ټولنیز ژوند سفر له نړۍ

اروپا د خپلو ځوانانو په اړه اندیښنې داسې حلوي

لیکنه: بشر درویش

بشر دروېش

یوازې افغان ځوانان ګڼې ننګونې نه لري، اروپایان هم له ننګونو نه دي خلاص، هلته بې کاري، اعتیاد او له سخت دریځو سیاسي او مذهبي ډلو سره د ځوانانو ورځ تربلې لېوالتیا دوی ته د ورپېښو ننګونو په سرکې حسابیږي.

متفاوته حل لارې

اروپایان بیا زموږ په توپیر د خپلو ځوانانو د راتلونکي په اړه اندیښنې په متفاوتو لارو حلوي.

هغوی د هرې ستونزې په علمي څېړنې او د څېړنو په پایله کې د لاسته راغلو مسئلو له مخې حلوي.

مثلا: د ځوانانو د دغو ننګونو په برخه کې دوی زرګونه ځوانان په رواني لحاظ څېړلي، څو هغه لاملونه ومومي، چې دوی یې له دغو ننګونو سره مخ کړي.

په دې ننګونو کې بې کاري؛ هغه هم د اروپا په شان سیمه کې په اسانه د حل وړ ده، ځکه اروپایان په اقتصادي برخه کې زیات رسیدلي.

کومې ننګونې، چې اروپا یې د خپلو ځوانانو راتلونکي ته زیاته اندیښمنه کړې، د دوی د اعتیاد او ورسره سخت دریځو سیاسي جریانونو ته مخ اړول دي.

دوی پوهیږي، چې دا دوه نورې ننګونې په اسانۍ نه حلیږي.

له ستونزې سره اروپايي چلند

اروپایي ټولنې د خپلو ځوانانو په اړه تر علمي څېړنو وروسته دوی ته د سیاحت یوه نوې لړۍ پیل کړې.
دغه لړۍ څه موده مخکې په دوبي کې پیل شوه . په هغه پړاو کې تر ۱۵ زرو پورې اروپایي ځوانان د اروپا مختلفو سیاحتي سیمو ته واستول شول.

دویم پړاو

د دغې لړۍ له بریالیتوب سره اوس اروپایي ټولنې د دغه بهیر بل پړاو ته چمتووالی نیولی، او تر ۱۲ زرو زیات ځوانان یې د سیاحت د یو بل پړاو لپاره ثبت کړي.

شرایط او د سیاحت بڼه

په اعلان شویو شرایطو کې راغلي، چې له دغه سیاحتي بهیر څخه ګته اخیستونکي ځوانان باید د ۱۸ کلنۍ عمر ته رسیدلي وي او د یوه اروپایي هېواد اوسیدونکي وي.

دوی به یا خپله یوه ۵ کسیزه ډله جوړوي او یا به د یوې داسې ډلې په چوکاټ کې شاملیږي.

تېر پړاو ته په کتو سره تمه ده، چې له ټاکل شوي حد څخه به ډېر ځوانان له دغه بهیر څخه ګټې اخیستو ته نوملیکنه کوي.

فرهنګي موخې

د اروپایي ټولنې د روزنې، فرهنګ، ځوانانو او ورزش د چارو کمیشنر تیبور ناواراسیس ویلي: له دغه پروګرام سره به ځوانان د اروپایي توب په مفهوم لا ډېر وپوهیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي