ټولنیز ژوند

د خپلو کارمندانو لپاره بیلګه اوسیدل

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د مدیر یوه له مهمو دندو څخه، د کارمندانو لپاره بېلګه اوسېدل دي، دا کار له هغوی سره مرسته کوي، ترڅو ځانونه د هغه فرد په څېر کړي، کوم چې دوی ستایي او هڅوي یې.

له بېلګه اوسېدو سره لارښونه، د مدیریت او رهبرۍ یوه له پرېکنده اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، د کارمند شخصیت او کړنې هېڅکله نه شي کولای، چې د مدیر له چلندونو او معیارونو څخه ښه او غوره واوسي. تاسو په سازمان کې د روحیې د ډېرښت مسؤول نه یاست، روحیه له پورته څخه ښکته ته را رسېږي، روحیه د مدیر یا مشر د ځانګړتیاوو او شخصیت پر بنسټ را منځته کېږي. د مدیرانو خبرې او کړنې کولای شي، د څانګې تګلوری مثبت یا منفي، ګټور او یا بې ګټې ثابت کړي.

ستره پوښتنه:
یوه له سترو پوښتنو څخه، چې کولای شئ ویې کړئ دا ده چې: که چېرې ټول افراد زما په څېر وای، نو شرکت مې څنګه کېده؟
په کاروبار کې دا دود دی، چې کارمندان له پېرېدونکو ( مشتریانو ) سره هغه چلند لري، کوم چې مدیر یې له دوی سره لري. کله چې د پېرېدونکو خدمتونه مو ښه او فوق العاده تر سترګو شول، نو پوه شئ، چې د صحنې شاته یو ښه او فوق العاده مدیر شتون لري، چې په ښه توګه په خپلو افرادو باندې پام ساتي. هر کله مو چې د پېرېدونکو خدمتونه کمزوري ولیدل، نو پوهېږئ، چې د دې افرادو مسؤول یو کمزوری او د منفي فکر خاوند مدیر دی. له هغه ځایه چې نه شي کولای د مدیر د منفي کړنو په وړاندې ودرېږي، نو خپله غوسه په پېرېدونکو باندې تشوي. تل دا موضوع وینئ.

د کار کیلي داده، چې له خپلو افرادو سره ښه او دوستانه چلند ولرئ او د هغوی ملاتړی واوسئ. تاسو په مثبت، خوشاله او ډاډه اوسېدو سره، په سازمان کې مثبته فضا را منځته کوئ. په کاري چاپېریال کې چې رییس هر کار ترسره کوي، نو د کارمندانو په افکارو، احساساتو، لید او چلند باندې بې کچې اغېزه کوي. د رییس یوه مثبته او انګېزه لرونکې جمله کولای شي، د ورځې په اوږدو کې د فرد، د ډېرې خوشالۍ او ګټور اوسېدو سبب شي، له بلې خوا د رییس یو منفي نظر به د ورځې په اوږدو کې د فرد، د خپګان، او نه ګټور اوسېدو سبب شي. د یوه مدیر په توګه ستاسو چال چلند په نورو افراد باندې ډېر زیات اغېز لري.

ټول تاسو ته ګوري:
ټول افراد رییس ته ګوري، هغوی د خپلو سترګو له کنجونو څخه ګوري، چاته چې هرڅه ووایئ، نو په چټکۍ سره ټولو ته رسېږي، ټول په هرڅه باندې پوهېږي. په کار و بار یا سازمان کې هېڅ راز شتون نه لري، که چېرې د کوم چا په اړه مثبت یا منفي نظر ورکړئ، حتا که چېرې ناڅاپي هم وي، له هغه څه څخه ډېر ژر یې غوږونو ته رسېږي، کوم چې تاسو یې تصور کوئ او معمولاً تحریفېږي. په غونډو او ناستو کې تاسو پیاوړي یاست، ټول تاسو ته ګوري، ټول له هغه څه څخه چې وایئ یې او یا یې هم ترسره کوئ او حتا له هغو خبرو او کارونو څخه چې هېروئ یې هم خبر دي.

د بېلګه ایز مدیریت یوه تر ټولو غوره تګلاره داده، چې تل مثبت واوسئ، تل د نورو کارمندانو په وړاندې د خپلو کارمندانو ستاینه وکړئ. هر کله چې د افرادو په نشتون او غیاب کې له هغوی څخه ستاینه وکړئ، په ډېره چټکه توګه یې غوږونو ته رسېږي، ستاسو په دې کړنې سره به یې په ځان باندې باور او اعتماد زیات شي او له ځانه به یو ښه تصویر ولري.

د ازموینې وخت:
تر ټولو مهم وخت، چې کولای شئ پکې بېلګه واوسئ، هغه وخت دی، چې ستونزه را منځته کېږي، کله چې تر فشار لاندې یاست، هغه وخت چې په سازمان کې ستره ستونزه، نیمګړتیا یا ماتې را منځته کېږي، دې شرایطو ته د ازموینې وخت وایي، یانې هغه وخت او ځای، چې د خپل رښتیني شخصیت څرنګوالی ښکاره کوئ، دا هماغه وخت دی، چې خپله رښتینې پېژندګلوي او هویت ټولو ته څرګندوئ.

د شخصیت د ښودلو لپاره فرصت:
هر کله چې په کار و بار کې ستونزه لرئ، نو په یاد ولرئ، چې د ټولو سترګې ستاسو خواته دي، دا هغه فرصت دی، چې کولای شئ، د یوه مشر یا رهبر په توګه خپله وړتیا او شخصیت څرګند کړئ. دا ستاسو دنده نه ده، چې د منفي شرایطو په وړاندې، له وېرې سره مل منفي غبرګون ولرئ، بلکې په ډېره آرامه او اغېزمنه توګه غبرګون ښکاره کړئ او ټول د حل لارو په موندلو او سم کار ترسره کولو باندې متمرکز کړئ.

که چېرې د یوه مشر په توګه هیله لرئ، چې ټول افراد غوره، اغېزمن او وخت پېژندونکي واوسي، نو باید تاسو په خپله هم غوره، اغېزمن او وخت پېژندونکی واوسئ. خپل وخت په ښه توګه مدیریت کړئ، راڼه لومړیتوبه وټاکئ، په خپلو مهمو دندو باندې کار وکړئ، په خپل کار کې هڅه او پشتکار څرګند کړئ، ترڅو ټول وویني، نه شئ کولای، له نورو څخه دا تمه ولرئ، چې ستاسو په کچه ورځنۍ کړنې ترسره کړي.

دغه راز زوړور او پرېکنده مدیر واوسئ، د اصولي رولونو منلو ته لېوالتیا څرګنده کړئ، له خپلو کارمندانو څخه ملاتړ وکړئ، ښه او کلک تصمیمونه ونیسئ او د خپلو کارونو د دلیل د توضیح کولو وړتیا ولرئ. یوازې دا مجسم کړئ، چې کارمندان هره ورځ او په هر ډول شرایطو کې تاسو ته ګوري او ستاسو د چلند په لیدلو سره هماغه ډول چلند کوي. د خپلو کارمندانو لپاره ښه بېلګه واوسئ، ترڅو ټول ستاسو په څېر چلند وکړي او شرکت مو د کار لپاره په یوه ښه او غوره ځای باندې بدل شي.

عملي تمرینونه:
۱ ـــ هغه چلند چې کولای شئ بدل یې کړئ، نو ویې ټاکئ، ترڅو د یوه مدیر په توګه ستاسو وړتیا او شخصیت ښکاره کړي؛ کوم چلند چې ترسره کول یې د ټولو لپاره ګټور وي. ( لکه: وخت پېژندنه ).
۲ ـــ همدا نن هڅه وکړئ، چې هرکله ستونزه رامخته کېږي، آرامه، مثبت او خوشاله پاتې شئ، ځکه ټول تاسو ته ګوري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل