ژوند او ژواک

داسې 13 لارې چې هم ستاسو او هم د نورو اختر له پخوانیو بدلولی شي

 

دې کې هیڅ شک نه شته چې سږ کال په ګڼو سیمو کې افغانان کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځي چې ترې مخکې د روژې میاشت یوه له خونړیو میاشتو څخه وه. په روژه او ترې مخکې میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خلک، د بریدونو، چاودنو، بمباریو، مرګونو او وژنو شاهد وو. پر دې سربېره بې وزلۍ، کډوالۍ او نورو ستونزو هم د ګڼو افغان کورنیو ګریوانونه نیولي دي.

خو اختر مبارکې ورځې دي او باید هم یې د ځان لپاره په خوښۍ تیر کړو او هم هڅه کړو چې د نورو لپاره په کې د خوښۍ شیبې برابرې کړو.

موږ عموما اختر کې د خپلې کورنۍ مشرانو ته ورځو، د خپلو خپلوانو پوښتنه کوو، دوستانو ته مبارکي ورکوو خپلو او د خپلوانو ماشومانو ته عیدي ورکوو. خو راځئ دې اختر کې لږ مختلف څه هم وکړو. او ځینې خلک ناڅاپي او د هغوی د توقع خلاف خوشاله کړئ.

لاندې څو داسې ټکي درسره شریکوو چې تاسو پرې هم خپل اختر او هم د نورو اختر په خوښۍ بدلولی شئ او اختر ته یوه معنی ورکولی شئ.

۱- د نورو اخترونو په مقایسه یو مختلف کار وکړئ. د اختر له لمانځه وروسته لومړی مستقیم یو داسې کور ته ورشئ چې فکر کوئ په ټولنه کې د بې وزلۍ یا نورو ستونزو له کبله یوه هیره شوې کورنۍ ده. او ښايي په اختر کې یې ډیر خلک پوښتنه ونه کړې. که له ځان سره یې ماشومانو ته وړې تحفې یا په بله کومه بڼې عیدې وروړئ نو تاسو به د یوې بې وزلې او هیرې شوې کورنۍ اختر په خپل ورتګ بدل کړی وي. داسې چې هغوی به د تمې خلاف ستاسو له خلوص مخ شي او دا کله ناکله د ډیرې خوشالۍ سبب کیږي.

۲- که په سیمه کې مو بې ځایه شوي کډوال اوسي، ښه داده چې د اختر په ورځو کې سر ورښکاره کړئ. ضرور نه ده چې ویې پیژنئ. همداسې نااشنايي کې ورشئ. که له ځان سره د هغوی د اړتیا وړ توکو نه ډیر کم څه هم وروړئ د هغوی اختر په خوښي زیاتولی شئ. ضرور نه ده چې یو قیمتي څه وروړئ . له خپل کور څخه یو اضافي څادر، یو اضافي د کار لوښي، د ماشومانو لپاره جامې یا یو بل څه چې د هغوی د اړتیا وړ څه وي وروړلی شي. په دې توګه مو د نورو کلونو څخه مختلف اختر لمانځلی وي. یوازې په ورتګ هم هغوی ته ډاډ ورکولی شئ . ډاډه اوسئ که اختر کې مو د اړو پر څیره خوښي راوسته تاسو به خپله د خوښۍ او ډاډ یو عجیب احساس وکړئ.

۳- هغوی چې شر او بدرنګي خپروي ډلې جوړوي ، تاسو مختلف فکر وکړئ او د خوښئ او مینې د ویش لپاره وړه ډله جوړه کړئ ، اختر کې څو ملګري سره یو ځای شئ او پر دې فکر وکړئ چې څنګه کولی شئ په خپله سیمه کې د هغو خلکو د اختر خوشالي زیاتولی شئ چې بې وزله دي، د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، او یا نورې داسې ستونزې لري چې د اختر خوشالي یې ورګډه وډه کړې. که خپلو کې څو کسان پر دې غور وکړئ نو ګڼې لارې موندلی شئ چې پرې په خپله سیمه کې د داسې بې وزلو او زپلو کورنیو اختر په خوښۍ بدلولی شئ او په بیلابیلو بڼو هغوی سره مرسته کولی شئ.

۴- پر خپلو خپلوانو سربیره د سیمې بې وزلي ماشومان مه هیروئ – که وس لرئ پر خپلو خپلوانو سربیره په خپل خوا شا کې دوه داسې ماشومان په ذهن کې راولۍ چې ستاسو خپلوان نه وي خو په سیمه کې مو لیدلي وي او د هغوی پر څیرو مو بې وزلي لیدلي وي. د اختر د ورځو کم وخت دې ته وباسئ چې د خپلې سیمې ددې وړو ماشومانو کورونو ته ورشئ د هغوی د کورنۍ د غړیو مخکې دې ماشومانو ته یوه اختریزه ډالۍ یا نغدې یو څه پیسې ورکړئ. تاس به په دې توګه د دوه داسې ماشومانو زړونه په اختر کې خوشاله کړئ چې هغوی به یې هیڅ تمه نه لرله.

۵- که له هیواد بهر اوسئ د خپل ورځني لګښت څخه یو څه پیسې کمې کړئ پر ځان لږ سخته وګالئ او په اختر کې یې یا له اختر وروسته یې په افغانستان کې یوې داسې بې وزلې کورنۍ ته واستوئ چې تاسو ورته په کورني حساب مسولیت نه لرئ. دا مرسته به د هغوی لپاره ناڅاپي او خوشالي بښوونکي وي. دا کار له اختر وروسته هم کولی شئ. داسې هم کولی شئ چې په اختر کې په افغانستان کې ځینو بې وزلو کورنیو سره اړیکه ونیسۍ او په دې ورسره خبرې وکړئ چې تاسو له هغوی سره څه ډول مرسته کولی شئ. او بیا د اختر وروسته هڅه وکړئ کومک ورسره وکړئ.

۶- هغوی ته په اختر کې د فاتحې لپاره مه ورځئ چې په تیره روژه یا ترې مخکې میاشتو کې یې خپل خپلوان وفات شوي او یا په چاودونو او بریدونو کې وژل شوي وي. خو که داسې څوک پیژنۍ هڅه وکړئ په نورو لارو یې اختر کې بدلون راولۍ، خوښ یې کړئ، ډاډ ورکړئ، د بیلګې په توګه کور ته یې ډوډۍ یا تازه میوه وروړئ. یا یې میلمانه کړئ.

۷- که وس لرئ د ماشومانو د لوبو یا زده کړو لپاره شل یا تر دې ډیر ارزان خو ښونیز وسایل واخلئ او د اختر په یوه ورځ یې د کلي یا هغې سیمې پر ماشومانو ویشئ چې تاسو په کې اوسیږئ. البته ښه داده چې داسې وسایل واخلئ چې ددې ماشومان پر خوښئ سربیره د دوی د ذهني او فکري ودې سبب شي.

۸- که مو په توان کې وي په خپله سیمه کې لږ تر لږه له یوې بې وزلې میرمنې سره چې ماشومان ورتر غاړي وي مرسته وکړئ. که تاسو نارینه یئ نو ښه داده چې دا مرسته د خپلې کورنۍ د ښځینه غړو پر لاس وکړئ . که توان لرئ ښه داده چې مادي مرسته ورسره وکړئ هغوی به خپله خپله اړتیا انتخاب کړي. ضرور نه ده چې ډیرې زیاتې پیسې ورکړئ، د خپل وس مطابق مرسته وکړئ، سل افغانۍ هم د یوې بې وزلې ښځې چې واړه ماشومان ور له غاړې اختر کې بدلون راوستلی شي.

۹- افغانستان له معیبوبینو ډک دی. په اختر کې د یو معیوب مبارکۍ ته ورشئ او هغه ته په خپلو خبرو داسې احساس ورکړئ چې د ټولنې یو د پام وړ غړی دی او معلولیت یې د خلکو له نظره لرې کړی نه دی.

۱۰- د اختر له ناستو ولاړو استفاده وکړئ او په نرمه ژبه د هغو کسانو سره چې مخ کیږئ د افغانانو ترمنځ د سولې، مینې او ورورۍ او یو بل سره د مرستې په اړتیا او ګټو خبرې وکړئ. دا خبرې باید توند بحثونه نه وي بلکې نرمې او خوږې خبري وي چې خلکو په افکارو کې تاوتریخوالی کمولی او یو بل سره مینې ته یې هڅولی شي. په دې برخه کې د مخالفت لپاره پراخه حوصله، زغم ولرئ یوازې خپلې خبرې وکړئ او نورو وهڅوئ. جدل او بحث مه کوئ.

۱۱- که په سیمه کې مو د افغانستان د کوم بل قوم او یا ژبې ویونکي کورنۍ اوسیږي، د اختر په ورځ یې پوښتنه وکړئ او هغوی ته وښيئ چې تاسو ورته د یو نژدې هیوادوال په توګه درنښت لرئ او تاسو ته د ژبې او قوم د مسلې پرته د افغانانو په توګه ځانګړی ارزښت او ځای لري. د خپلوئ او دوستۍ احساس او ډاډ ورکړئ.

۱۲- خامخا خپلو مشرانو ته د اختر مبارکۍ ته ورځئ خو پر دې هم سوچ وکړئ چې په سیمه کې مو کوم داسې عمر خوړلی کس څوک دی چې د بیلابیلو ستونزو له کبله یې کشران نه شته چې اختر کې یې مبارکي او پوښتنه وکړي. ورشئ او د هغه د تمې خلاف یې پوښتنه وکړئ، د مرستې ډاډ ورکړئ او د اختر مبارکي ورته ووایئ.

۱۳- اختریزو ورځو کې سیاسي او ترخه بحثونه مه کوئ خو که په روانو حالاتو خبرې راځي، ښه داده چې د یو بې طرفه لوري په اړه په افغانستان کې د سولې او زغم پر پراختیا ټینګار وکړئ. او د اختر د خوښيو په پلمه خلکو ته د یو داسې افغانستان تصویر وړاندې کړئ چې په کې په هیڅ نوم افغان نه وژل کیږي. که په ښه بڼه د یو سوله ایز افغانستان تصور وړاندې کړئ، د روان تاوتریخوالي په کمولو کې رول لوبولی شئ.

او وروستۍ خبره دا چې که دا لیکنه له خپلو دوستانو سره شریکه کړئ، ښايي د یو بې وزله د اختر د خوښۍ په زیاتولو کې مرسته وکړئ شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */