سیاست

د بحراني ټاکنو پرلور؛ حکومت که ګوندونه پړه دي؟

د راتلونکو پارلماني ټاکنو له نیږدې کیدو سره ورځ تربلې د دغو ټاکنو د بحراني كیدو نښې نښانې هم په پياوړي کیدو دي. په دې لړ كې د لوی ملي ایتلاف په نوم د یو شمېر مطرحو سیاسي جریانونو مجموعې پرون لسګونه زره هغه جعلي تذکرې رسنیو ته ښودلي، چې په وینا یې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د درغلیزه کولو یوه برخه ده.

دغه ایتلاف پر ارګ، د ټاکنو خپلواک کمیسون او د ثبت احوال نفوس پر ادارې تور پورې کړی، چې څو میلیونه جعلي تذکرې یې جوړې کړي او د خپلې خوښې پر پارلماني نوماندانو یې وېشلي دي.

دغه جعلي تذکرې یوازې د مسولو ادارو له لورې د رسمیت موندلو په هدف ټاپه شوي، خو د معلوماتو او عکس ځایونه یې تش دي.

د ایتلاف د ادعا له مخې دغه جعلي تذکرې حکومت خپلو پارلماني نوماندانو ته د دې لپاره ورکړي څو پر خپلو پلویانو یې تقسیم اود پارلماني ټاکنو په ورځ یې هر پلوي د لسګونه تقلبي رایو د کارولو فرصت پيدا کړي.

د ثبت احوال نفوس ادارې د دغو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د دغه ایتلاف لاسته د جعلي تذکرو رسیدل څېړي.

د ائتلاف اکثره غړي، په حکومت کې لوړې څوکۍ لري، چې د ولسمشر لومړی مرستیال او د اجرایه ریاست دویم مرستیال یې ښې بیلګې دي

د دې ادارې له دریځه داسې ښکاري، چې ګواکې دوی یاد شوي ایتلاف په واقعي ډول جعلي تذکرې نه دي ترلاسه کړي؛ یانې په دې پلمه سیاسي شورماشور جوړوي.

دا چې دا رسنیزشوې جعلي تذکرې ریښتیا جعلي او د ټاکنیز نظام برخه دي یا د ګوندونو د ایتلاف لخوا د ټاکنو د بدنامولولپاره جوړې شوي، جلا بحث دی.

د بحث اصلي مسئله دا ده، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې له اوسه بحراني شوي او دا په ټوله کې د هېواد وضعیت ته د تاوان خبره ده.

د بحران مقدمه سازي
حکومت او سیاسي ګوندونه، چې د یو بل پر وړاندې په کلکه ولاړ دي د فیصدۍ په تفاوت سره دواړه د پارلماني ټاکنو د بحراني کولو عامل شوي.

بې طرفانه او واقع بینه نظر دا دی، چې حکومت له ټولو غوړو ژمنو او تعهداتو سره د پارلماني ټاکنو د فرمایشي کولو لپاره لازم چمتووالی نیولی. په دې كې شک نشته، چې جعلي تذکرې څه پرحکومت پلوو نوماندانو او څه هم د پیسو او اړیکو لپاره پر ګڼو نورو پلورل شوي او د راتلونکو ټاکنو د تقلبي كیدو پوره تیاری نیول شوی.

په دې تیاري کې یوازې حکومت ښکېل نه دی، له مختلفو سیمو څخه د لیکوال شخصي معلومات څرګندوي چې د ټاکنیز بهیر د معترضو ګوندونو او سیاسي جریانونو اړوندو نوماندانو هم په پوره قوت د جعلي تذکرو د لرلو خواري کړې ده.

د حکومت ترڅنګ ګوندونه هم ټاکنو ته ښه نیت نه لري، دواړه لوري پردې تمرکزکوي چې څنګه د درغلیو یا یو پر بل د فشار راوړلو او بلې هرې ممکنې لارې راتلونکي پارلمان ته خپل ډېراستازي واستوي.

د دغو هڅو پایله په ټولیز ډول دا ده، چې د راتلونکو ټاکنو د بحراني کولو ډېره مقدمه سازي له اوسه پخپلو سترګو وینوو.

د تېرو ناندریو د تکرار وېره
افغانستان د طالبانو له رژیم وروسته د څو دوره مختلفو ټاکنو تجربه لري. دا تجربې تقریباً ټولې له ناندریو سره ملګرې او خواشینونکې وې.

د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ ولسمشریزې او د ۲۰۱۰ پارلماني ټاکنې، چې د ټولو د پایلو پر سر لانجو افغانستان په تدریجي ډول له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز بحران سره مخ کړی، دا وېره یې هم ډېره کړې چې تردې وروسته د ټاکنو بحراني کیدل به لا سختې خطرناکې پایلې ولري.

څه په کار دي؟
په افغانستان کې سیاسي فضا دومره انحصاري شوې او مغرضه شوې، چې په واقعي مانا د ملي ګټو د مدافعت ادرسونه یا نه لیدل کیږي او که شته هم ډېر بې نظمه، پاشلي او بې اغېزې دي.

په داسې وضعیت کې لازمه ده، چې پر دغه محور پياوړي فعال ادرسونه وي یا رامنځته شي څو حکومت او سیاسي ګوندونو ټولو ته د وضعیت د نه بحراني کولو په اړه ګوتڅنډنه وکړي.

د داسې قوتونو په تشه کې حکومت او ګوندونه هم باید دومره بې سترګې او خودغرضه نه شي، چې هرڅه له خپلو غوښتنو او ځاني ګټو قربان کړي.

دوی ته ښایي، چې پخپلو غوښتنو او اجنډاوو کې نرمښت راولي، سره نیږدې شي، یو بل وزغمي، د یو بل ممکنه غوښتنې ومني او په داسې ډول ټاکنو ته زمینه برابره او د بحران مخنیوی یې وکړي، چې نه دوی، نه ولسواکۍ او نه نورو لوړو مصالحو ته تاوان ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.