اقتصاد

څه ډول پر نورو نیوکې وکړو؟

نیوکه او انتقاد له هر کار، چلند او کسب سره مل څیز دی.

کارکوونکی، مدیر، رییس، وزیر او ولسمشر ټول له نیوکې سره مخ دي. تاسې شپه او ورځ ګورﺉ، چې په رسنیو کې پر ولسمشر څومره نیوکې کیږي، د ښاروالۍ چارې څومره نقد کیږي.

نیوکې ډېری د یوې چارې د سمون لپاره کاریږي، خو یو شمېر هغه پر شخصیتي تخریب او پارونې منتج کیږي. څومره، چې په انسان کې د نیوکې پر وړاندې د مثبتې روحیې ځواک پیاوړی وي، هومره نیوکې په خپله ګټه تماموي. د نیوکې پر وړاندې پارېدونکي کسان نه یوازې دا، چې د نیوکې مخه نه شي نیولای، بلکې د ځان پر وړاندې د نیوکو یو بهیر راپورته کوي.

نیوکې خپلې لارې لري. زه کله هم پر خپلو همکارانو په عام محضر کې نیوکې نه کوم.

د نیوکې ډول مې هم داسې نه دی، چې مقابل اړخ په کې ځان تحقیر وویني. وایم «دا مساله خو ما داسې اورېدلې، خو تاسې لکه، چې له بلې زاویې څیړلې ده»، « دا هم ښه زاویه ده، خو که داسې شي لا به ښه نه شي؟»، « مینه وال دې شکایت کوي، چې تولید ته دې تر پخوا توجه کمه شوې ده»، « قلم دې لکه چې ورک شوی، په حاضرۍ کې دې لاسلیک نه ښکاري» او داسې نور.

د نیوکې هدف مقابل اړخ ته د یوه ځانګړي پیغام انتقالول دي. د پیغام ژبه، چې څومره نرمه او مثبته وي، هومره نیوکه رغنده تمامیږي. برعکس که په کارکوونکي پسې د هغه دفتر ته ورځې او ورته وایې، چې « حاضري دې ولې نه ده لاسلیک کړې»، یا په ډک مجلس او عمومي ناسته کې ورته وایې، چې « ډېر غیر مسلکي رپوټ دې جوړ کړی و»، پر مقابل اړخ خورا منفي اغیز پرېباسي. دا ټول نیوکې ډېر ځله په شخصیتي تخریب او غرضي انتقاد تعبیریږي.

وچ انتقاد اغیزناک نه دی. څومره، چې انتقاد پر یوې متبادلې حل لارې متکي وي، هومره ګټور دی.

که یوڅوک وايي، چې « تولید دې بې خونده دی»، د بې خونده توب دلیل هم باید راوړي. مقابل اړخ په دې قناعت نه کوي، چې ووایې، « بس خوښ مې نه شو!». هغه دلیل غواړي او بیا ستاسې د دلیل د معقولیت په رڼا کې ستاسې د انتقاد پر څرنګتیا فکر کوي.

پر یو چا د نیوکې په وخت کې د کلیمو استعمال خورا مهم دی. په موږ کې د مشر او کشر، مافوق او مادون ترمنځ د درناوي د نه مراعاتولو په وخت کې دغه اصطلاح ډېره کاریږي، چې « یاره ډېر بد اخلاقه یې!». له دې کلیمې به ستاسې هدف بدخلقي او د ځان پر وړاندې د مقابل اړخ په نه درناوي ولاړ چلند وي، خو هغوی له دې بل ډول پیغام اخلي. هغوی بداخلاقي په ناوړه کارونو او جنسي روابطو تعبیروي. زه شاهد یم، چې دې اصطلاح په څو دفترونو کې څو ستر جنجالونه را وپارول، خو کله، مې چې د بداخلاقۍ له اصطلاح نه د دواړو اړخونو برداشتونه توضیح کړي، پر دواړو خواوو سړې اوبه تویې شوې دي.

یو شمېر کسان پر نورو افرادو له دې امله نېغ ورځي، چې د هغوی له کورنۍ، مور او پلار سره صمیمانه اړیکې لري. غوسه پرې کوي، غوږ ورتاووي او د خبرداري په څېر نیوکې پرې کوي. سمه ده، چې ستاسې د ملګري زوی به وي، ستاسې وراره به وي، خو هغه هم خپل شخصیت او غرور لري. هغه تل د پلار په واک کې نه دی، چې ملګري یې هم پرې وبلوسیږي. هغه اوس بالغ دی، عقل او فکر لري او خپله ښه او بده درک کولای شي. ما هم دا کار تجربه کړی، خو وروسته پوه شوی یم، چې دغه ځوان اوس خپل شخصیت لري، په مجلس او ناسته کې د خبرو حق ترې وانخستل شي، داسې نیوکې هم پرې ونه شي، چې د خپلو همزولو پر وړاندې د ترټنې احساس وکړي. ډېر ځله هغوی د شخصیت ساتنې په هدف د نیوکې پر وړاندې مقاومت کوي. که ستاسې نیوکه مثبته هم وي، خو مکان او زمان یې، چې مناسب نه وي، مقابل اړخ پرې غبرګون ښودلای شي.

تاسې به دا تجربه کړي وي، چې د قهر او غوسې په وخت کې پر چا نیوکې کوﺉ، هغوی یې په یوه غوږ اوري او په بل یې باسي. هغوی فکر کوي، چې تاسې په قهر کې خپل کنټرول له لاسه ورکړی او نیوکې کوﺉ. برعکس، مقابل اړخ، چې په قهر وي، نیوکې پرې مه کوﺉ، ځکه هغوی چټک غبرګون ته اړ باسي.

ډېرخلک پر یوچا، یو کار او تولید د نیوکې پر وخت له خپلو بدني حرکاتو کار اخلي.

که تاسې د یو چا مقاله لولﺉ او څوک یې څرنګتیا درنه پوښتي او د تندي له ګونځو او د شونډو له راټولو سره مل ځواب ورکوﺉ، مقابل اړخ ستاسې منفي او مثبت دواړه پیغامه اخلي. له مثبت ځواب سره د منفي بدني حرکاتو استعمال هومره بده اغیزه نه کوي، خو له منفي ځواب سره د منفي بدني حرکاتو یوځایوالی د وچ او سخت انتقاد په معنا دی. څومره، چې د انتقاد ژبه او پیغام نرم او مثبت وي او څومره، چې د شخص او ادارې پرځای د هغوی پر کار او فعالیت متمرکز وي، هومره انتقاد خپل ځای نیسي. به دې اخوا انتقاد تر ډېره د تخریب په معنا تعبیریږي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */