افغانستان عمومي

ایشچي: دوستم دې ممنوع الخروج، او دنده دې وځنډول شي

د اروزګان پخوانی والي احمد ایشچي وايي، چې ولسمشر دې د خپل لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دنده وځنډوي او هغه دې ممنوع الخروج اغلان کړي.

ښآغلی ایشچي وايي، شک يې ورځ تر بلې ډیریږي او فکر کوي، چې حکومت دده دوسیه له یاده ویستلې ده.

ایشچي زیاتوي: ((ټول قانوني مراحل بشپړ شوي. لوی څارنوال دې د دوستم دنده وځنډوي او هغه دې ممنوع الخروج اعلان کړي.))

ایشچي ادعا کوي، چې دوه میاشتې وړاندې د دوستم په امر د هغه ساتونکو نیولی او د جنسي تیرې هڅه يې پرې کړې. د جنرال دوستم یوه ویاند هغه وخت دا ادعاوې ناسمې بللې وې او ویلي يې وه، چې دا د جنرال دوستم د سپکولو هڅه ده.

د ایشچي د تازه څرګندونو په اړه ارګ او د لومړي مرستیال دفتر کومه تبصره نه ده کړې.

افغان ولسمشر اشرف غني ددې قضیې په تړاو د پوره څیړنو وعده ورکړې ده.

ایشچي وايي، چې که افغان حکومت دده غوښتنې ته ځواب ونه وايي، دې به د جرمنو نړیوالې محکمې ته عارض شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */