اقتصاد

ايوا ګونداي ريويرا؛ د مکسيکو تر ټولو بډايه مېرمن

پوهان وايي د خپلو موخو تر لاسه کولو ته سخت شله اوسئ، ويې څار‌‌ئ او تر پايه ورته ژمن پاتې شئ، که په رسېدو کې يې ستونزه در پېښه شوه، د رسېدو لارې بدلې کړئ؛ خو موخې به مو نه بدلوئ، ځکه د موخو بدلول مو بالاخره خسته کوي چي بيا به کوچنيو کارونو ته هم زړه ښه نه کړئ.

برايان تريسي وايي صبر استقامت د هرې بريا بنسټ جوړوي، خو په سوداګرۍ کې بيا دا اصل تر ټولو مهم دى. ننۍ ميلياردره مو همداسې څوک ده چې نوې د فوربس د ميلياردرانو لست ته داخله شوې ده.

د نوموړې خپله شتمني چې ډېره برخه يې ورته له مېړه په ميراث پاتې شوې د يوي مشروباتي کمپنۍ له عايداتو ترلاسه کړې چې په لاتيني امريکا کې د مشروپاتو د تر ټولو سترو کمپنيو په ډله کې ده. همدارنګه د خپلو توليداتو تر څنګ په سيمه کي د کوکاکولا تر ټولو ستر ويشونکې هم ده، دا کمپنۍ چې( Femsa) نوميږي مشترکين يې وايي هغه وخت چې موږ خپل توليدات پيل کړل په لاتيني امريکا کې د مشروباتو يو شمېر کمپني موجود وې، په پيل کې دا ډېره سخته وه چې وويل شي موږ به يوه ورځ د يادې سيمې په مطرحو کمپنيو کي راشو خو پلانونه مو له پيله داسې تنظيم کړي وو چې د وخت په تېرېدو بايد لومړى شو، د پلان د پلي کولو پر مهال له ګڼو ستونزو او نا هيليو سره مخ و، خو مقاومت مو وکړ، هماغه و چې په څه موده کې مو د بازار ډېره برخه تر کنټرول لاندې کړه، همدې پرمختګونو موږ ته ډېره روحيه را کړه چې بالاخره نن ورځ د امريکا وچه کې د يوې منل شوې کمپنۍ په توګه را دبره شولو.

ايوا وايي مېړه به يې تل ورته ويل چې ژوند د مبارزې يو داسې ډګر وګڼه چې لوړې ژورې لري، د هر ډول حالت پېښېدو ته به تيارۍ لرې. کله چې د ايوا مېړه په ٢٠٠٨ کې مړ شو کمپنۍ يې ښځې او څلورو لوڼو ته پاتې شوه، چې په اوس وخت کې د يادې کمپنۍ ځه باندې ٥٠ سلنه په خپل کنټرول کې لري.

يوې لور يې د يادې کمپنۍ له عامل مدير سره واده کړى. کمپنۍ اوسمهال تر ډېره په نيويارک او مکسيکو کې خدمتونه وړاندې کوي، خو د امريکا نورو سيمو ته بيا د حرفوي او نورو سوداګرو له لورې وړل کيږي.

نوموړې کمپنۍ اوس په دې هڅه کې ده چې د نړۍ له نوموتو کمپنيو سره سيالي وکړي چې په وروستيو کلونو کې يې په دې اړه د پام وړ پرمختګ هم کړى دى. ايوا خپلې زده کړې تر لسانسه غزولې او په وينا يې چې هڅه کوي د کمپنۍ د لا ښه مديريت لپاره نورې زده کړي هم و کړي.

د فوربس د شميرو تر مخه ايوا ګونداي ريويرا د ٦،٦ ميليارد ډالره شتمنۍ سره په نړۍ کې ١٧٩ مه او په مکسيکو کې ٥ مه ستره شتمن ده. په مکسيکو کې د ښځو ترمنځ تر ټولو بډايه مېرمن ده. واده يې کړي پنځه پچيان يې دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */