ټولنیز ژوند رسنۍ

فیسبوک ته بده میاشت؛ ۱،۶۳ میلیونه ډالره جریمه په مخکې لري

لیکنه: بشر درویش

فیسبوک ټولنیزه رسنۍ، چې د یوې لویې نړیوالې ټیکنالوژیکې کمپنۍ په توګه پېژندل شوې،دا میاشت ورته له لانجو ډکه ده.

په دې میاشت کې څو پرله پسې پېښې د دغې کمپنۍ لپاره له تاوانه ډکې وې.

یو ځل کمپنۍ اړوند د واټ سپ شبکې بنسټګر او مشر له خپلې دندې استعفا وکړه.

ورپسې د انسټګرام شبکې بنسټګرو او مخته وړونکو، چې هغوی هم د فیسبوک کمپنۍ تر چتر لاندې فعالیت کاوه، له خپلو دندو استعفاوې وکړې.

په تازه ګام کې، څو ورځې وړاندې د فیسبوک تر۵۰ میلیونه اکونټونه له سخت امنیتي ګواښ سره مخ شول.

د فیسبوک کمپنۍ له دغه ګواښ سره، پر خپلو کارونکو غږ وکړ، چې خپل پاسورډونه نوي او امنیتي سیستم غښتلی کړي.

د جریمې احتمال

اوس د دې احتمال شته، چې د اروپایي ډالرو په حساب فیسبوک کمپني ۱،۶۳ میلیونه جریمه شي.

دغه جریمه د میلیونونه تنو د فیسبوکي اکونټونو له هیک کیدو وروسته دې کمپنۍ ته په مخ کې ده.

د دې جریمې احتمال یوازې په ایرلینډ کې دې کمپنۍ ته پیدا شوی.

د ایرلینډ د تخنیکي چارو عالي کمیسون له فیسبوک کمپنۍ غوښتي څو د اکونټونو د هیک کیدو پر څرنګوالي وضاحت ورکړي.

ایرلینډ وړاندوینه کړې، چې فیسبوک کمپني ممکن د دغو اکونټونو د هیک کیدو په اړه قانع کوونکي معلومات ورنه کړای شي او په دې دلیل به ۱،۶۳ میلیونه ډالره جریمه ورکړي.

د اروپا د قوانینو له مخې، هغه کمپنۍ چې د خپلو مشتریانو اطلاعاتی امنیت ونه شي ساتلی، د خپلو عوایدو څلورمه برخه باید د جریمې په ډول د اروپایي هېوادونو حکومتونو ته ورکړي.

د فیسبوک غبرګون

د فیسبوک کمپنۍ یوه ویاند ویلي، چمتو دي چې د ایرلینډ حکومت ته د هیک شویو اکونټونو د امنیتي خوندیتوب په اړه معلومات ورکړي.

د فیسبوک ادارې د ۵۰ میلیونه اکونټونو د هیک کیدو خبر د تېرې جمعې پر ورځ خپورکړ، په داسې حال کې چې د ایرلینډ د اعلان له مخې دغه اکونټونه د تېرې سې شنبې په ورځ هیک شوي وو.

د فیسبوک کمپنۍ بنسټګر مارک زاکربرګ د روان میلادي کال په مۍ میاشت کې د فیسبوک له اطلاعاتو څخه د غلطې استفادې له کبله د پارلمان اروپا ته د توضیحاتو لپاره احضار شوی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي