ټولنیز ژوند رسنۍ

د مالک ژمنه یې؛ فیسبوک له عام بازار نه د خصوصي ناستو په خونه بدلوم

لیکنه: ياران

لیکنه: صادق طارق

فیسبوک ټولنیزه شبکه، چې اوس د زیات عاموالي او هم د خصوصي اړیکو د نه خوندیتوب له کبله عام بازار ته ورته شوی؛ مالک یې په خصوصي خونې د بدلولو ژمنه کړې.

د زوکربرګ نوې ژمنې
د فیسبوک کمپنۍ بنسټګر او مالک مارک زوکربرگ وایي په نیږدې څو کلونو کې به دا نړیواله ټولنیزه شبکه د خصوصي اړیکو په یوه زبردست چوکاټ بدل کړي.

زوکربرگ، چې د انسټګرام شبکه هم د ده اړوند وه، وایي: فیسبوک او انسټګرام په تېرو ۱۵ کلونو کې د یوه عام بازار په شکل خلکو ته د ګڼو اړیکو د جوړولو زمینه مساعده کړه، خو له دې وروسته به فیسبوک خلکو سره د خصوصي اړیکو په پياوړتیا او خوندي چاپېریال جوړولو کې مرسته وکړي.

نوموړي د دغې طرحې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي ممکن نوې مسینجرې او نور تخنیکي بدلونونه د دغه پلان د عملي کیدو لپاره رامنځته شي.

د فیسبوک مالک وایي، شاید داسې فضا رامنځته کړي چې ځانګړي پیغامونه له خاصو کوډونو سره واستول شي، چې له استونکي او ترلاسه کوونکي پرته هیڅوک؛ ان فیسبوک کمپنۍ به یې په اړه نه پوهیږي.

د ماتې د جبران هڅه
فیسبوک په تېرو څو کلونو کې له دې کبله سخته ماتې وخوړه، چې د خپلو کاروونکو ټول شخصي معلومات، رازونه او خصوصي حریم یې په سمه توګه خوندي نه کړای شو.

دا کمپنۍ له دې اړخه ځینو رسواییو سره مخ او په ځینو هېوادونو کې د میلیونونه ډالره تاوان ورکولو ته اړ ویستل شوه.

اوس له نوي پلان سره دا کمپنۍ غواړي، چې د خپلو کاروونکو مخ په کمیدونکی شمېر کنټرول او زیانمن شوی باور بیرته ورغوي.

دا چې په دې کار به څومره بریالی شي، د وخت له تېریدو سره به ثابته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران