روغه سټه

لېوالتیا د انسان فطرت ته ځیرکي وربښي

لیکوال: نیپولېین هیل
ژباړه: زمریالی اباسین

له دې موضوع سره په اقتباس، غواړم هغه غیر عادي وګړی در وپېژنم، چې ساری نلري. ما د لومړي ځل لپاره هغه ۲۴ کاله مخکې له زیږون څو شېبې وروسته ولید.

هغه په داسې حال کې نړۍ ته راغی، چې د اورېدو لپاره یې غوږونه نه وو، خو ډاکټران پدې باور وو چې هغه به د ژوند په اوږدو کې په غږېدو او اورېدو قادر نه وي.

ما د ډاکټرانو نظرونه په زغرده رد کړل. ما حق هم درلود چې رد یې کړم، ځکه چې زه ددې ماشوم پلار وم. زه هم یوې پرېکړې ته ورسېدم او یوه نظریه مې ذهن ته راغله، خو دا نظریه مې په پټه خوله په خپل زړه کې وساتله. زما زړه ویل، چې زوی به مې هم وارېدی شي او هم به خبرې وکړلی شي.

خو څنګه؟ زه ډاډه وم، چې یوه حل لاره شته او پدې پوهېدم چې زه به دغه لار پیدا کوم. زما په ذهن کې د ایمرسن هغه خبرو انګازې کولې چې:« په نړۍ کې هر څه موږ ته د ایمان درس راکوي او موږ یوازې باید هغو ته تعظیم وکړو. مونږ ټولو ته لاره راښودل کېږي او که لږ ځیر شو، موږ به سمې خبرې واورو.»

سمې خبرې یانې څه؟ لېوالتیا! ترهر څه مخکې زما په زړه کې دا لېوالتیا پیدا شوه، چې زما زوی باید کوڼ او ګونګی نه وي او له دې لېوالتیا مې حتا د یوې ثانیې لپاره هم وانه وښتم.

ما پدې اړه څه کولی شول؟ یو نه یو ډول به مې یوه لاره موندلې وای ترڅو خپله اورنۍ لېوالتیا ددغه ماشوم ذهن ته ولېږدوم او هغه له غوږونو پرته د اورېدو وړتیا پیدا کړي. سم دلاسه چې دا ماشوم رالوی شي، زه به یې په ذهن کې د اورېدو داسې اورنۍ لېوالتیا پیدا کړم، چې طبیعت به هغې ته په خپله طریقه فزیکي جوړښت ورکړي.

زما په ذهن کې هر وخت دغه خبرې تېرېدې، خو د هغو په اړه مې هېچا ته څه نه ویل. هره ورځ به مې همدا شان خپل ضد ته دوام ورکاوه او ویل به مې، چې زما زوی باید ګونګی او کوڼ ونه اوسي.

کله چې هغه لږ څه را لوی شو او په خپل چاپیریال کې موجودو شیانو ته متوجه شو، موږ پوه شو، چې هغه تر یوې اندازې د اورېدو وړتیا لري. کله چې نوموړی، هغه عمر ته ورسېد چې ماشومان معمولاً خبرې کول پیلوي، هغه هېڅ خبرې نشوی کولی، خو د هغه له کړنو داسې ښکارېده، چې په ډېره کمه اندازه د اورېدو وړتیا لري. همدا چې پر دغو موضوعاتو پوه شم، زما لپاره یې کفایت کاوه!

ما باور درلود چې که هغه د اورېدو ډېره کمه وړتیا هم ولري، د وخت په تېرېدو سره به تر ډېره بریده د اورېدو ظرفیت پیدا کړي. له هغه وروسته داسې څه وشول، چې زه یې هیله مند کړم. دا هرڅه زما تر توقعاتو پورته وو.

هغه حادثه چې یو ژوند يې بدل کړ!

موږ یو فونوګراف وپېرود. کله چې ماشوم د لومړي ځل لپاره موسیقي واورېده، هغه اوتر شو او سم دلاسه یې د موسیقي اورېدو دغه ماشین په خپل تصرف کې ونیو.

یو وخت په داسې حال کې چې د ماشین مخې ته ولاړ او خپل غاښونه یې د هغه په یوه څنډه نښلولي وو، د شاوخوا دوو ساعتونو لپاره یوه پارچه موسیقي په تکراري ډول چالانوله.

د هغه ددغه خارق العاده فطري کړنې لامل موږ ته تر کلونوکلونو روښانه نشو، دا ځکه چې هېڅکله هم د هډوکي په وسیله د غږونو د لېږد یا bone conduction په اړه څه نه و اوریدلي.

له هغه یو څه مونده وروسته، چې هغه له فونوګراف سره نږدیوالی غوره کړ، زه پوه شوم چې هغه کولی شي د هغه غوږ ته نږدې هډوکي یا کوپړۍ سره د خپلو شونډو په نښلولو سره زما خبرې په ډېر روښانه ډول واوري.

کله چې پوه شوم هغه پدې ډول زما غږ اوریدلی شي، سم دلاسه مې د هغه ذهن ته د غږېدو او اورېدو د لېوالتیا لېږدول پیل کړل. ډېر ژر پدې وپوهېدم، چې زوی مې د خوبېدو پر مهال له کیسو اورېدو خوند اخلي، نو ما د داسې کیسو د پیدا کولو لټه پیل کړه چې په اورېدو سره یې هغه پر ځان باور پیدا کړي، تصور وکړی شي او اورېدو او د عادي وګړي په څېر د ژوند کولو لېوالتیا یې ذهن ته رېښې وکړي.

د هغو کیسو په منځ کې چې ما به دغه ماشوم ته ویلې، یوه داسې وه، چې ما به هغه نوره هم رنګینه کوله او هغه ته به مې په ډېر تاکید سره اوروله. دغې کیسې یوه داسې ځانګړتیا درلوده، چې هغه ته یې دا انګېزه ورکوله، چې له کومې ناخوالې سره چې لاس او ګرېوان دی، یوه ناتواني نه بلکې یو ارزښت دی.

هغه کیسې چې ما ددې ماشوم تر غوږونو رسولې، همدا پیغام یې درلود، چې هره ناخواله له ځانه سره د ځان په معادل فایده لري. زه باید دا اعتراف وکړم، چې زه بیخي پدې نه پوهېدم چې دغه ناخواله به څه ډول یو وخت پر یوه ارزښت بدله شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */