سپورټ نړیوال کرکټ

سریلنکا د هند خوب بیا په اوبو لاهو کړ، دویم ځل لپاره یې هم اتلولي یوړه !

د سریلنکا د کرکټ بورډ د ایمیرجینګ لوبډلې د کرکټ اسیایي شورا لخوا د ایمرجینګ کپ په نوم ۵۰ اوریزه سیالیو کې له خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع وکړه.

دغې لوبډلې د ایمیرجینګ کپ سیالیو پای لوبه کې هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه، چې له دې وړاندې یې تیر کال پاکستان ته په ماتې ورکولو سره هم دغه جام خپل کړی و.

 په دغه جام کې د ګډون کوونکو هېوادونو لوبډلو څخه افغانستان، پاکستان، بنګله دیش، هانګ کانګ، متحده عربي امارات او عمان لوبډلې له وړاندې بهر شوې وې، خو هندۍ لوبډله د کوربه سریلنکا خلاف پای لوبې ته ورسیده.

 په نیمه پای لوبه کې همدې سریلنکا لوبډلې د پاکستان او هندوستان د بنګله دیش لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې ورسره د پاکستان او بنګله دیش سفر هم پای ته ورسید.

سریلانکا تیر ځل هم اتلولي ګټلې وه

 په وروستۍ فاینل لوبه کې کوربه سریلنکا لوبډلې هندوستان ته د ۲۷۱ منډو هدف وړاندې کړ، خو هندۍ لوبډلې د لوبې تر پایه ۲۶۷ منډې جوړې کړې او د ۳ منډو په توپیر سره یې ماتې ومنله.

 د ایمیرجینګ کپ په نوم دا سیالۍ د روانې ډیسمبر میاشتې په ۶ مه نېټه پیل او د همدې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د سریلنکا په اتلولۍ تمامې شوې.

 د کرکټ اسیايي شورا سره دې ۵۰ اوریزه سیالیو د (لیست ای) لوبو حیثیت یا درجه درلوده، چې پکې د ګډون کونکو هېوادونو له ۲۳ کلونو څخه د کم عمر لرونکو لوبغاړو پکې ګډون کړی و، یواځې هانګ کانګ متحده عربي امارت او عمان هغه لوبډلې وې، چې پکې یې ټول ملي لوبغاړي ګډونوال وو.

کوربه هېوادونه:
تمه وه، چې دا سیالۍ یواځې په پاکستان کې ترسره شي؛ خو د هندوستان کرکټ بورډ یې ممانعت وکړ او په دې ډول د ۲۰۱۸ کال اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو کوربتوب سریلانکا او پاکستان په ګډه وکړ.
پاکستان هېواد کې د ډېسمبر تر لسمې نېټې پورې لوبې وشوې.

د افغان لوبډلې لوبې:
افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د ډېسمبر په ۷ مه نېټه له هندوستان سره وکړه، هندوستان، افغان لوبډلې ته ۲۸۲ منډې هدف ورکړی و.

افغان لوبډلې په ۴۴ اعشاریه ۴ اورونوکې د ټولو لوبغاړو په سوځېدوسره ۲۰۷ منډې وکړې او لوبه یې په ۷۴ منډو هندته وبایلله.

افغان لوبډلې دوهمه لوبه د ډېسمبر په ۸ مه نېټه له سریلانکا سره وکړه، سریلانکاته افغان لوبډلې ۲۱۱ منډې هدف ورکړ.
چې سریلانکا په وروستۍ وېکټ په وروستي اور کې پوره کړ او افغان لوبډلې ته یې په یوه وېکټ ماته ورکړه، له دې وروسته افغان لوبډلې دوهم پړاو ته د تګ چانس له لاسه ورکړ.
دریمه کې افغان لوبډلې بیا عمان ته په ۱۱۲ منډو ماته ورکړه، افغانستان، عمان ته ۲۵۳ منډې هدف ورکړی و.

ایمرجېنګ جام سیالۍ له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې:
د اسیا ایمرجېنګ جام سیالۍ په ۲۰۰۹ م کال کې هم ترسره شوې وې، چې افغان لوبډلې پکې برخه اخېستې وه.
۲۰۱۳ م کال کې هم افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې برخه اخېستې وه او محمد نبي د افغان لوبډلې لوبډلمشر و، په ۲۰۱۳ م کال کې ایمرجېنګ جام سیالۍ هندوستان وګټلې او پاکستاته یې پایلوبه کې ماته ورکړه؛ ۲۰۱۳ م کال سیالۍ په سېنګاپور کې ترسره شوې وې.

۲۰۱۷ م کال کې دا سیالۍ په سریلانکا کې ترسره شوې او اتلولي سریلانکا یوړه، پاکستان ته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.

۲۰۱۸ م کال کې یو ځل بیا سریلانکا، هندوستان ته په ماتې ورکولوسره دا سیالۍ وګټلې او د دوهم ځل لپاره یې اتلولي واخېسته.

سږ کال اته لوبډلو کې درې لوبډلوته اجازه وه، چې پنځه لوبغاړي له ۲۳ کلونو څخه د لوړ عمر لرونکي ولوبوي.

په ایمرجېنګ جام سیالیوکې هغه لوبغاړي لوبېږي، چې عمرونه یې له ۲۳ کلونوڅخه کم وي.
دا سیالۍ د اسیا کرکټ شورا له خوا جوړېږي، چې موخه یې په اسیا کې د کرکټ پراختیا، پیاوړتیا ، غوړېدل او د ځوانو لوبغاړو په ګوته کول دي.

د ۲۰۱۸ م کال اسیا ایمرجېنګ جام سیالیو لپاره افغان لوبډله:


نجیب الله ځدران لوبډلمشر، کریم جنت، ناصرجمال، ابراهیم ځدران، رحمان الله ګوربز، دروېش رسولي، شاهد کمال، عظمت الله عمرزی، اکرام علي خېل، کریم جنت، ضیاء اکبر، فضل الحق، وفادار مومند، ظاهرخان او قېس احمد.
په ریزرف یا چمتو لوبغاړوکې بیا ، بهیرشاه محبوب، ضیاءالرحمن شریفي او وقار سلام خېل شامل وو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی