متحده عربي اماراتو پر مسلمانانو د ټرمپ د بندیز دفاع کړی

په داسې حال کې چې په امریکا، بریتانیا او نوره نړۍ کې په میلونونو خلکو د ټرمپ پر هغه بندیز سخت اعتراض کړی چې دې هیواد ته یې د اوو مسلمان میشتو هیوادونو د وګړو پر ورتګ لګولی، د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر د ټرمپ دفاع ته رادانګلي دي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دا بندیز پر کوم مذهب د بندیز په معنی نه دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو لانجمن فرمان له لاسیک وروسته، امریکا ته له ایران، سوریې، سومالیا، یمن، سوډان او لبیا څخه چې ټول مسلمان میشتي هیوادونه دې د وګړو په هر ډول سفر موقت بندیز لګولی. همدارنګه یې د سوریې او نورو کډوالو ورتلل هم بند کړي دي.

خو د عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زید- النهیان چې ددې اسلامي هیواد تر ټولو لوړ پوړی ډیپلومات دی ، د چارشبې په ورځ یې د ټرمپ ددې بندیز سخته دفاع کړي.

نوموړې وویل چې ټول مسلمانان او اسلامي هیوادونه په دې بندیز کې نه دي شامل. د عبدالله بن زید- النهیان په وینا هغه هیوادونه چې بندیز پرې لګیدلی ستونزې لری او باید خپلې ستونزې هوارې کړي.

نوموړې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره په ابوظبۍ کې یو ګډې خبري غونډې ته وویل:

” خلک وايي چې په دې بندیز کې د یو مشخص مذهب خلک نښه شوي. خو ثابته ده چې دا خبرې سمې نه دي خپله د امریکا اداره هم وايي چې دا سمه نه ده او ددې پریکړه هدف د یو مذهب پیروان ( مسلمانان) نه دي. “

د ټرمپ دا بندیز چې یوه اونۍ مخکې یې د تیرې جمعې په ورځ لاسلیک کړ ددې سبب شوی چې یو شمیر کورنۍ وویشل شي او لسګونه کسان د امریکا په هوايي ډګرونو کې ساعتونو لپاره ونیول شي.

د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو سیاستوالو، بشري ادارو ، ملګرو ملتونو او د اروپا او امریکا عامو خلکو دا بندیز وغانده، لاریونونه یې وکړل، خو د خلیج د بډایو هیوادونو شیخانو نه یوازې دا چې دا بندیز ونه غانده بلکې ستاینه او پلوي یې د ډیرو لپاره په نړۍ کې حیرانونکي ده.

عربي متحده امارات، سعودي عربستان، قطر او بحرین په دودیزه توګه د امریکا نژدې متحدان ګڼل کیږي او په د ټرمپ په دې بندیز کې دا هیوادونه نه دي شامل.

د عربي متحده اماراتو د بهرینو چارو د وزیر تر دې ملاتړ مخکې د دوبۍ د پولیسو مشر ضاهي خلفان د دوشنبې په ورځ به یو ټویټ کې وویل:

” د ټرمپ له خوا ( د اوو اسلامي هیوادونو پر وګړو) د بندیز بشپړ ملاتړ کوو. هر هیواد د خپل امنیت د ساتلو حق لري. ټرمپ! هغه څه چې ته یې کوې بیخي سم دی.“

خو اروپايي هیوادونه او ملګري ملتونه بیا داسې نه و. د اروپايي ټولنې مشرانو د ټرمپ دا بندیز وغانده او ملګرو ملتونو د بشري حقونو خلاف وباله. په امریکا کې لسګونه زره خلک هوايي ډګرونو ته راووتل او د هغو مسلمانانو په ملاتړ یې مظاهرې وکړې چې د ټرمپ د بندیز له کبله اغیزمن شوي دي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */