سیاست

افراطیت؛ لاملونه او حل لارې

لېکنه: غازي عابد

افراطیت

افراطیت په یوه کار کې له حده زیاتوالی او تیری، داسې زیاتوالی او تېری چې د یوه بل فرد یا افرادو د مجموعې پر حقوقي حریم د بې دلیله توجیهاتو په زور ظلم، زیاتي، سخت ګري او تجاوز سره وشي.

له بدمرغه اوس اسلامي نړۍ له دې خطرناکې پدیدې ځوریږي او بیا په خاص ډول افغانستان په بیلابیلو ډولونو سره دا بد مرغي د پرمختګ له لوړو پوړونو وروسته پاتې کوي.

د افراطیت هیڅ ګټه نړۍ او اسلام ته نشته، ځکه اسلام اعتدال غواړي او افراطیت اعتدال له منځه وړي. هر کله چې اعتدال تر پښو لاندې شو، هلته په ټولنه کې لوړې ژورې رامنځته او د بې ثباتۍ او وروسته پاتې والي سبب کیږي.

دا نړۍ هسې عبث نه ده پیدا شوې، بلکې دا نړۍ د موقت ژوند لپاره ده، نه د افراطیت لپاره، ځکه افراطیت وژنه او مرګ دی، که افراطیت وي، بیا نو زموږ ژوند له خطراتو سره مخ دی، د خدای عبادت رانه پاتې دی، خپل منځي اړیکې نه شو لرلی، پرمختګونه نه شو کولی او په سمه توګه الهي احکام او اوامر نه شو عملي کولی.

افراطیت په اړه به ممکن ډیر بحثونه شوي وي، ډیر کنفرانسونه، غونډې او راټولېدنې یې په اړه شوي، په خاص ډول د هغه افراطیت په اړه چې اوس ترې متاسفانه افغانستان ځوریږي، خو زه دلته اوس یوازې په افغانستان کې د افراطیت ځیني لاملونه بحث کوم چې زما په نظر دلته د افراطیت شتون یې سبب شوی دی.

لومړۍ برخه

لومړی لامل– په پراخه کچه پوهې او علم نه شتون، په خاص ډول د اسلام په اړه د خلکو د ښې پوهېدنې او علم کموالی.

دویم لامل فقر: تر ډیره افراطیت ته هغوی مایله او ورته هڅیږي چې بیوزله وي او اقتصادي ستونزو راګیر کړي وي، په خاص ډول د جګړو په لیکو کې، ځکه هغوی چې جګړه کې ښکیل دي د اکثرو یې لامل اقتصادي ستونزو له امله هلته ورتګ وي.

زه خپله له هغو اشخاصو او خلکو سره ډیر مخ شوی یم، چې هغوی وسله په لاس کې اخیستې، جګړه کوي او تشدد رامنځته کوي، ما ترې پوښتلي چې ولې جګړه کوئ، دا خو ژوند له خطر سره مخامخ کوي، هغو وايي، کاروبار نشته، تش ګرځیږو، له همداسې تش ګرځیدو نه ښه دی چې داسې اعمال وکړو، ځکه دلته یو څه لاسته راځي.

دا به ومنو چې وسله په لاس کې اخلي، ولې دوی یو بل کار و عمل نه کوي؟ خو نه؛ یو بل مشکل یې دا دی چې هغوی اکثریت له زده کړو لرې پاتې دي، نو چې له زده کړو لرې وي، څنګه به دا تمیز په سم ډول وکولی شي.

دریم لامل: په واک کې د موجود ظلم او زیاتی، دولتي سطحه کې فساد او له اساسي حقونو څخه د خلکو محرومیت یې بل لوی لامل دی.

په ډیرو ځایونو هغوی چې په واک کې د، یعنې چارواکي دي؛ د دوی فساد، خپلسري، زورواکي، له اساسي حقونو څخه د عامو خلکو محرومي، لکه د هغوی د عادې ژوند پر وړاندې بیلابیل خنډونه جوړول، عزت ته یې صدمه رسول او نور ددې لامل کیږي چې زیانمن د غچ اخیستنې په موخه یوه بله لاره غوره کړي، چې متاسفانه هغه لاره بیا همدا افراطیت ته مخه کول ورته لازمه ښکاره شي.

څلورم لامل: د دنیا غټو استعمارګرو او د پراخ واک او ځمکو غوښتونکو هیوادونو او ملتونو هم په هغو ځمکو کې د افراطیت زهر شیندلي چې دوی پکښې غلطې، خبیثې او ظالمانه موخې لري؛ خو دې ټکي ته جدي توجه په کار ده، که چیرته په افغانستان کې د پراخ او خپور شوي جهالت په نتېجه کې بې پوله افراطیت، جنګ او بحران نه وای موجود، نو امریکا به دغې سیمې او جغرافیې ته په کوم منطق او دلیلد را داخلېدای؟ یعنې بله هیڅ لاره یې نه وه، دلته د افراطیت شتون یې بهانه کړ او دا سېمه یې تر خپلې قبضې لاندې راوسته، چې اوس له بدمرغه هماغه پخوانی افراطیت څو چنده ته لوړ شوی.

پنځم لامل: نا امني: په زیاتو لرې پروتو سیمو کې په علمي ځایونو کې سخت افراط کیږي او تدریس هم اکثره پر همدې ولاړ وي. هلته لاسرسی نه وي. په ښوونځي کې موجود ښوونکی، زده کوونکی او بل شخص دومره کمزوری وي چې حتا په دې اړخونو نه پوهیږي چې څنګه دوی اعتدال غوره کړي او څه ډول دوی ځان او زده کوونکي له افراطیته وژغوري، ځکه دوی د هغوی وسله والو افراطیونو تر نظر او اغیز لاندې وي چې په سیمه کې واکمني لري.

شپږم لامل: له زده کوونکو سره بد چلند:یو بد چلند یې دا دی چې مقرري، کامیابي او ناکامي د روابطو او رشوتونو له لارې کیږي، چې له امله یې ظرفیت ټیټ دی، دا خلک بیا افراطیت ته مخه کوي.

اووم لامل: دلته د د مدرسې او ښوونځي ترمنځ توپير شته دی: ددوی ترمنځ دا واټن له منځه وړل ضرور دي، ځکه یو بل ته د افراط او تفریط نسبت کوي. هغوی چې ښوونځي کې دي فکر کوي چې افراطیان همدا د مدرسو ولا دي او هغوی چې په مدرسو کې دي فکر کوي چې ښوونځي ولا بې دیني زده کوي چې دوی په همدې بهانه یې پر ضد له تشدد نه کار اخلي او دا ددې لامل کیږي چې بلاخره افراطیت رامنځته شي.

اتم لامل: د افراطیت سره مبارزې او نورو برخو کې منډې ترړې اکثره بې فاییدې پروژوي وي او لنډ مهاله عملي کیږي، خو په سم ډول سره په اطرافو کې نه وي، چې په ژورو عواملو یې پانګونې وشي او یوه حل لاره راوباسي.

نهم لامل: بې علمي او سیاسي استفادې، نا امني، عدالت او انصاف نه شتون، ځکه چې حقونه مساوي ونه ویشل شي، افراط رامنځته کیږي او هر څوک خپل حقونه بیا په افراطي ډول لټوي.

لسم لامل: افراط کلتوري کول: موږ افراط په ډیرو برخو کې کوو تقریباً که ووایو زموږ د ژوند هیڅ برخه نه ده پاتې، ټولو کې افراط کیږي، لکه واده کې، مړي کې، کار کې، عبادت کې او نورو برخو کې… نو دا زموږ خپله ګناه ده چې افراط مو سم کلتوري او رواجي کړی دی.

یوولسم لامل: په نړیوال سیاست کې د افراطیت سره رښتیني مبارزه نه کیږي، په خاص ډول اسلامي نړۍ کې، ځکه له اسلامي نړۍ سره دا ظلم شوی، چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هیڅ اسلامي هېواد دایمي غړیتوب نه لري، چې په نړیواله کچه له افراطیته او تروریزمه ددې نړۍ د ژغورنې لپاره کار وکړي، او له خپلې ویټو حق نه په استفادې سره د اسلامۍ نړۍ پر ضد بیلابیلو نومونو باندې د روانو پروژو مخه ونیسي.

دویمه برخه

د افراطیت د لمنځه وړو حل لارې:

– د علم او پوهې کچه باید لوړه کړو، چې خلک اعتدال وپيژنې او د زیان او ګټې ترمنځ سم توپير وشي کولی.

– افراطیت فکري مبارزه غواړي، نو باید فکراً ددې پدیدې پر ضد مبارزه وکړو.

– له ماشومتوبه خپل کوچنی له داسې برخورده ساتل چې راتلونکي کې ترې افراطي جوړوي، لکه له دوی سره بد چلند نه کول.

– خپل منځي عُقدې باید ختمې کړو.

– د افراطیت پر ضد داسې شریکه مبارزه په کار ده چې نورې ټولنیزې ستونزې او او منفي غبرګونونه راپيدا نه کړي.

– قلموال دې قلمي افراطیت پریږدي، بلکې له همدې قلمه دې د افراط پر ضد رنګ وباسي.

– ناهیلې او ناامیدۍ ته دې خلک نه پریښودل کیږي او لاس په کار دې شي.

– په زده کړیزو برخو کې اساسي کار ته اړتیا ده چې متاسفانه دا تر اوسه په سم ډول نه دي شوي.

– سیاسیون نه شي کولی افراط ختم کړي، بلکې ویښ علما او ځوان دې ورته باید کار وکړي، څو له دې بدې پدېدې خلاص شو.

– او ځیني نور مسایل چې پورته مو په لاملونو کې یې یادونه کړې، که چیرته هماغه وپلټو او حل لارې ورته پیدا کړو، دا به ددې پدې او بدمرغې پدیدې په سر سخت ګوزار او د لمنځه وړو ښه لار وي.

یادونه: یو خبره باید یاده کړو چې ځیني اشخاص دا هڅه کوي چې د مذهبی افراطیت ریښې یوازې د یوې ډلې په دینی او اعتقادی زده‌کړو کې وګوري، خو له افراطي ډلو سره د ځوانانو یو ځای کېدو اصلی لامل، دینی زده‌کړې نه بلکې، غصه، ناهیلۍ او په یوه وینا کې فکري او ټولنیز ناهیلي ده، چې ځوانان د افراط کارونو او ټولنو خواوو ته بیايي.

((په افغانستان کې د افراطیت د ورکیدو په هېله))
غازي عابد-۲۰۱۷-۳-۲۶ صفا-دف-جلال اباد

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */