خوندیتوب روغه سټه زده کړې

د سترګې په وروځې دردناکه دانه- داسې یې مخنیوی وکړئ

لیکنه: ياران

ژباړه: حامد مشواڼی

د سترګو د ګاټي شاوخوا د غوړو غُدې دي چې ځينې وخت کېدای شي دا غُدې د خيرو، شحمو او يا هم د مړ پوستکي پواسطه بندې شي. چې د دې غُدو د بندېدو په صورت کې د ګاټي په شاوخوا کې وړه دانه پيدا کېږي چې Stye نومېږي او په پښتو کې ورته غولنه يا غولنه وايي چې درد لري او ځينې وخت شايد آن تر دوه اونيو پورې وخت ونيسي.

نښې نښانې:

لکه څنګه مو چې مخکې وويل چې د غدو د بندښت له امله د ګاټي په شاوخوا کې د Stye په نامه دانه پيدا کېږي چې له دې دانې سره سوروالی هم مل وي. نورې نښې نښانې يې دا دي:

• له سترګو ډېرې اوښکې ځي
• د سترګې ګاټی پوستکی نيسي
• پړسوب او زوې
• د سترګې شاوخوا درد
• له رڼا سره حساسيت
• داسې احساس کول چې په سترګه کې څه شی وي

درملنه

تاسې کولای شئ په خپله دStye درملنه په ډېرو طريقو وکړئ چې په لاندې ډول دي:

۱. ګرم مالش ورکړئ

ګرم مالش د Stye د درملنې لپاره يوه اغېزمنه لاره ده ځکه چې د دې پواسطه د دې دانې زوې راوځي او زوی او غوړ سره منحل کېږي او دانه په طبيعي ډول په خپله تشېږي.

روغتياپالان وايي که يو ګرم ټوکر له پنځو څخه تر لسو دقيقو پورې په دانه کېښودل شي او دا عمل د ورځې درې-څلور ځله تکرار شي، نو کولای شي دانه ژر ختمه کړي. خو په ياد لرئ چې دانه بايد په زوره تشه نه شي او نه هم وزبېښل شي، يوازې مالش کار کوي.

۲. سترګه مو په اوبو او صابون پرېمينځئ

صابون او اوبه سره ګډ کړئ (که د ماشومانو شامپو چې اوښکې نه بهوي استعمال شي نو غوره ده) او بيا په لږو مالوچو يا هم يو پاک ټوکر خپله سترګه په دې اوبو سره مالش کړئ. کولای شئ دې کار ته تر هغې دوام ورکړئ تر څو مو چې دانه ښه شوي نه وي.

په دوامداره توګه د سترګې ګاټی پاک ساتل تاسې له دې دانې څخه ژغورلای شي.

۳. له سينګارتوکو څخه پرهېز وکړئ

سينګار توکي استعمالول ستاسې د سترګې شاوخوا خارښت پيدا کوي او د دانې په درملنه کې ځنډ راولي. همدارنګه د سينګار توکو د استعمال له امله کېدای شي مکروب بلې سترګې ته هم سرايت وکړي.

۴. درد – ضد دوا ګانې وخورئ

د انګلستان د ملي روغتيايي خدماتو ادارې NHSد سپارښتې پر اساس کولای شئ پاراسيټامول Paracetamol يا هم ايبوپروفين Ibuprofen استعمال کړئ. خو په ياد لرئ چې د شپاړس کالو ۱۶ څخه کم ماشومان بايد د Aspirin اسپرين له استعمال څخه ډډه وکړي.

۵. د مساژ پواسطه بهيدنه تنبيه کړئ

لاسونه مو پاک پرېمنځئ او د سترګې شاوخوا مساژ کړئ څو دانه په مکمل ډول خالي شي. که درد يې کاوه نو بيا يې مه مساژ کوئ. سترګې مو پاکې وساتئ او لاس مه وروړئ.

۶. انتي بيوتيک ملهم وکاروئ

کولای شئ له دواخانې څخه انتي بيوتيک ملهم واخلئ او د سترګې په خوږه برخه کې يې تطبيق کړئ. له موضعي سترايدونو (Topical Steroids) څخه ډډه وکړئ ځکه چې بد عواقب رامنځته کولای شي.

څه وخت بايد ډاکټر ته ولاړ شئ؟

۱.که دانه مو د سترګو نظر اغېزمن کړي
۲.په څو اونيو کې هم ښه نه شي
۳.درد کوي او پړسوب لري

ډاکټر به څه وکړي؟

۱.په يو پاک تعقيم شوي نيډل (ستنه) دانه سورۍ کړي
۲.تاسې د سترګو متخصص ته ولېږي
۳.د دانې شاوخوا باڼه لرې کړي

څنګه کولای شو له Stye څخه ځان وژغورو؟

• خپلې سترګې او باڼه پاک ساتئ
• له ويده کېدو څخه مخکې مو سينګار توکي لرې کړئ
• له ويده کېدو څخه مخکې مو مخ ومينځئ
• هره ورځ خپل سينګار توکي بدل کړئ

همدارنګه له لاندې کارونو څخه ځان وساتئ:

• په خيرنو لاسونو عينکې را اخېستل
• په خيرنو لاسونو سترګې موښل
• له هغه کس سره شريک دسمال استعمالول چې په سترګه يې دانه وي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران