ساینس او ټیکنالوژي طبیعت

په ځمکه د سپوږمۍ اغېزې

لیکنه: ياران

لیکنه: عدنان نجیبي

سپوږمۍ په ځمکه څه اغېز لري؟
د ځمکې سپوږمۍ 3475 کېلو متره قطر په لرلو سره د لمریز نظام څلورمه لویه سپوږمۍ ده. د سپوږمۍ په اړه هغه څه چې ساینس تر اوسه پرې پوهېږي دا دي چې سپوږمۍ ځمکې یواځینۍ طبیعي سپوږمکۍ ده چې د ځمکې چارچاپېر څرخېږي او دوران کوي. یواځې یو لوری یې له ځمکې څخه د لیدو وړ دی او دا چاره د سپوږمۍ د ساینکرونیوس ځانګړي حرکت له لامل دی. هغه داسې دی چې سپوږمۍ په خپل محور او د ځمکې په چارچاپېر دواړو یوه اندازه یانې 27.3 ورځو ته اړتیا لري چې خپل دوران بشپړ کړي نو ځکه یې بل لوری ځمکې ته نه مخامخ کېږي. هغه بل لوری یې له ځمکې نه ښکاري نو ځکه د ځمکې مخلوق ور ته د سپوږمۍ تیاره لوری وایي.

سپوږمۍ له ځانه کوم رڼا نه شي تولیدولی او نه د رڼا تولیدولو لپاره کوم منبع لري. سپوږمۍ رڼا ذخیره کولی هم نه شي او یواځې هغه وړانګې او نور ځمکې ته غبرګوي چې د لمر څخه مستقیما پرې پرېوځي. دا چې د شپې په تیاره کې موږ د سپوږمې څومره برخه وینو لکه بشپړه سپوږمې یا د څوارلسمې سپوږمۍ، هلال یا د لمړۍ او دوهمې ورځې سپوږمۍ، اوږمۍ یا دریمې ورځې سپوږمۍ او نورې؛ دې پورې تړاو لري چې د لمر وړانګې د سپوږمۍ په څومره برخه پرېوځي. که د لمر وړانګې په بشپړه سپوږمۍ پرېوځي موږ ته بشپړه او واضح مالومېږي خو که د لمر وړانګې په نیمه سپوږمۍ پرېوځي نو بیا موږ ته هم د سپوږمۍ همغه نیمه برخه واضح او روښانه مالومېږي.

دا چې سپوږمۍ په ځمکه کومې اغېزې لري ساینس لا تر اوسه نه دي کشف کړي خو هغه څه چې ساینس پرې پوهېږي دا دي چې د سپوږمۍ د جاذبې کشش د ځمکې په ولاړو اوبو یا سمندرونو او روانو اوبو یا سیندونو اغېزه کوي.

د سپوږمۍ د جاذبې کشش د ځمکې د مخ په سمندرونو او سیندونو کې د څپو د راپورته کېدو باعث کېږي؛ که لږ نور هم دقیق ووایو نو د سمندرونو او سیندونو لویې یا د پېرنګیانو په اصطلاح (Tides) څپې د لمر او سپوږمۍ دواړو د جاذبې د کشش له امله دي خو دا چې سپوږمۍ ځمکې ته د لمر څخه په ځلونو نږدې ده نو همدارنګه یې د جاذبې د کشش اغېزه هم ډېره ده. کله چې لمر او سپوږمۍ دواړه په یوه کرښه کې واقع شي نو بیا په دې ځانګړي حالت کې د دوی جاذبوي کشش هم بیخي ډېرېږي او د ځمکې په اوبو کې د سترو او کوچنیو څپو یا موجونو باعث کېږي.

لویې څپې د ځمکې په هغه برخه کې منځ ته راځي چې د سپوږمۍ سره نږدې واقع دی او اوبه یې سپوږمۍ پورته لوري ته کشوي او کوچنۍ څپې یا low tides د ځمکې په هغه اوبو کې واقع کېږي چې د سپوږمۍ نه تر ټولو لرې واټن کې واقع دي او سپوږمۍ یې له ځان ټېل وهي.

بله اغېزه چې سپوږمۍ یې په ځمکه لري دا ده چې سپوږمۍ د ځمکې په وضعي حرکت اغېزه کوي او په هرو سلو کلونو کې دا چاره د ځمکې ورځ د ۲.۳ ملي ثانیو په اندازه زیاتوي. هغه انرژي چې ځمکه یې ازادوي هغه هم سپوږمۍ اخلي او همدا لامل دی چې سپوږمۍ په هر کال کې له ځمکې څخه د ۳.۸ سانتي متره په اندازه واټن نیسي.

داسې ګمانونه هم شته چې د سپوږمۍ د جاذبې کشش هغه کیلي ده چې د ځمکې چاپېریال یې ژوند کولو ته مناسب کړی دی.

له دې اخوا چې د سپوږمۍ جاذبه په ځمکې دا ډول فزیکي اغېزه کوي؛ د ځېنې دینونو دینکاران هم د څارویو او انسانانو ځېنې غیر نورمال چلندونه د سپوږمۍ د حالت پورې تړلي بولي. خو له بل لوري بیا کلونه کلونه تجربو هم نه ده ثابته کړې چې د ځناورو او انسانانو داسې کړنې دې د سپوږمۍ د حرکت او حالت سره کوم تړاو ولري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران