زده کړې سیاست له نړۍ

د انرژۍ سیاست او امنیت، کتاب په اړه څو خبرې

لیکنه: ياران

دا لیکنه عبدالمالک عاصم د خپل نوي کتاب چې په پورته سرلیک کې یې نوم ذکر شوی، له سریزې راخیستې.

انرژي د ژوند چینه بلل کیږي او د شلمې پیړې له لومړیو راهیسې یې ژوند ته لوری ورکړی. په دې برخه کې ترټولو ډیرپام د انرژۍ پرزیرمو، مارکیټونو او د لارو پرامنیت ورټول دی. په ۲۱مه پیړۍ کې هغه هیوادونه خوندي او د پرمخ تلو وړبلل کیږي، چې د انرژۍ پراخو منابعو او بازارونو ته لاس رسی او د انرژۍ خوندي لارې په واک کې ولري. ښکاري، چې تربل هرمهاله د نړۍ انسانان اوس په انرژۍ ډیرفکر کوي. د اوبو او خوړو په خواکې انرژي د انسانانو د لومړنیو اړتیاوو په سرکې ځای موندلی. پراوبو سربیره د نفتو اوګازو نړیوال مارکیټونه دداسې ژورو بدلونو شاهد دی، چې پخوا یې ساری نه دی لیدل شوی. دا کوم معمول بدلون نه دي بلکې نن نړۍ او پرې واکمن اقتصادي شرایط له دیرش کاله وړاندې شرایطو سره په بشپړ ډول هم له جیو ایکانومیکي او هم له جیو پولیټیکي اړخه داساسي تغیراتو شاهده ده. د انرژۍ بازار ته نوي لوبغاړي را دننه شویدي، چې د نړۍ د اقتصاد د شطرنج په تخته یې لوبې ته بدلون ورکړیدی. له دې سره سم د انرژۍ بازارونو هم له نویو لوبغاړو سره غاړې تازه کړیدي. له همدې کبله نشو کولی، چې دانرژۍ د امنیت او نفتي صنعت اوس او راتلونکی د تیرمهال په نمونو او بیلګو سره ځواب کړو. له دې سره سره دولتونه لاهم د خپلې انرژۍ امنیت د ریالیستیکې نظریې پراساس د ملي امنیت په چوکاټ کې تعریفوي. دا په داسې حال کې ده، چې د انرژۍ د امنیت ډیر اړوند موضوعات لکه د انرژۍ په برخه کې پانګونه، د ټکنالوژۍ کارول، اقلیمي بدلونونه، د انرژۍ فقر او د پراختیا نور اړخونه نړیوالې خواوې لري. له بل پلوه د انرژۍ د تولیدونکو او مصرفونو دامنیت ترمنځ ګڼ ګډ عوامل شتون لري، چې د انرژۍ د عرضې او تقاضا د امنیت د همغږۍ سبب ګرځي.

د شلمې پیړۍ په وروستۍ لسیزه او د ۲۱ مې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې په نړیوال ډګرکې اقتصادي، سیاسي او سوداګریزو بدلونونه او د نویو اقتصادي ځواکونه را دبره شول له یوې خوا، د نفتو او ګازو د زیرمو د کمیدو ثابتیدل له بلې خوا د انرژۍ د نړیوال بازار راتلونکی انځوروي. دغه انځورته په کتو سره دسیمې اونړۍ یوشمیرهیوادونوخپل جیو پولیټیک موقیعت ته کتو سره د انرژۍ د خوندیتوب او ترلاسه کولو په موخه خپل بهرني سیاستونه نوی کړل. په دې لړکې دنړۍ سترو زبرځواکونو په یوشمیر مشخصو سیمو خپل پام متمرکزکړ، چې په دې ډله کې منځنۍ اسیا، خلیج، منځنۍ ختیځ، روسیه، میانمار یا دسویلي اسیا حوزې شاملې دي. سره له دې چې د انرژۍ اړتیامخ په ډیریدو او زیرمې یې په کمیدو دي، د نویو زیرمو کشف هم د پخوانیو هغو په څنډو کې دوام لري، چې دې کار د نړیوالو زبرځواکونو ترمنځ نا سالمې سیالۍ ته زور ورکړیدی. سره له دې چې په نړۍ کې د ټکنالوژۍ پرمختیا د انرژۍ د ارزښت او بیې په ټیټوالي کې رول درلودلی دی، خو بیا هم دغه ستراتیژیکه ماده لکه د انسان د بدن وینه د نړۍ لپاره د ژوند چینه بلل کیږي.

د چین مخ پرودې اقتصاد ته په کتو سره داسې بریښي، چې په راتلونکي کې د انرژۍ د خوندیتوب او عرضې موضوع اندیښمنونکي مسله ده. د نفتو او ګازو کمبود د لویدیځې اروپا او د اسیا او اروپا نورو مخ پروده هیوادونو لکه هند او پاکستان ته هم یوه ننګونه بلل کیږي. د چین او هندوستان د اقتصادي ودې دوام د انرژۍ په نړیوال مارکیټ کې د انډول د ګډوډیدو سبب کیږي، چې له کبله یې دنړیوالو لوبغاړو په سیاسي اړیکوکې جدي خړپړتیا رابرسیره کیدی شي. په شلمې پیړۍ کې تجربو او علایمو وښوده، چې په مخ پروده هیوادونو کې چټکه اقتصادي وده د ټولنیزو او فرهنګي بحرانونو سبب کیږي، ځکه چې فرهنګ ورو وده کوي او له اقتصاد سره ځان نشي برابرولی او په ټولنه کې یوډول طبقاتي درز رامنځ ته کیږي، چې له برکته یې ډیرې نورې ناخوالې رامنځ ته کیږي. داچاره بیا په چټکۍ سره په یوه ګواښ بدلیږي، چې د هیوادونو سیاسي ثبات له منځه وړي. په دې توګه د چین او هندوستان چټکه اقتصادي وده او د انرژۍ د عرضه کولو پرمارکیټ د هغو اغیزې نه یوازې د انرژۍ د عرضه کولو انډول ته یو ګواښ دی، بلکې د چین او هند سیاسي نظام هم له یوه بحران سره مخامخ کولی شي، چې له کبله به یې د انرژۍ پربازارونو اغیز وغورځوي.

په نړۍ کې د انرژۍ مارکیټ ته په کتو سره داسې بریښي، چې د امریکا لګښت به کمیږي، ځکه چې امریکا او کاناډا وارله مخه د هغه پلان عملي کول پیل کړي، چې د نفتو اوګازو د مصرف کچه کمه او له نورو برخو دانرژۍ خپلې اړتیاوې پوره کړي. خو برعکس د چین، هندوستان، اروپا او یو شمیر امریکايي او افریقايي هیوادونو اړتیا او لیوالتیا به ډیریږي چې په دې توګه د انرژۍ امنیت له سیالۍ او ګواښ سره مخامخ کیدی شي. اروپا د صنعت په برخه کې له چین او هند سره د سیالۍ لپاره د منځني ختیځ، روسیې او یا منځنۍ اسیا تیلو او ګازو ته بیړنۍ اړتیا لري. د تیلو او ګازو نړیوالو بازارونو کې وضیعت ته په کتو داسې ښکاري، چې دفوسیلي انرژۍ د وارداتو په برخه کې د چین ونډه ډیریږي. په نړۍ کې اوس دنفتو امنیت، د نفتو د واردونکو هیوادونو د سیاستونو ترټولو مهم ټکی دی.

د نړۍ پر نفتي زیرمو کنټرول هم د شلمې پیړۍ په دویمه نیمايي کې د سترو صنعتي هیوادونو ترمنځ یوه مهمه مسله وه، چې د ۲۱مې پیړۍ په لومړۍ لسیزه کې یې په حیرانونکي ډول بدلون وموند او د انرژۍ په مارکیټ کې د اروپا او امریکا پرځای یې په اسیا کې غوښتنه په پراخیدو شوه. د اسیا په سویل کې هند او په شمال ختیځ کې چین د نفتو او ګازو زیرمو ته له جغرافیوي اړخه په لنډ واټن کې پراته دي او همدې امتیاز ته په کتو سره د اروپا او ختیځې اسیا د یو شمیرنورو هیوادونو لپاره سیالي او د خپلې اړتیا وړانرژۍ خوندیتوب د ژوندي پاتې کیدو مسله ګرځیدلې.

په نویو جغرافیوي تقسیم بندیوکې د انرژۍ زیرمو ته نوې پالیسۍ په جوړیدو دي. په دغو ستراتیژیو کې د انرژۍ سترې نړیوالې کمپنۍ هم مهم رول لري، چې ډیرې یې په لویدیځو هیوادونو پورې اړه لري او د ۷ خویندو(د برتانیې بي پي، ګلف اویل، د کلیفورنیا سټندرډ اویل، شورون، شیل، نیوجرسي اویل او ایګزون مبایل) په نومونو یادیږي. دغو سترو کمپنیو په خپلو کې ډیروارې د تیلو د بیو او را ویستو په اړه پټې موافقې کړې او هرڅه یې پر زیرمه لرونکو هیوادونو د خپلو ګټو پراساس تپلي دي. سره له دې چې په نړيوال مارکیټ کې د نویو لوبغاړو په را دبره کیدو سره تر ډیره ددغو ۷ خویندو انحصار کم شوی او په کمیدو دی، خو دې مسلې د انرژۍ امنیت لا نورهم بحراني او د اندیښنې وړګرځولی، چې لامل یې په نړۍ کې د ثابتو زیرمو د وړتیا کمیدل دي. خودغه لویې کمپنۍ هڅه کوي، چې د نفتی زیرمو ډالري ارزښت لوړ او د پانګونې ارزښت یې کم کړي، په داسې حال کې چې دزیرمه لرونکو هیوادونو ملی ګټې په دې کې دي، چې د زیرمو اقتصادي ارزښت لوړشی، چې په دې توګه دمنظم تولید په زیاتوالي سره د اوسني او راتلونکو نسلونو ګټې خوندي کړي. د نفتي زیرمو د مدیریت دعلم پر اساس، د زیرمو د ډالری ارزښت زیاتوالی په کم وخت کې د ډیرو نفتو تولید دی، چې په راتلونکي کې نفتي زیرمو ته نه جبرانیدونکي زیانونه رسوي. دغه ستونزه ترډیره په هغو هیوادونو کې رامنځ ته کیږي، چې د نفتي کمپنیو پام مسلکي او فني اړخ ته نه وي او هیوادونه هم پوره سیاسي خپلواکي او جرات ونه لري او نړیواله څارنه هم نه وي.

په نړیواله کچه د نفتو او ګازو د امنیت او بیو د خوندي کولو لپاره په ۱۹۶۰ کال کې د انرژۍ د تولیدونکو هیوادونو لخوا دنفتو د مصرفونکو هیوادونو په خوښه د اوپیک (د تیلو د صادرونکو هیوادونو) سازمان جوړشو، چې ابتکار یې وینزویلا، د ایران، سعودي عربستان، عراق او کویټ په خوښه وکړ. ددغو پنځو بنسټ ایښودونکو هیوادونو اصلي انګیزه داوه چې د لویو نړیوالو شرکتونو په وړاندې یوه متحده جبهه رامنځ ته کړي او وکولی شي د نفتو د تولید په برخه کې مالکانه قدرت ولري او د مالیاتو د ډیرولو وړتیا پیدا کړي. داوپیک له جوړیدو را هیسې دغه سازمان له ډیرو لوړو او ژورو سره مخامخ شویدی، خو په ۱۹۷۳ کال کې د عربو له نفتي بندیز اوپه ۱۹۷۹ کې د ایران له اسلامي انقلاب وروسته د نفتو په بازارونو کې رامنځ ته شوی خطرناک ټکان ددې سبب شو، چې بهرنیو نړیوالوشرکتونو ته د امتیازورکولو دوران پای ته نژدې شي او د اوپیک د غړو هیوادونو او په تولید بوختو لویو شرکتونو ترمنځ نوی پړاو پرانیستل شو. په دې توګه د نفتو د تولید، حجم، اود ونډې د مدیریت په ډګر کې د اوپیک د غړو برخه جوته شوه. په ۱۹۷۰ مو او ۸۰ مو کلونو کې د اوپیک غړو د نفتو د ملي کیدو په برخه کې نورګامونه هم اوچت کړل او ډیرو یې د نړیوالو شرکتونو ونډه کمه اوخپلې ونډې یې زیاتې کړې، چې په دې توګه د نفتو د تولید او استخراج په اړه د پریکړو واک د اوپیک غړو هیوادونوپه خپل لاس کې ونیو. خو د نفتو لویو مصرفونکو قدرتونوغوښتل چې تولیدونکي شرکتونه دې په مخ پرودو هیوادونو کې پراخ اغیز او پریکنده ونډه او رول ولري. لامل یې داوو، چې په امریکا، کاناډا، استرالیا، بریتانیا او نورو لویدیځو هیوادونو کې د نفتو د تولید چارې د خصوصی سکټور په لاس کې وې او دولت پکې ونډه نه درلوده. د بیلګې په توګه په مکسیکو کې د پامیکس په نوم دولتي شرکت او په روسیه کې روس نفت دولتي شرکتونه دي، چې په خپلو هیوادونو کې د نفتو زیرمې د هغوی په واک کې دي او خصوصي نړیوال شرکتونه یوازې له دوی سره د ګډون له لارې پانګونه کولی شي. د منځنۍ اسیا په هیوادونو، سعودي، کویټ، قطر، ایران، اذربایجان، انګولا، ونزویلا، الجزایر، نایجیریا، چین، او هند کې هم له نفتي زیرمو ګټه پورته کول د دولتي شرکتونو په واک کې دي.

په لیبیا کې هم په۱۹۸۰مه لسیزه کې معمر قذافي ورته چاره ترسره او د نفتو د کشف او استخراج په برخه کې یې حکومتي واک ډیر او په دې توګه یې د پریکړې واک په خپل لاس کې ونیو. قذافي غوښتل، چې اروپا کې دده نفتو ته رامخې ته کیدونکي هیوادونه چې ترډیره فرانسه اوایټالیا وو په بشپړ ډول دده ترګورت لاندې وي. واک ته له رسیدو یوه نیمه لسیزه وروسته قذافي په دې وتوانیده، چې د خپلو تیلود صادراتو واک خپل کړي. قذافي په ۲۰۱۰ کال کې د ټولې نړۍ ۲ په سلو کې نفت نړیوالو بازارونو ته وړاندې کول او د اروپا په مهمو هیوادونو لکه برتانیې، فرانسې، ایټالیا او هسپانیې کې یې پراخ سیاسي او اقتصادي نفوذ کړی وو او ان د فرانسې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې یې د یوه مشخص کاندید په ګټه څو سوه میلیون ډالره لګولي وو.

بلخوا اړیکې یا ارتباطات دنني عصرمنځ زړی جوړوی. د ۲۱ پیړۍ ژوند په اړیکوولاړ دی. پرمختګ د اړیکو هدف دی اوددې موخې د ترلاسه کولولپاره انسانان په دې ازاده او خوره وره نړۍ کې د هرې ورځې په تیریدو له یوه اوبل سره د اړیکوپه پراخولوبوخت دي او له برکته یې د انسانانوژوند اوراتلونکی سره تړلی دی. په دې پراخه نړۍ کې شاوخوا ۷ نیم میلیارده انسانان اوس تر بل هروخت زیات یوه او بل ته د اړیکو په لرلوکې ځان مجبوراحساسوي. د نړیوالو اړیکو له برکته انسانان د نړۍ په یوه او بله برخه کې د یوه اوبل له شتو ګټه پورته کوي او یوه او بل ته یې اړتیا په زیاتیدو ده.

په داسې یوه نړۍ کې چې لاهم په لسګونو زره اتومي سرګلولې اوبمونه پکې موجود دي، د انسانونو د ورځنۍ ژوند لویه پانګه په جنګي وسایلو مصرفیږي، ویرې نړیواله بڼه غوره کړې، یو انسان بل انسان د نړۍ په هرکونج کې په څو ثانیو کې له منځه وړلی شی، ځانمرګي بې له دروازې ټکولواو وړاندیني خبرداري بریدترسره کوي ، هره ورځ په زرګونو کسان د بې وزلۍ له کبله وژل کیږي، ټکنالوژي د انسانانوپټ او ښکاره ژوند بربنډ کړی، د اقلیم بدلون چاپیریال له ګواښ سره مخامخ کړی او ناروغیو نړیواله بڼه غوره کړې، موږ د نړیوالو اړیکو په چوکاټ کې، چې اقتصاد یې ترټولو مهم اړخ دی د یوه او بل د اړتیاوو، زیرمو، ستراتیژیو، موقیعیت، او ملګرتیا پیژندلو ته کلکه اړتیا لرو.
د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر۱۱مه د معاصرو نړیوالو اړیکو د عطف نقطه شوه، چې ډیرڅه یې په دې ډګر کې له سره تعریف کړل او ټوله نړۍ یې په خپلو انتخابونو له سره فکر او تصمیم نیولو ته اړه کړه. پرهمدې اساس د نړیوالو اړیکو ډیر تمرکزد هیوادونو او نړیوالو سازمانونوپه کړنو راڅرخیږي، چې په څه ډول له یوه او بل سره د نړیوالتوب په دې طوفاني فضا کې راشه درشه ولري اوله کومې لارې ځان خوندي او ژوند هوسا کړي. همدې موخې ته د رسیدوپه موخه د پالیسي جوړونکو او تصمیم نیونکو لپاره د نړیوالې فضا او منابعو پیژندګلوي ډیره مهمه شوه.

له ۲۰۰۱ وروسته نه یوازې د نړۍ سیاسي فضا بدله شوه، بلکې په اقتصادي برخه کې هم ستربدلونونه راغلل. افغانستان او سیمه هم نوي پړاو ته ور دننه شوه او په ریښتیني ډول د منځنۍ او سویلي اسیا د نښلیدو زمینه برابره شوه. افغانستان د ټاپي، کاسا زر، ټوټاپ، ټاپ او ورته نورو مهمو پروژو د عملي کولو په ریښتینې او ستراتیژیکې لارې بدلیدونکی دی. دافغانستان موقیعت نه یوازې خپله افغانانو، بلکې، پاکستان،هند، چین او ټولې منځنۍ اسیا ته د انرژۍ د لیږد را لیږد له اړخه فوق العاده اهمیت وموند.

په تیره یوه نیمه لسیزه کې افغانستان او شاوخوا سیمه کې رامنځ ته شوي پرمختګونه هیله بښونکي دی. په دغه موده کې له ډیرو لوړو ژورو سره سره افغانستان وتوانیده په لویه کچه سیمه ییزه اقتصادي او تجارتي ښکیلتیا رامنځ ته او بهرنۍ پانګه را جلب کړي.

دهمدې لپاره د افغانستان اوسیمې پراقتصادي اوستراتیژیکو اړیکو پراخو څیړنو ته اړتیا احساسیږي او په دې لړ کې مې لږ ترلږه د یوې کوچنۍ څیړنې هڅه وکړه.

دا کتاب به د تحقیق داصولو له اړخه ډیرې ستونزې لري، ځکه دا په څیړنیزه برخه کې زما لومړنۍ هڅه ده. ممکن ژبنۍ ستونزې به هم پکې وي، چې مخکې له مخکې یې له تاسو ټولو لوستونکو بښنه غواړم او هیله ده پرشته کمیو یې خپل نظرراسره شریک کړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران