خواړه روغه سټه

د هګیو د خوراک روغتیايي ګټې

 

ليکنه: ډاکتر عبدالصمد نظري

هګۍ مهم خواړه دي او په خپل ترکیب کې پریمانه ویټامینونه، پروتینونه او منرالونه لري. د روغتیا لپاره د هګۍ فایدې ډیرې دي، زه یې څو مهمې ګټې په لاندې ډول خلاصه کوم.

د مړښت احساس او د وزن کمول

هګۍ خوړل د مړښت احساس زیاتوي او په کمه اندازه خوراک یې هم د ورځې په اوږدو کې تاسو ماړه ساتي چې په دې توګه د ډیر خوراکۍ له کبله د اضافي وزن د اخیستو مخنیوی کوي.

هګۍ او د وجود وسپنه

د هګۍ خوړل په وجود کې د اوسپنۍ مقدار لوړ ساتي او ددې مهمې مادې د کمښت مخه نیسي.

هګۍ او عصاب

د چرګانو د هګیو خوراک ستاسو د عصبي سیستم په سلامتۍ کې هم مرسته کوي. هګۍ په خپل ترکیب کې د کولین ( choline ) په نوم ماده لري، دا ماده د عصابو په وده او نمو کې مهم رول لوبوي. په ځانګړې توګه حامله ښځو ته د هګیو خوراک د هغوی په نس کې د ماشوم د عصبي سیستم په ښه جوړولو کې ډیر ګټور دي.

هګۍ او سترګې

هګۍ د سترګو د ځینو ناروغیو لکه کترکټ (cataract ) په مخنیوي کې رول لري. د سترګو دا ناروغي د نظر او لید د خرابیدو سبب کیږي . ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پالک ډیر ښه دي خو د هګیو خوراک هم تر ډیر ددې ناروغۍ مخه نیسي.

هګۍ او هډوکي
هګۍ په خپل ترکیب کې پریمانه کلیسم او ډي ویټامین لري. دا دواړه هغه څه دي چې د هډوکو په پیاوړتیا او سلامتۍ کې ډیر مهم رول لري. نو د هګیو خوراک ستاسو د هډوکو د پیاوړتیا او سلامتۍ سره مرسته کولی شي.

هګۍ، ویښتان او نوکان

هګۍ په خپل ترتیب کې امینو اسید لري چې د نوکانو او ويښتو په وده، نمو او سلامتۍ کې ډیر مهم دي. نو هګۍ ستاسو ويښته او نوکان سالم ساتي. همدارنګه که تاسو هګۍ دليمو او صاف زيتون غوړيو سره ترکيب کړئ او پر ويښتانو يي استعمال کړئ نو ويښتان قوي ساتي د رژيدو مخه يي نيسي او تازه کوي یې.

هګۍ او د سینې سرطان
ځینې څیړنې وايي چې د هګۍ خوراک د سینې د سرطان خطر کموي. د هغو ښځو چې اونۍ کې لږ تر لږه شپږ هګۍ خوري د وجود دفاعي سیستم نسبت هغو ښځو ته چې هګۍ نه خوري، پیاوړی وي. د هګۍ خوړونکو ښځو لپاره همدارنګه د سینې په سرطان د اخته کیدو خطر هم د نورو په مقایسه په سلو کې څلوېښت راکمیږي.

هګۍ خوراک د التهاب مخه نیسي

هګۍ د غني منرالونو او ویټامینونو په لرلو، د وجود دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د التهابونو مخه نیسي. پر دې سربیره د شکرې او الزایمر ناروغانو لپاره هم ګټورې دي .

له وجود زهري مواد پاکوي

له بدن څخه زهري مواد د یو ډول انټي اکسیډانس په وسیله لرې کیږي چې دا انټي اکسیډانس د ښه کار کولو لپاره ویټامین بي دولس (B12) ته اړتیا لري، او دا اړتیا هګۍ ځکه پوره کوي چې هګۍ د ویټامین (B12) غني سرچینه ده.

داني او سرطانونه

هګۍ خوراک د دانو او سرطانونو خطرونه هم کموي، ځکه په خپل ترکیب کې د سیلینیوم (selenium ) ماده لري چې د همدغه مادي پواسطه له دانو او سرطانونو سره مجادله کوي.
په ځانګړې توګه هغو نارینه وو ته چې د پروستات ناروغي ولري د هګۍ منظم خوراک ورته ګټه کوي ځکه سیلینیوم د پروستات د ناروغیو د درملنې لپاره موثره ماده ده.

هګۍ، انرژي او رواني سلامتي

د هګیو خوړل انسان ته انرژي ورکوي، هګۍ د ویټامین بي ۱۲ (B12) بډای سرچینه ده. دا ویټامین د ژورخپګان او ستریس مخنیوي او درملنه کې ښه اغیز لري. دا ویټامین همدارنګه په بدن کې د کیماوي بدلونونو لپاره هم مهم رول لري چې په کې یوه ماده په بله بدلیږي.

کلسټرول او هګۍ
ځینو څیړنو ښودلې ده چې هګۍ تر یوه حده ښه او مضر کلسټرول دواړه لوړوي، خو که په مناسبه اندازه وخوړل شي او خوراک کې یې افراط ونه شي ددې منفي اړخ په نسبت یې ګټې ډیرې دي. البته د ښو کلسترول په زیاتولو هګۍ د زړه او رګونو د ناروغیو د مخنیوي لپاره ډیرې ګټورې دي.

هګۍ باید څنګه وخوړل شي؟

د هګۍ خام خوراک مناسب نه دی. هګۍ یا جوش کیږي او یا پخیږي. د جوش شویو او یا پخو شویو هګیو د خوراک مناسبه اندازه د لویانو لپاره د ورځې تر دوو هګیو ده. د سهارنۍ پر مهال یې خوراک مناسب وخت دی. پر یو وخت د ډیرو هګیو خوراک ستونزي پیدا کوي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */