کلتور او هنر

یو ځوان د دې لپاره چې مائیکل جکسن په څېر ښکاره شي ۱۱ ځله خپل مخ عملیات کړی

یوه ارجنټاینی ځوان تر اوسه د انګلیسې ژبې د مشهور هنرمند مائیکل جکسن د مینې لیونی دی او لا هم غواړې له خپله ځانه سره د څیره وساتي.

دغه ځوان نه یوازې چې پر هغه مئین دی او خوښیږي یې، غواړې چې کټ مټ د هماغه سندرغاړي په شکل هم ښکاره شي.

دده مینه د دې لامل شوې چې تر اوسه یې په زرهاؤ ډالر په دې خاطر مصرف کړي تر څو څهره یې مائیکل جکسن ته ورته شي.

رسنۍ وایي، دې ارجنټایني ۲۲ کلن ځوان د خپل مخ د پلاسټیک عملیات او نورو کارونو یې تر ۳۰ زرو زیات ډالر مصرف کړي چې تر ۲۵ لکو افغانیو زیات مصرف دی.

که څه هم په اوس وخت کې مائیکل جکسن مینوال په کمېدو دي، مګر بیا هم لیو بلانکو په نامه دغه ارجنټیاینې ځوان د جکسن د سرسختو مینوالو څخه دی.

دی وایي چې د مائیکل جکسن ويډیوګانې به یې لیدلي او تر هغې وروسته د نوموړي مینوال شو.

نوموړي په ۱۵ کلنۍ کې دا فکر واخیسته چې دې د جکسن په څېر ښکاره شي او لومړی عملیات یې هم په ۱۵ کلنۍ کې وکړ، له دې وروسته یې بیا یوولسو څخه زیات نورو عملیات په همدې هدف کړي تر څو لیولانکو په حقیقي ډول د دغه هنرمند په شکل ښکاره شي.

د معلوماتو له مخې، نوموړي ۴ ځلې خپله پوزه عملیات کړي، د دې سربېره یې زنه او د مخ کاسه او ورسره تړلې نورې برخې هم عملیات کړي دي، چې تر دې دومره عملیاتو وروسته اوس نوموړي مائیکل جکسن ته ډېر ورته ښکاري.

وایې کله چې یې خلک وګوري نو حیرانیږي، خو په خبره یې دغه کار یې کورنۍ زیاته خفه کړې ده.

بلانکو وایي چې دی خپله څهره، خپل ټول بدن او خپل روح هم د مائیکل جکسن په څېر جوړوي په خبره یې، که یې په دغه کار سره ټول شته او پیسې هم مصرف شي نو چمتو دی دغه کار تر سره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی