ادبیات کلتور

هغه ۱۲ ډیرې عامې کلمې چې انګریزې له عربي ژبې پور کړي

لیکوال : جیمز هاربیک، ژبپوه
ژباړه او لنډون: بهرام خیل
عربي په نړۍ کې له پنځو هغو ژبو څخه ده چې ډیر خلک پرې خبرې کوي.

په ټوله نړۍ کې شا او خوا ۴۰۰ میلونه وګړي په عربي ژبه ګړیږي.

عربي همدارنګه یوه لرغونې، متنوع او د ښه متن لرونکې ژبه ګڼل کیږي.

پر هسپانوي ژبه د عربې اغیزې د موروانو(۱۲ ) د واکمنۍ پر مهال چې د شمالي افریقا عربي ټبرې هسپانوي مسلمانان وو ډیرې جوتې دي.

خو دا چې انګریزې ژبې څومره عامه کاریدونکي کلمې له عربي ژبې پور کړي په دې اړه ډیر څه نه دي ویل شوي.

په دې وروستیو کې د جیمز هاربیک په نوم یو ژبپوه په یو لیکنه کې له ګڼو عامو انګریزي کلمو څو یادې کړي چې دده په وینا له عربې ژبې پورشوي دي.

جیمز هاربیک وايي، انګریزي دا کلمات ټول په مستقیمه توګه له عربي نه دي اخیستي، بلکې ډیر یې د لاتین، ترکي، فرانسوي، هسپانیوي او یا ایټالیوي ژبو انګریزي ژبې ته تللي چې بڼه او په ځینو مواردو کې یې معنی هم بدله کړې ده.

زیرو ( Zero )

جیمز هاربیک وايي که منو یې که نه؛ اروپایانو د شمیرو په اړه تر هغې فکر نه کاوه څو چې ایټالیوي ریاضيپوه فیبوناڅي(Fibonacci ) په ۱۲ میلادي پیړۍ کې دوی ته شمیرې وروپیژندې. نوموړې شمیر په شمالي افریقا له عربي کلتور څخه زده کړ چیرې چې نوموړی لوی شوی و.

نوموړې عربي کلمه ( صفر) راوخیست او زیپریروم (zephyrum) په نوم یې لاتیني کړ. د وخت په تیریدو دا په ایټالیوي ژبه کې پر زیرو( zero) وواوښت. د رومن ژبې په شمیر کې صفر نه و موجود له همدې کبله نوموړې د شمیر د لیکلو بڼه هم له عربي پور کړه.

همدا سبب دی ټاپیوګرافران اوس هم انګریزي شمیرو ته عربي شمیرې وايي. که څه هم اوس یې له عربي بڼه ډیره بدله ده.

الجیبرا(Algebra)

یوازې زیرو ( صفر) نه دی چې انګریزې ژبې له عربي پور کړی. الجیبرا (Algebra)هم د عربي له الجبر څخه اخیستل شوی چې د ماتو برخو پیوند او یوځای کیدو ته وايي.

په نهمه پیړۍ کې په عربي کې د یوې ریاضي رسالې څخه انګریزې ژبې ته دې کلمې لاره کړې.

ددې رسالې لیکوال الخوارزمي و. د نوموړي له نوم سره د ریاضي یوه بله اصطلاح (algorithm )الګوریتم هم تړلی دی.

اډوبي (Adobe )

مخکې له دې چې د اډوبي (Adobe ) په نوم اوسنی سافټوایر رامنځ ته شي دا کلمه په همدې بڼه وه.

اډوبي یې په لمر وچې شوې خښتې ته ویل. انګریزې ته دا کلمه له هسپانوي ژبې ورغلې او هسپانوي له عربي پور کړی.

د هسپانیې زیاته برخه له ۷۰۰ م کلونو تر ۱۴۰۰ م کلونو پورې موروانو یا د شمالي افریقا ټبرو مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې وه.

له دوی څخه په ګڼو کلمو کې چې هسپانوي ژبې ته ورغلي یوه هم د ( ال توب) کلمه چې هغه وخت د خښتې په معنی کاریدله وه، وروسته دا کلمه په هسپانوي کې د اډوبي په بڼه واوښته.

سفاري (Safari)

سفاري ((Safari)) چې دا مهال په انګریزي کې د افریقا په ځنګلي او د ژویو په ډکو سمیو کې ګرځیدو ته یا ازادو او پرانیستو ژوبڼونو کې ګرځیدو ته کاریږي. په اصلا کې دا کلمه د سواحلي ژبې څخه انګرزي ته راغلي او سواحلی ژبې د عربي له (سفر) څخه چې له یو ځای بل ځای ته د تلو په معنی ده اخیستې .

صوفه (Sofa)
اوس هم په انګرزي کې ډیر خلک د کوچونو لپاره د صوفو کلمه کاروي.

هغوی چې په انګرزي کې کوچونو ته صوفه وايي دا کلمه یې له ترکې ژبې اخیستې او ترکیې هم له عربې صوفې څخه چې د چوترې په معنی ده پور کړې ده .

مَټریس (Mattress)

ماټریس (Mattress )چې پښتو کې یې توشک بولو هم له عربي ژبې انګرزي ته کډه شوی. اروپایان هغه وخت پر لویو، نرمو او پستو توشکو نه ویده کیدل. د تاریخ په اوږدو کې د دوی د خوب ځای ډیر نری او سخت و.

خو په تاریخ کې صلیبیانو د خپلو ټولو بدو کړنو سره چې ترسره یې کړل لږ تر لږه څو ښه څیزونه یې له عربي کلتور څخه زده کړل یو له دې څیزونو څخه په نرمو توشکو ویده کیدل و. په عربي کې یې هغه ځای ته چې توشک په کې اچوي مطرحه ویل.

دا کلمه لاتینې ژبې ته د متراسیوم (materacium) په بڼه ننوته او وروسته د انګریزي په شمول نورو ژبو واخیسته او د مَتریس(Mattress) په نوم یې توشک ته وکاروله.

اورینج (Orange )

اروپایانو د خپلې خوښې اوسني ډیر شیان له لرې ختیځ سره د سوداګرۍ له لارې تر لاسه کړي. نارنج اصلا اروپا ته له ختیځې او جنوبي اسیا ورغلي دي. د نارنجو لپاره سانسکریټ کلمه نارنګه ( naranga) ده چې پښتو او فارسي ژبو کې د نارنج په نوم دود شوې ده.

عربي ژبې هم د نارنګه کلمې ګ به ج اړولی دی او نارنج یې بولي. دا عربي سوداګر وو چې نارنج یې هسپانیا او سیسلې ته یوړل او له ځان سره یې دا کلمه هم هلته یوړه.

وروسته دې کلمې په فرانسوي کې خپل لومړنی د ( این) یا (ن) توری له لاسه ورکړ او انګرزي له فرانسوي د اورینج (orange ) په بڼه واخیست.

شوګر ( Sugar)

اروپایانو ته عرب سوداګرو ډیر غوره توکي وروړي او د دوی کلتور یې بډای کړی دی.

د انګریزي شوګر ( Sugar) چې پښتو کې یې خوږه بولي هم انګرزي ته له فرانسوي او ایټالیوي ژبو ورغلی، دې ژبو دا د عربي له سُکار څخه اخیستی او عربي بیا د سانسکریت له ( sharkara) خپل کړی دی.

کینډي (Candy )

کنډي (Candy ) چې پښتو کې یې شیرني یا خوږه بولو، هم د عربي قند دی چې د ګنیو څخه د وتلو جوسو وچې شوې بڼې ته وايي. د قند کلمه په همدې بڼه په پښتو او فارسي کې اوس هم موجوده ده.

سیروپ (Syrup )

معلومه خبره ده چې که اروپایانو خوږه، قند او شیرني له عربو سوداګرو تر لاسه کړی وي نو شربت [سیروپ (Syrup )] یې هم له عربو اخیستی.

د سیروپ (Syrup ) اصل په عربي کې شراب دی چې واین، د میوو اوبو او نورو شربتونو ته کارول کیږي.

کافي( Coffee)

کافي انګریزې ژبې ته له ایټالیوي(caffè ) څخه ورغلې. ایټالیوي دا کلمه له ترکي ( kahve) اخیستې. ترکیې هم دا کلمه د عربي له قهوه څخه اخیستې. نه یوازې چې د کافي( Coffee) نوم له عربي کلتور څخه اروپا ته تللی بلکې خپله کافي څښاک هم عربو سوداګرو اروپا ته وړی دی او عربو له ختیځې افریقا خپل کړی.

الکول (Alcohol)

حیرانیږئ مه د الکولو کلمه له عربي انګریزې ته ورغلې خپله الکول نه. الكحل کلمه په عربي ژبه کې رنجو ته وايي، چې د سترګو تورولو لپاره کاریږي. رانجه له مینرالي کاڼو څخه استخراجیږي. اروپايي کیمیا پوهانو وروسته هر هغه څه ته، چې د استخراج یا تقطیر په ډول ترلاسه کیدل د الكحل (alcohol ) کلمه کاروله او وروسته ددې نوم سر تر شرابو ورسیده.

پر یادو هغو سربیره په انګرزي ژبه کې د میګزین (Magazine ) د عربي له مخزن، کاټن (Cotton) چې پنبې ته وايي له عربي قطن څخه اخیستل شوی.

په انګریزې او اروپايي ژبو کې په سلګونو نور داسې کلمات شته چې له عربي او همدارنګه د پښتو او فارسي په شمول یېله نورو شرقی ژبو دې ژبو ته لاره موندلې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */