په ۲۰۱۳ کې له هغه نه هم جلا شوه. اوس له یوه ایراني سره چې سام اصغري نومیږي، ګډ ژوند کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

یاران هنر