ساینس او ټیکنالوژي

فیسبوک کې د پوسټ کولو لپاره څنګه عکس واخلئ؟

که چیرې په ټولنیزو او انلاین رسنیو کې له یوې لیکنې یا پوسټ سره ښکلی عکس مل کړئ، دې کې هیڅ شک نه شته چې د ډیرو خلکو پاملرنه ور اړوي او پیغام مو تر ډیرو کسانو پورې رسوي.

ددې ښکلي عکس د اخیستلو لپاره اړینه نه ده چې تاسو دې پروفیشنل کمره ولرئ او یا دې هم خپله مسلکي عکاس واوسئ.
مسلکي عکاسان د انلاین پوسټ کولو لپاره د عامو موبایلونو په وسیله عکس اخیستونکو ته لاندې سپارښتنې کوي.

1- لومړی یې په موبایل کې وګورئ . کله چې پر موبایل ټیلفون عکس اخلئ د کمرې د تڼۍ له کیکاږلو مخکې د موبایل هینداره په غور وګورئ چې ایا د عکس هدف( هغه څه چې عکس یې اخلئ) پر سکرین روښانه او ښه ښکاري کنه. د عکس اخیستو پر مهال هڅه وکړئ چې لاس مو ونه خوځیږي.

2- اړینه نه ده چې د عکس په مقابل کې دې ګڼ کسان و اوسیږي یا دې ورته ځانګړی او پیچلی ډیکوریشن جوړ کړئ. بلکې ډیر کله ډیر ساده اخیستل شوي عکسونه تر ټولو موثر او راښکونکي وي.

3- د عکاسۍ د ”یو له دریمې “ قانون مراعت کړئ. دا قانون ټینګار کوي، چې د عکس مهم عنصر د هغو افقي او عمودي کرښو د تقاطع په ټکي کې روالي چې عکس په درې برخو تقسیموي. په ساده ژبه د عکس اصلي هدف او اصلي عنصر باید یا د عکس یوې ډډې ته وي، یاهم د عکس پورتنۍ او یا لاندینۍ خوا ته وي. نه دا چې د عکس په مرکز کې یې راولئ. البته مخ هر چیرې راوستلی شئ.

4- بیلابیل لیدلوري وازمویئ. هڅه وکړئ چې له مختلفو زاویو د عکس موضوع ته وګورئ او بیلابیل لیدلوري و ازمویئ. داسې هم کولی شئ چې یو څه کمرې ته نژدې فوکس کړۍ او یو بل څه د عکس په بګراونډ کې په نظر کې ونیسئ.

5- کله چې عکس اخلۍ ډاډمنه کړئ چې د کامرې په وړاندې د عکس مخې ته داسې څه شته چې تاسو ته یوه مرکزي نقطه درکړي. بیلابیل بافتونه وکاروئ څو عکس کې په زړه پورې تناسب رامنځ ته شي.

6- روښنايي او سیوري په عکس کې ښایسته تضاد رامنځ ته کوي هڅه وکړئ چې ځینې عکسونه داسې واخلئ چې روښانه رڼا او تیاره سیوری په کې غاړه غړۍ شوي وي.

7- په عکس کې رنګونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړئ هڅه وکړۍ چې رنګونه سره په داسې تناسب واخلئ چې یو بل سره پخلا شي. نه داسې چې له یو بله ډیر زیات مختلف وي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */