خوندیتوب روغه سټه

د سترګو خارښت، سببونه او کورنۍ درملنه یې

ژباړه: پلوشه فضلي

د سترګو سوځېدل یا خارښت یوه عامه مریضي ده چي زیاتره د شپې له خوا احساسېږي، دا ځکه چي د شپې له لوري سترګه لږ متحرکه وي او زیاتره د استراحت په حالت کي وي – نو ځکه د ورځي په نسبت د یادي مریضۍ احساس او درد یې د شپې له لوري مالومېږي – په نننۍ لیکنه کي مو یې پر سببونو سربېره د هغه کورنۍ درملنه هم درته را اخیستې ده.

د سترګو د خارښت سببونه
یو لړ ناروغۍ دي چي د سترګو د خارښت سبب کېږي لکه: استنوپیا یا د سترګو ستړي کېدل. د سترګو د سوي یا خارښت یو علت هم د سترګو خسته کېدل یا وچېدل دي چي زیات وخت د کمپیوټر مخ ته کښېنستل او یا په يوه اوږده سفر موټرواني کولو څخه را پیداکېږي.

الرژي: الرژي یا حساسيت د خارجي عاملو سره په تماس کي کېدو حخه منځ ته راځي چي وروسته د سترګو د سوځېدو علت کېږي. خارجي عوامل لکه د آرایش یا سينګار سآمان، خاوري او داسي نور…

د سترګو وچوالی: د سترګو وچېدل هغه وخت پیداکېږي چي سترګه ونه سي کولای په مناسبه اندازه رطوبت ایجاد کړي.

درماتیت اتوپيک: درماتیت اتوپيک یو ډول ګرده یا دانه ده چي د سترګو د پوست د خارښت او وچېدو سبب کېږي.

التهاب ملتحمه : دا یو ډول د سترګو ناروغي ده چي د سترګو د سرو او وچېدو سبب کېږي. همدارنګه د ځینو دواو استعمال شوني دي د سترګو د خارښت پیداکېدو لامل وګرځي لکه: انتي هیستامین او د ويني د فشار دواوي.

د سترګو د سوځېدو کورنۍ درملنه:
ځیني کورنۍ نسخې یا طریقې سته چي ستاسي سره د سترګو د خارښت په کمولو کي مرسته کوي.

۱-د ۲۰-۲۰- ۲۰ قانون عملي کول
د کمپیوتر سکرین ته ډېره ناسته هم د سترګو د خارښت سبب کېږي، نو هغه کسان چي د شپې له خوا د سترګو د خارښت سره مخامخ کېږي، پر کمپیوټر دي د کار کولو پر مهال پورته قانون عملي کړي چي طریقه ئې په لاندي ډول ده:
هر شل دقیقې دي کمپیوټر ته تر کتلو وروسته شل ثانیې یوه شي ته چي د شلو فوټو په اندازه باندي ستاسو څخه لېري وي، ورته وګوري چي په دې سره ستاسي د سترګو خارښت تر یوه بریده ورک کېږي.

۲-یخ او ګرم ټکور
که د سترګو د خارښت څخه ځورېږئ، نو ټکور درسره پوره مرسته کولای سي. ګرم ټکور هغه وخت مرستندویه وي چي کله د سترګو خارښت د الرژۍ یا حساسیت څخه سرچینه اخلي او یخ ټکور هغه وخت درسره مرسته کوي چي کله پوه سئ چي د سترګو خارښت د باد، دوړو او یا ګرمۍ څخه دی.

۳-د هواکښ څخه استفاده کول
وچه هوا هم د سترګو د خارښت سبب کېږي. کوم کسان چي د سترګو خارښت لري، د خوب په اطاق کي دي د هواکښ څخه استفاده وکړي- خاصتاً بیا په ژمي او یا هغو ځایو کي چي وچه هوا لري.

۴-د لینز څخه استفاده کول
ځیني کسان د شپې له لوري د لينز څخه استفاده کوي چي دا هم د سترګو د خارښت له لاملونو څخه یو کېدلای سي. بهتره خبره ده چي د شپې له لوري لینزونه د سترګو څخه لېري کړل سي.

۵-هغه څه لېري کول چي حساسیت ورسره لرئ
هغه کسان چي حساسیت لري باید تر ممکنه بریده هغه څه له ځانونو څخه لېري کړي کومو سره چي حساسیت لري. حساسیت د سترګو د خارښت یو له لویو سببونو څخه دی.

سپارښتني:
– تر اوږده سفر کولو وروسته استراحت وکړئ.
– په داسي ځای کي مطالعه کوئ چي هلته کافي رڼا وي.
– د کمپیوټر تر زیات استعمال یا درس ویلو څخه وروسته استراحت وکړئ.
– د ورځي په جریان کي د مصنوعي اوښکو څخه استفاده وکړئ.
– د ضرورت پر مهال د عینکو یا لېنزو څخه استفاده وکړئ.
– د کمپیوټر له سکرین څخه په ۳۰ سانتي مترو فاصله کي کښېنئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي