ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې رسنۍ روغه سټه ژوند بڼه

ایا فیسبوک په اعتیاد بدلیدی شي؟ څنګه یې کنټرول کړو؟

لیکواله: ایلزابیت هرټني- پي ایچ ډي
ژباړه: تورپیکۍ سادات

په داسې حال کې چې د فیسبوک اعتیاد لا د اعتیاد یوه پیژندل شوې بڼه نه ده. خو د فیسبوک د زیاتې کارونې په اړه د اعتیاد څیړونکي روغتیا پالان اندېښنې لري. دوی باور لري چې فیسبوک په اعتیاد (روږدې کیدو) بدلیدای شي او د کارونکو روغتیا ته زیان رسولی شي.

دا مهمه ده چې پوه شو اعتیاد یا پر یو څه تر مضره حده روږدي کیدل خپل مشخصات لري. په دې کې د هغه وخت اندازه چې تاسو یې پر یو مشخص کار تیروئ. د نورو کړنو په وړاندې خنډ کیدل او ستاسو د ژوند په نورو اړخونو یې اغیزې شاملې دی.

په یاد ولرئ چې ګڼ خلک د ورځې په ټاکلې اندازه فیسبوک کاروي خو ناوړه زیان ورته نه اړوي. خو که تاسو داسې څوک یئ چې فیسبوک سره مو د معتادیدو ویره وي او د فیسبوک کارونه مو په یو اعتیاد بدله شوې وي چې ستاسو د ژوند نورې چارې یې زیانمنې کړي وي. نو دلته ځینې لارې چارې درسره شریکوو چې دا اعتیاد راکنټرول کړۍ کنه پر ژوند او روغتیا دواړو مو ناوړه اغیز کولی شي.

ایا تاسو په فیسبوک کې ډیر زیات وخت تیروئ؟

لومړی ګام دا دی چې معلومه کړئ تاسو په فیسبوک کې هره ورځ څومره وخت تیروئ. ان که تاسو هره ورځ هم فیسبوک کاروئ ښايي دا په دې معنی نه وي چې له حده زیات یې کاروئ.

ددې لپاره تاسو زما هغه کړنلاره چې زه یې د انیټرنیټ په اړه د خپل پوهنتون محصلانو ته ښیم کارولی شئ. هغه دا چې که غواړئ روغ او سالم اوسئ نو له سکرین لرونکو وسایلو سره تړلی کار د ورځې دوو ساعتونو ته راکم کړئ.

په دې کې تلویزون لیدل، دوستانو ته د پیغامونو استول او کمپیوټر سره تړلي کارونه ټول شامل دي. معلومه خبره ده چې فیسبوک کارول هم باید د همدې دوو ساعتونو برخه وي. خو که تاسو د ورځې یوازې ساعتونه ساعتونه فیسبوک کې تیروئ نو بیا دا مسله د اندېښنې وړ ده او په داسې توګه چې درک کوئ یې نه ستاسو اړیکې له ریښتیني ژوند او واقعي چاپیریال سره محدودوي او په فزیکي او رواني ناوروغیو مو اخته کوي.

وړاندیز : که چیرې تاسو تر دوو ساعتونو زیات وخت په سکرین لرونکو وسایلو تیروئ او فیسبوک ددې تر ټولو زیاته برخه وي. نو ښه داده چې د ورځې په اوږدو کې د فیسبوک د لیدلو، د راغلو پیغامونو د ځوابولو او د دوستانو د شریکو کړو پوسټونو د کتلو لپاره یو ساعت وخت وټاکئ. تاسو کولئ شئ دا یو ساعت په سهار او ماښام وویشئ. خو یاد لرئ کله مو چې ټاکلی وخت پوره شو فیسبوک وتړئ.

ایا فیسبوک درته ډیر مهم شوی؟

فکر وکړئ چې ایا فیسبوک کارول مو په ژوند کې ډیر مهم شوي دي؟ اهمیت یې ستاسو د ژوند له نورو چارو لکه کار، پوهنتون، له ملګرو او کورنۍ سره د حقیقي وخت تیرولو او ستاسو د ژوند له نورو لیوالتیاوو او مسولیتونو سره مقایسه کړئ.

که چیرې فیسبوک په دې لیست کې د اهمیت له پلوه په سر کې وي، نو څرګنده خبره ده چې ورسره د اعتیاد ستونزه جدي ده. تاسو د ژوند نور مهم او صحي فعالیتونه فیسبوک ته د وخت ورکولو لپاره کموئ او دا د وخت په تیریدو ستونزې رامنځ ته کوي.

لاندې ټکو ته ځانګړې پاملرنه وکړئ:
• ایا د فیسبوک کارولو له کبله د خپل نظافت د ساتلو، د ورزش او صحي خوراک په اړتیا جوړجاړی کوئ یا په کې غفلت کوئ
• ایا تاسو له فیسبوک سره دومره بوخت یئ چې له خلکو سره له ريښتیو اړیکو لرې شوي او منزوي شوي یئ.
• ایا تاسو په پوهنتون، ښونځي، کار او خپلوي پالنه کې د فیسبوک د ډیرې کارونې له کبله له ناکامیو سره مخ یئ.
که له دې یو ټکی هم ريښتیا وي، نو دا د یو شخص په ژوند واقعي ستونزه ده او زیان رسونکې ده.

وړاندیز : د هغو شیانو یو لیست جوړ کړئ چې تاسو غواړئ د فیسبوک کارونې پر ځای یې ترسره کړئ. بیا له دې کارونه څخه د فیسبوک پر ځای د ورځې د لږ تر لږه یو کار د ترسره کولو هوډ وکړئ او پلان یې کړئ.

