سپورټ فوټبال

منچسټر سیټي د انګلیستان فوټبال غوره لیګ اتله شوه

لیکنه: فضل الله فضلي

د انګلیستان په غوره لیګ کي تېره شپه لېورپول د منچسټر سیټي سره د ياد لیګ په پایلوبه کي ولوبېدل.

سیټي د لېورپول څخه په خپل ښار منچسټرسیټي کي ۲ پر یو ددې لیګ اتلولي وګټل.

پایلوبه چي تر ډېره په مساوي ډول روانه وه، په ۴۰مه دقیقه کي سرچیو اګویرو لومړی ګول د سیټي لپاره ووهئ.

د لوبي دوهم ګول د لېورپول لپاره روبرټو فیمینو ووهئ او دریم ګول د سیټي لپاره لیورای سني په ۷۳ دقیقه کي ووهئ.

سیټي په دې سره د انګلیستان دا غوره لیګ د څلورم ځل لپاره وګټئ.

نوموړي کلب تېر کال هم د یاد لیګ اتلولي خپله کړې وه، خو سږ فصل یې د تېري اتلولۍ څخه دفاع وکړل.

غوره ګول وهونکی

د انګلستان د غوره لیګ په سږ فصل کي ۱۰۷۲ ګولونه ولګول سوه او د غوره لیګ د تاریخ لومړی فصل سو، چي ډېر ګولونه پکښي لګول سوي دي.

یاد لیګ د انګلیستان ۲۷ فصل لیګ وو او سږ فصل سیالۍ د شلو قوي لوبډلو ترمنځ تېر کال پیل سوي.

د پرېمر لیګ په سیالیو کي منچسټر یونایټیډ ۱۳ ځلي، چلسي ۵ ځلي، آرسنال ۳ ځلي، بلک بورن روویرز ۲ ځلي او لیسټر سیټي بیا ۱ ځلي دا اتلولۍ خپلي کړي دي.

د سږ فصل غوره لیګ غوره ګول وهونکي محمدصلاح، مایکل اون او ساډیوماڼي وټاکل سول، چي هر یوه ۲۲ ګولونه لګولي وه.

ددې لیګ ۲۸م فصل د روان عیسوي کال د اګسټ په میاشت کي پیلیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې