سپورټ نړیوال کرکټ

انګلستانۍ لوبډله کې له نیمايي زیات بهرني لوبغاړي دي

د انګلستان لوبډله چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې یوه غوره او بې جوړې لوبډله ده، په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او اوس د نړیوال جام پایلوبې ته هم رسېدلې ده.

د انګلستان کرکټ بورډ چې ښه لوبغاړی وګوري که د بل هېواد هم وي؛ خو د اصولو او شرایطو له مخې ورته په خپله لوبډله کې ځای ورکوي او همدا وجه ده، چې لوبډلې یې د اوج پر لور مثبته روانه ده.

دې لوبډلې سږ کال د لومړي ځل لپاره د نړیوال ۵۰ اوریز جام د ګټلو تکل کړی دی.

په دې لوبډله کې اوسمهال پوره شپږ لوبغاړي د باندنیو هېوادونو دي.

غوره الراونډر بېن سټوکس اصل د نیوزیلېنډ د هېواد دی او په ۱۴ کلنۍ کې انګلستان ته  راغلی دی.

جېسن رای د افریقا د هېواد دی او اوس د انګلستان ملي لوبډله کې خورا زوړور او سټایلېش توپ وهونکی دی.

معین او عادل رشید، چې یو یې الراونډر او بل یې ګوګلي توپ اچوونکی دی، له پاکستان څخه دي.

ایئن مورګن او اوسنی لوبډلمشر د ایرلېنډ له هېواد څخه دی او په ۲۰۰۹ م کال کې انګلستانۍ لوبډلې ته راغلی دی.

او جوفرا ارچر بیا د ویسټ انډیز له هېواد څخه دی او په ۲۰۱۹ م کال کې د انګلستان له لوبډلو سره یوځای شو.

د دې سربېره له نړیوال ور اخوا ټام کورن او سام کورن چې دوه ورونه دي دوی هم د نورو هېوادونو ( سویلي افریقا) څخه دې هېواد ته راغلي او لوبډلو کې لوبېږي.

د انګلستانیانو په پرتله د انګلستان لپاره همدغه باندني لوبغاړي، چې اوس یې د انګلستان تابعیت اخېستی، ښه ځلېږي او د انګلستان بېرغ په خورا فخر رپوي.

دوی هر یو د لوبډلې د محکموالي ستنې بلل کېږي.

enland team 6 players.JPG

له جو روټ، بېرسټو او کرېس ووکس پرته د نورو انګلستانیانو په پرتله دا بهرني لوبغاړي سل په سلو کې مثبت روان دي او تر څو چې انګلستان دا لوبغاړي لري؛ نو لوبډله به یې د غورځېدو پر لور نه ځي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی