د ملی یووالي حکومت د افغانستان د اقتصاد لپاره څه وکړل ؟

لیکنه : عصمت الله کریمی

د ملي یووالي حکومت په داسي وخت کي په کار پیل وکړ چي افغانستان د نړیوالو ځواکونو او مرستندویه ټولنو ډیر کم ملاتړ له ځان سره درلود، بل خوا، د انتخاباتو شپږ میاشتي ځڼډ او د لسګونه مرستندویه موسسو د کار پریښدولو د افغانستان اقتصاد ته ضربه ورکړې وه. خلک بیکاره شوي وه، زیات شمیر خلکو وطن پریښود او اروپا او نورو سیمو ته کډه شول، داخل کي پانګونه هم کمه شوې وه.

اقتصادی وده له یو فیصد څخه کښته وه حال دا چي په ۲۰۱۲ کال کي له لس فیصده لوړه وه. په داسي شرایطو کي کار کول پوره زحمت او تعهد ته اړتیا درلوده. د ملي یووالي حکومت د کار لومړی کال د واک پر ويش او د کابینې پر جوړښت او پاتي څلور کاله یې د چارو په اداره کولو تیر شول. دا چي تېر پنځه کاله څنګه تیر شول او په کومو برخو کي تغیرات راغلي، دلته مو د اقتصاد یو څو اړخونه څیړلي دي:

۱. ملي ناخالص تولید او سړي سر عایدGDP and Per Capita Income

عموما د اقتصادی ودي د اندازه کولو له پاره د ملی ناخالص تولید څخه د وسیلې په حیث کار اخیستل کیږي. هرڅو فیصده چي ملي ناخالص تولید ډيریږي هماغه اقتصادی وده بلل کیږي. د افغانستان د مرکزي احصایې د معلوماتو پر اساس په تیر پنځه کاله کي د افغانستان ملي ناخالص تولید یوازي صفر اشاریه څلور بیلیونه ډالره لوړ شوی یعنی له ۲۱ بلییونه څخه ۲۱.۴ بلیون ډالره ته ورسيده حال دا چي د پاکستان ملي ناخالص تولید ۶۹ بیلیون ډالره او د نیپال هیواد ملي ناخالص تولید ۹ بلیون ډالره لوړ سو. نیپال او افغانستان په ۲۰۱۴ کال کي تقریبآ یوشان نفوس او ملی ناخالص تولید درلود. بل خوا د افغانستان سړی سړ عاید په تیر پنځه کاله کي له  ۷۴۷ ډالره څخه ۷۱۹ ډالر ته راټیټ شو حال دا چي د نیپال سړي سر عاید له ۶۷۵ ډالره څخه ۱۰۰۰ ډالره ته ورسید چي ۴۰۰ ډالره زیاتوالی ښیی اما افغانستان کي سړي سر عاید د افغانی د ټیټ ارزښت او کمزوري اقتصادی ودي له وجي د زیاتیدو پرځای راټيټ شو.

۲. لوږه او بیکاري

فقر یا لوږه نه یوازي د افغانستان بلکي د ټولي جنوبي اسیا هیوادونو اقتصاد ته لویه ستونزه پاتي شوې ده. د نړی څلویښت فیصده غریب خلک په همدې سیمه کي ژوند کوي. د ملي یووالي حکومت پر مهال د فقر کچه د ۲۰۱۷ کال په اخیرو کي ۵۴ فیصده ته ورسېده حال دا چي په ۲۰۱۴ کال کي ۳۹ فیصده وه. بل خوا د بیکاري لوړه کچه راټیټه نه کړای شوه. د پنځه کاله په تیریدو بیا هم د افغانستان ۲۳ فیصده خلک بیکاره ګرځي او خصوصآ ځوانه طبقه له بیکاری رنځ وړي. افغانستان کي د بیکاره نفوس ۴۰ فیصده ځوانان تشکیلوی. همداراز که چیري پټه یا نه لیدونکې بیکاري حساب کړو دا فیصدي نوره هم لوړیږي.

 ۳. کورنی عواید او فساد سره مبارزه

د ملي یووالي حکومت یوه لویه لاسته راوړنه د کورنی عوایدو زیاتول او د فساد سره مبارزه ښودل کیږي. په تیر پنځه کلونو کي د افغانستان کورني عواید له ۹۵ میلیارده افغانی څخه ۱۸۹ میلیارده افغانی ته لوړ شول کوم چي د بودیجې په تمویل کي مهم رول لري. په ګمرکاتو او مستوفیتونو کي د SIGTAS  او ASYCUDA سیستمونه ولګول شول کوم چي نه یوازي عواید زیات کړل بلکي د فساد مخه یې هم ترډیره ونیوله. د ملي یووالی حکومت پر مهال افغانستان د نړی د فسادونو هیوادونو له لومړی قطاره ووت، اوسمهال د نړی په کچه اتم هیواد دی چي زیات فساد پکي شتون لري حال دا چي په ۲۰۱۴ کي څلورم مقام کي وو. بل خوا د اصلاحاتو په ترڅ کي افغانستان د نړیوال بانک د ۲۰۱۸ کال په تجارت کولو Doing Business په راپور کي لومړی مقام خپل کړ چي یوه لاسته راوړنه ګڼل کیږي. همداراز د عوایدو د بشپړ راټولو او د دولت بودیجې ته د انتقال په خاطر  له زورواکۍ او خپل سريتوب سره هم مبارزه وشوه او زیات شمېر زورواکان د مرکزی حکومت تابع وګرځول شول چي په ترڅ کي یې تر یوه حده د ګمرکاتو عواید د دولت بودیجې ته انتقال شول.

۴. بنسټیزي او سیمه ایزي پروژې

یو څه چي د ملي یووالي حکومت پرې شمار کوي د بنسټیزو او سیمه پروژو رامنځته کول دي. ددې حکومت په ترڅ کي د ټاپي پروژه ، کاسه زر پروژه، او د سلما بند پرانیستل سو. د لارجورد لاره افتتاح سوه ، د اقینیې او چابهار بندر پرانیستل سو ، افغانستان د اوسپنی پټلی له لاری له ازبکستان سره وصل سو، ځیني بریښنا بندونه ورغول سوه او د ځینو کارونه پیل سول چي د افغانستان د اقتصاد د بیارغولو یوه هیله ښیی او د ملي یووالي حکومت له لویو لاسته راوړنو شمیرل کیږي.

۵. تعلیم ته لاسرسی او ظرفیت جوړونه

د ظرفیت ایجاد، د علمي کدرونو روزل، او تعلیم ته د خلکو لاسرسی نه یوازی د زیات شمیر ټولنیزو مشکلاتو د حل لاره ده بلکي  ددې سهولت هم رامنځته کوي چي په ادارو کي کارونه په موثر ډول ترسره شي او نوي څیړني او نوښتونه رامنځته شي . د ملي وحدت حکومت که څه هم تعلیم ته لاسرسی دومره زیات نه کړ خو د کانکور د پروسې اصلاح یې یو له مهمو کارونو وو. د کانکور د پروسې اصلاح د تعلیم د کچې پر کیفیت مثتبه اغیزه لري. اوسمهال لوړو زده کړو ته هغه کس لار مومي چي وړ، لایق او زحمتکښ وي.

۶. صادرات او د تجارت بیلانس

د افغانسان اقتصاد د نورو ستونزو ترڅنګ د تجارت منفی بیلانس هم ځوروي. د ملي یووالی حکومت څخه مخکي د تجارت منفی بیلانس ۹۴.۱۰ فیصده وو خو د تیرو پنځو کلونو په تیریدو دا کسر ۸۹.۲۳ فییصده ته راټیټ شو یعنی افغانستان اوسمهال ۷۷۹۳ میلیون ډالره واردات او ۸۳۲ میلونه ډالره صادرات لري. د هوایي دهلیزونو په مرسته د افغانستان صادرات په تیر کال کي د ۳۹ فیصده په اندازه زیات کړل شول.

۶. امنیتی وضعیت

د افغانستان د ټولو ستونزو مور خراب امنیتی وضعیت ښودل کیږي. هر کال د دولت د بودیجې شاه وخوا ۴۰ فییصده پر جګړه او د امنیتی ځواکونو پر تجهیز مصرفیږي. که څه هم جنګ ته د پای ټکي ایښودو په خاطر د ملي وحدت حکومت زیاتي هڅي وکړي او د بیا پخلایني پروسه یې رامنځته کړه خو بیا هم په تیر پنځه کاله کي د افغانستان خراب منیتي وضعیت خاص تغیر ونه کړ. اوس هم خلک او پانګه اچوونکي ځآن خوندي نه احساسوي کوم چي د پانګه اچووني پر بهیر پوره اغیزه کړې.

۷.  د ډالر په وړاندی د افغانی نرخ

افغانستان یو وارداتی هیواد دی او د ډالر په وړاندی د افغانیو د بیی ټیټدل د توکو بیي لوړوي کوم چي د خلکو پر ژوند مستقیم تاثیر اچوي. بل خوا کله چي کرنسی ثابت نرخ ونه لري د داخلي او خارجي پانګه اچووني له پاره خڼډ جوړیږي او همداراز د کرنسی استعمال ته تقاضا کموي. د ملي وحدت حکومت د کرنسی د ارزښت په ثابت ساتلو کي بریالی نه وو. په تیرو پنځو کلونو کي د ډالر په وړاندی د افغانی نرخ ضربه ولیده. که څه هم ډالر نه یوازي د افغانۍ بلکی د کلدارو، تومن، لیرې، او نورو کرنیسو په وړاندي هم لوړ شوی خو د هري کرنسی د بیي د ټیټیدو علت معلوم دی. په افغانسان کي د ملي یووالي حکومت د کار په لومړیو کلونو کي د مهاجرت له وجي ډالر ته تقاضا زیاته شوه او د افغانی ارزښت په ټیټیدو پیل وکړ. خو له هغه وروسته د افغانی نرخ نور هم راولوید. د بې ثباته سیاسی فضا، خراب امنیتي حالت، د ډالرو قاچاق ، او ځیني نورو علتونو له وجي اوسمهال یو ډالر په ۸۰ افغانی تبادله کیږي حال دا چي په ۲۰۱۴ کال کي په ۵۸ افغانی تبادله کیده.

خلاصه :

د ملي یووالي حکومت پر مهال ملي ناخالص تولید او سړي سر عاید دومره زیات زیاتوالی ونه کړ اما کورنی عوایدو او صادراتو ښه پرمختګ وکړ چي ورسره د تجارت کسر یو اندازه راکم کړای سو او د داخلی منابعو په واسطه د بودیجې د تمویل فیصدي زیاته کړای سوه. د افغانی ارزښت ښه پوره ضربه ولیدل خو له فساد سره مبارزه وشوه او افغانستان د فاسدو هیوادونو له لومړي قطار وویستل شو. بل خوا لوږه یا فقر په پوره اندازه زیات شوه او د بیکاری نرخ هم هماغسي لوړ پاتی سو اما ځیني مهمی پروژې لکه لاجورد لار او ځیني نوري پروژې افتتاح شوې چي د اقتصاد د بیارغوني سره مرسته کولای شي.

د لیکوال په اړه :

عصمت الله کریمی له جنوبی اسیا پوهنتون ( هند ) نه د پرمختیایی اقتصاد په برخه کي ماستري لري.