د بیلګې په توګه که تاسو غواړئ یو کتاب ولولئ نو کتاب درسره واخلئ. کله مو چې فرصت وموند او فیسبوک د پرانیستلو نیت مو شو پر ځای یې همدا کتاب راوخلئ او یوه برخه یې ولولئ. هغه فعالیتونه به چې تاسو یې د فیسبوک کارونې متبادل کوئ ډیر واړه وي خو ډاډمنه کړئ چې دې بهیر ته دوام ورکوئ او هره ورځ لږ تر لږه یو د خپلې خوښې کار ته د فیسبوک کارونې له وخت څخه یوه برخه ورکوئ.

پر دې سربیره د ورځې درې وخته خوراک، د خپل نظامت خیال ساتل او کافي خوب او فزیکي تمرین باید په هیڅ شي بدل نه کړئ. ان پر فیسبوک هم .

ایا فیسبوک تاسو ته رواني او احساسي ستونزې پیدا کوي؟

فیسبوک په شروع کې ښه تجربه ده. خو ورو ورو یې کارول جنجالي کیږي. کله ناکله خلک داسې شیان خپروي او تاسو یې ګورئ چې تاسو خپه کوئ. غوسه کوي مو او یا مو په نور بڼو له اړتیا پرته احساساتي کوي.

ایا تر اوسه له دې لاندې مواردو کوم یو درته پېښ شوی؟

• کله مو په فیسبوک کې د یو چا له خوا د خپاره کړي پوسټ له کبله خوب تښتیدلی او بې خوبه کړی یې یئ؟
• ایا کله چا په فیسبوک کې انلاین ځورولي یئ یا له نورو سره په انلاین شخړو او ناندریو اوښتې یئ داسې چې ستاسو طبعه یې خرابه کړې وي یا مو بل څوک بې چورته کړی وي؟
• ایا کله چا په یو داسې عکس کې ټګ کړي یئ چې تاسو نه غوښتل ویې ګورئ؟

• ایا کله مو داسې ناوړه څه لوستي یا لیدلي چې تر ډیره ستاسو له ذهن څخه نه وتل او ستاسو پر ورځني ژوند او چارو یې اغیز کړی؟
که له دې مواردو یو هم درته پېښ شوی وی، نو څرګنده خبره ده چې فیسبوک که ډیر او بې ځایه وکاروئ د وخت په تیریدو ستاسو پر رواني روغتیا او احساساتو ناوړه اغیزې کوي او له رواني ستونزو سره مو مخ کوي.

وړاندیز: د هغو کسانو د ملګرتیا بلنه مه منئ چې نه یې پيژنئ. هغه کسان سمدستي د ملګرو له لیست څخه وباسئ چې انلاین ځورونه، انلاین کنځلې، انلاین جنجالونه او ناندرې او انلاین سپکې سپورې وایي.

نه یوازې له ملګرتیا یې وباسئ بلکې بلاک یې کړئ. ژوند کې نورې ستونزې ډیرې دي په لوی لاس ځان ته فیسبوکي ستونزې مه اخلئ.

کیدای شي د خپلو مسلکي کارونو لپاره لینک این اکاونټ وکاروئ او فیسبوک یوازې کورنۍ او نژدې دوستانو سره وتړئ.

همدارنګه هر هغه څوک چې باور پرې نه لرئ او یا یې سم نه پیژنئ د فیسبوک څخه لرې کړئ. که یو دوست مو پرلپسې داسې تبصرې او پوسټونه کوي چې تاسو ته ځورونکي وي او یا درته تیري کونکي ښکاري، تاسو کولی شئ چې د هغه پوسټونه او تبصرې د فیسبوک د افشنونو پر کارولو له خپلې مخې داسې پټې کړئ چې دوست مو دوست پاتې شي خو له چټیاتو یې نه خبریږئ.

د خپل اکاونټ پرایویسي( محرمیت) وګورئ څو نور دوستان مو هغو عکسونو څخه خوندي چې خلک په کې تاسو ټګ کوي.

ایا فیسبوک ستاسو بد اړخ خلکو ته ښيي؟

هر انسان ښه او بد اړخونه لري ، ځینې خلک چې ما ورسره خبرې کړي له هغه څه ځوریدلي چې دوی یې د فیسبوک له لارې خلکو ته د دوی د بد اړخ څرګندیدل بولي. دا ممکنه ده چې کله ناکله تاسو داسې تبصرې وکړئ چې د نورو احساسات ودردوئ یا داسې عکسونه خپاره کړئ چې تاسو په بد ډول ښيي یا داسې ناندریز پوسټونه خپاره کړئ چې ګڼ خلک درڅخه خوابدي کړي. په عمومي توګه فیسبوک تاسو کله ناکله د نورو خلکو په کار کې کار لرلو ته او یا په داسې څه کې کار لرلو ته هڅوي چې ستاسو په کې هیڅ کار نه وي.

ځینې وختونه ګوتې تر هغې چې عصاب فکر کوي چټک کار کوي. چې ممکن لنډمهاله او اوږدمهاله اغیزې ولري.

وړاندیز: که فکر کوئ چې فیسبوک ستاسو بد اړخ خلکو ته ښيي یا یې ښودلی، نو دا ددې لپاره ښه وخت دی چې د یو څه وخت لپاره له فیسبوک سره خدای پاماني وکړئ. میاشت یا میاشتې وروسته ورته راستانه شئ خو دا ځل د ځان لپاره حدود او پولې وټاکئ، ځان سره وټاکئ چې څه به پوسټ کوم او څه به نه پوسټ کوم .

پایله دا چې فیسبوک وکاروئ، خو داسې نه چې ستاسو د ژوند د ريښتینو او اړینو فعالیتونو مخه ونیسي او یا مو د طبعې او چورت د خرابۍ سبب شي. هر څه حد لري او تر حد تجاوز مه کوئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */