سپورټ نړیوال کرکټ

د ویسټ انډیز لومړۍ ټېسټ لوبه له ریکارډونو سره مل ده

انګلستان ویسټ انډیز ته د ۳ ټېسټ، پنځه یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، د دغه سفر په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر خورا اغېزناک رول لوبولی دی او ریکارډ یې جوړ کړی.

جېسن هولډر چې د ویسټ انډیزۍ لوبډلې لوبډلمشر دی او دې سره په خوا کې د نړۍ په کچه یو ځلېدونکی الراونډر دی، وکولای شول، چې د ویسټ انډیز لپاره د لومړۍ ټېسټ لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د ویسټ انډیز لپاره د دوهمې اوږدې ملګرتیا بنسټ کېږدي او خپلې غبرګې دوه ناسوځېدلې سلیزې ثبت کړي.
دا لوبه د جنوري په ۲۳ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د ویسټ انډیز په لومړۍ توپ وهنه پیل شوه.

لوبه او ریکارډونه
ویسټ انډیز په ۱۲۰ منډو ۶ وېکټې له لاسه ورکړې وې، لوبه برایج ټاون سیمه کې روانه وه، جېسن هولډر او وېکټ ساتونکي شېن ډورېچ دواړه په اوومه وېکټ ودرېدل، د دوی لوبډلې بُحراني حالت درک کړی و، دواړه خورا کلک ودرېدل، د جېمز انډرسن، عادل رشید، معین علي، سام کورن او ټولو توپ اچوونکو مخه یې وکړه.

دواړو لوبغاړو د ویسټ انډیز په تاریخ کې په ټېسټ لوبو کې دوهمه غوره ملګرتیا وکړه، دوی ۲۹۵ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه.

دا د ویسټ اڼدیز په تاریخ کې دوهم اوږود پارټنرشيپ و، چې دواړو لوبغاړو وکړ.

له دې وړاندې د ویسټ انډیز د ټېست لوبو په تاریخ کې دوه لوبغاړو په ۱۹۹۵ م کال کې اټکېنسن او ډېپېزا ۳۴۷ منډې ملګرتیا په اوومه وېکټ د اسټرالیا خلاف کړې وه.

جېسن هولډر یو بل ریکارډ هم جوړ کړ، ده په ۲۲۹ توپونو ۲۰۲ ناسوځېدلې منډې وکړې، له ده وړاندې کرېس ګېل په ۲۲۱ توپونو دوه غبرګې سلیزې وهلې وې.

له هولډر سره شېن ډورېچ هم ۱۱۶ ناسوځېدلې منډې ملګرې کړې.

هولډر دوهم لوبغاړی شو، چې دوهمه پاڼۍ کې دوه سلیزې وهي.

له ده وړاندې اسټرالیایي سېر ډونلډ براډمن په ۱۹۳۷ م کال کې ۲۷۰ منډې په دوهمه پاڼۍ کې کړې وې.

ډورېچ او هولډر د ویسټ انډیز د کرکټ په تاریخ کې دوهم ریکارډ جوړوونکي لوبغاړي دي، چې په دوهمه پاڼۍ کې دوه ناسوځېدلې سلیزې ملګرتیا په ۷ مه وېکټ کوي.

د هندوستان لکسمن او ډوني په ۲۰۱۱ م کال کې د افریقا خلاف په کلکته کې ۲۰۰ منډې ملګرتیا کړې وه.

هولډر د تېسټ لوبو په تاریخ کې د لوبډلمشر په توګه دریو هغو لوبغاړوکې شامل شو، چې ډبل سیلزې وهي.

وسیم اکرم او الن بارډر هم د لوبډلمشرانو په توګه دوه غبرګې سلیزې ریکارډ لري.

هولډر هغه لوبغاړی هم دی، چې په ټېسټ لوبو کې د دوه غبرګو سلیزو ترڅنګ پنځه وېکټې اخلي.

هغه په دوهمه پاڼۍ کې اته شپږیزې وهلي دي او د ویسټ انډیز په لوبغاړوکې دوهم لوبغاړی شو، چې زیاتې شپږیزې وهي له ده وړاندې کرېس ګېل په ۲۰۱۰ کال کې د سریلانکا خلاف په دوهمه پاڼۍ کې نهه شپږیزې وهلې وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی